• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو راوتلو اتکل شوی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ریاست اعلان کړی، چې د هېواد په ۲۳ولایتونو کې د باران او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا پنج‌شنبه (د غویي۳مه) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، فریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا کې بارانونه وشي.

د هواپوهنې ریاست ویلي، چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰تر ۳۰میلی‌متره پورې اټکل شوې ده.

یاد ریاست همداراز خبرداری ورکړی، چې د هېواد په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې د بادونو چټکتیا ښايي په ساعت کې له ۵۰تر ۹۰کیلومتره پورې ورسېږي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو او تیزو بادونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کینیا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د کینیا سترې محکمې پرېکړه کړې، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او ناقانونه کاروبار په تور د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري. قاضي وویل، چې کینیا د نشه‌يي توکو او وسلو د سوداګرۍ پر ضد نړیوالو تړونونو ته ژمنه ده او د امریکا غوښتنه یې پر همدې بنسټ منلې ده.

قاضي ویلي: «د امریکا غوښتنه چې د کینیا حکومت دې دغه تورن پر امریکا وسپاري، قانوني بنسټ لري».

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې تېر کال د محکمې قاضي د عبدالظاهر قدیر د سپارنې غوښتنه منلې وه. قدیر چې پخوا د افغانستان ولسي جرګې غړی او د لومړي مرستیال په توګه یې کار کړی، په محکمه کې ویلي چې د امریکا لاسوهنې سره یې کلک مخالفت کړی و.

عبدالظاهر قدیر له خپل مدافع وکیل اېډوارډ اونګې سره استدلال کاوه چې د کینیا او امریکا ترمنځ د مجرمینو د تبادلې تړون نشته او باید د هغه سپارنه ونه‌شي. خو د کینیا لوی څارنوال رېنسن انګونګا دا استدلال رد کړ او ویې ویل چې نړیوال تړونونه د کینیا اساسي قانون برخه ده او دا سپارنه قانوني ده.

د محکمې اسناد ښيي چې امریکا د قدیر د نیولو او سپارلو غوښتنه د نیویارک د فدرالي محکمې د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۲۵مې نېټې د نیولو امر پر اساس کړې وه. د افغانستان د ولسي جرګې دا پخوانی مرستیال د اپریل ۱۴مه نېټه په نایروبي کې ونیول شو، چې ویل کېږي د سوداګرۍ لپاره کینیا ته تللی و.

قدیر ادعا کړې چې د قانون تابع تبعه دی، هېڅ ډول جرمي سابقه نه لري او دا تورونه سیاسي انګېزه لري. نوموړي ویلي چې پلار یې عبدالقدیر هم لوړپوړی چارواکی و چې د سیاسي دلایلو له امله وژل شوی و.

امریکا د هغه پر ضد د نشه‌يي توکو د قاچاق، د وسلو او چاودېدونکو توکو د ناقانونه ساتلو او د توطیې تورونه لګولي دي. د کینیا حکومت د امریکا غوښتنه ومنله او د لوی څارنوال دفتر له خوا دا پرېکړه تایید شوه.

د افغانستان د پخواني پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر اوس امریکا ته استول کېږي، ترڅو د فدرالي محکمې پر وړاندې د تورونو ځواب ووایي. دا قضیه د نړیوالو تړونونو د تطبیق او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په برخه کې مهمه بلل شوې ده.

ریچارډ لېنډسي: د افغان ښځو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، ویلي چې هېواد به یې د داسې راتلونکې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې پکې ټول افغانان، په ځانګړي ډول ښځې، په مساوي ډول د زده کړې، ګډون او ونډې اخیستلو فرصتونه ولري.

لېنډسي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د بشري حقونو فعالې، شهرزاد اکبر، ناسته درلوده.

نوموړي وویل، چې د اغلې اکبر نظرونه دافغان ښځو د وضعیت په اړه ډېر مهم دي او نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادولو وړ ده چې لېنډسي تل د افغان مېرمنو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعاليتونو اندېښنه څرګنده کړې

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، ژيل برټرانډ کابل ته د خپل سفر په پای کې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعاليتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دا ډلې د سيمې او نړۍ لپاره ګواښ بلل کېږي.

برټرانډ چې د وري له ۲۸مې تر د غویي تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې و، د خپل سفر پر مهال د طالبانو له يو شمېر چارواکو، د نړيوالو بنسټونو له استازو او د مدني ټولنې له فعالانو سره ليدنې وکړې.

د اروپايي ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دې ټولنې استازي د طالبانو له چارواکو سره د «افغانستان او سيمې د عمومي امنيتي وضعيت» په اړه خبرې اترې کړې دي. په دې خبرپاڼه کې د هغو کسانو له قوله، چې له نوموړي سره يې خبرې کړې وې، راغلي چې «په وروستيو کلونو کې عمومي نظم ښه شوی دی».

د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو له چارواکو سره د «داعش پر ضد مبارزې کې د پرمختګونو» په اړه هم خبرې کړې دي. دا هغه ډله ده چې په روسيه کې پر يوه کنسرټ تالار له مرګوني بريد وروسته، د لوېديځو هېوادونو لپاره جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.

که څه هم د امريکايي او اروپايي چارواکو د ارزونو له مخې طالبان د داعش د ګواښ په مهارولو کې تر يوه بريده بريالي شوي، خو په افغانستان کې د القاعده، د ايغوري جنګيالو او د منځنۍ اسيا د نورو وسله‌والو ډلو شتون د دوی اندېښنې لا زياتې کړې دي. د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو له امنيتي چارواکو سره په ليدنه کې د «يو شمېر ترهګرو ډلو د دوامدار حضور او له پولې هاخوا فعاليتونو» په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه، هغه ډلې چې سيمه‌ييز او ان نړيوال نفوذ لري.

ښاغلي برټراند له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې زغم او د تاوتريخوالي کمولو ته لومړيتوب ورکړي. هغه همدارنګه د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د ساتنې پر اړتيا ټينګار وکړ او دواړو لورو ته يې سپارښتنه وکړه چې د شخړو د حل لپاره خبرې اترې بېرته پيل کړي.

نوموړي د بېلابېلو هېوادونو د منځګړيتوب هڅې هم وستايلې چې په‌کې ترکيه، قطر، سعودي عربستان او چين شامل دي. د اروپايي ټولنې په وينا، په اورومچي ښار کې وروستيو تخنيکي خبرو د کوچني اختر د اوربند په ټينګښت کې مهم رول لوبولی او د سيمې له ثبات سره يې مرسته کړې ده.

د نجونو د زده‌کړو بنديز د تعامل خنډ

د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو له چارواکو سره په ليدنه کې وويل چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړي ډول د نجونو له زده‌کړو محرومول، د نړۍ له خوا له طالبانو سره د اړيکو په عادي کېدو کې تر ټولو ستر خنډ دی.

د هغه په وينا، افغانستان د نړۍ يوازينی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي وروسته له زده‌کړو بې‌برخې کېږي.

هغه خبرداری ورکړ چې دا محدوديتونه د نړيوالو بشري حقونو له اصولو جدي سرغړونه ده او د افغانستان د ټولنې او اقتصاد لپاره به اوږدمهاله او ويجاړوونکې پايلې ولري.

بشري حقونه د خبرو اترو په مرکز کې

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري حقونو موضوع د دې ټولنې د ځانګړي استازي په ټولو ليدنو کې مهم ځای درلود. برټراند يو ځل بيا د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شويو محدوديتونو، لکه په زده‌کړه، کار او ټولنيز ژوند کې د ګډون پر وړاندې بنديزونو، ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

هغه ټينګار وکړ چې دا محدوديتونه نه يوازې د افغانستان د نړيوالو ژمنو سرغړونه ده، بلکې له نړيوالې ټولنې سره د عادي اړيکو د ټينګېدو پر وړاندې يو جدي خنډ هم دی.

دا سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې په وروستيو مياشتو کې د اروپايي ټولنې ځينو غړو هېوادونو له طالبانو سره محدود تماسونه او اړيکې درلودې. د فرانسې خبري اژانس د اروپايي ډيپلوماتيکو سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو يو «تخنيکي پلاوی» ټاکل شوې بروکسل ته سفر وکړي او د غړو هېوادونو له استازو سره وګوري.

د دې ليدنې موخه دا ده چې د افغان کډوالو د ايستلو لپاره زمينه برابره شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمونه يې کړي دي. دا پروګرامونه، سره له دې چې د بشري حقونو بنسټونه او د ملګرو ملتونو سازمان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنې لري، لا هم دوام لري.

د يادونې وړ ده چې دا افغانستان ته د ژيل برټراند درېيم سفر دی او نوموړي تر دې مخکې هم تېر کال کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له چارواکو سره يې ليدنې کړې وې.

طالبانو په کاپ۳۱ غونډه کې د ګډون لپاره له ترکیې د همکارۍ غوښتنه وکړه

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس مطیع‌الحق خالص په قزاقستان کې د «استانه سیمه ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې د ترکیې د چاپېریال ساتنې له مرستیال وزیر سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې په کاپ۳۱ غونډه کې د دوی د ګډون په تړاو همکاري وکړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص په دې کتنه کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې اوسني وضعیت په اړه له معلوماتو ورکړې سربېره د چاپیریال ساتنې په برخه کې یې د ګډې همکارۍ د پراختیا، د تخنیکي تجربو د تبادلې او همداراز د اقلیم بدلون نړۍوال کنفرانس (COP31) کې د افغان پلاوي د ګډون په تړاو چې ټاکل شوې ده، په ترکیې کې ترسره شي، د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ترکیې د چاپېریال ساتنې مرستیال وزیر له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د چاپیریال ساتنې په بېلابېلو برخو کې به له افغانستان سره همکاري وکړي.

طالبانو ته د اقلیمي بدلون په ۳۰مه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو استازي په برازیل کې د اقلیم بدلون نړۍوال کنفرانس کاپ ۳۰ غونډې ته نه‌وو بلل شوي.

وحید عمر: د ډیورنډ داعیې له پاللو پرته په افغانستان کې عملي سیاست او واکمني ستونزمنه ده

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱

د جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر ویاند او سلاکار وحید عمر وايي، هغه کسان چې د لنډمهاله سیاسي ګټو لپاره د ډیورند د رسمیت پېژندنې بحثونه راپورته کوي، که سبا د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شي، بېرته به له خپلې خبرې پر شا شي.

وحید عمر وايي، چې په افغانستان کې په تېرو ۷۰ کلونو کې هېڅ داسې معقول سیاستوال نه دی تېر شوی چې له پاکستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره یې د ډیورنډ کرښې رسمیت پېژندل د حللارې په توګه وړاندیز کړي وي.

د نوموړي په وینا، «« دا کټ مټ داسې ده لکه یو معقول پاکستانی سیاستوال چې هېڅکله په جمو او کشمیر کې د هند حاکمیت د حللارې په توګه نه مني».

عمر ویلي، د ۱۹۹۱، ۱۹۹۶ او ۲۰۲۱ کال هغه حکومتونه چې د پاکستان په ملاتړ واک ته ورسېدل، د ډیورنډ له رسمیت پېژندنې یې شاتګ کړی دی.

وحید عمر ویلي، چې د ډیورنډ اتیا کلنه رېښه لرونکې داعیه د افغانستان د معاصر سیاست یو نه بېلېدونکی جز ګرځېدلی دی او هغه کسان چې د لنډمهاله سیاسي ګټو یا فرصتونو لپاره د ډیورنډ د رسمیت پېژندنې بحثونه راپورته کوي، که سبا د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شي، بېرته به له خپلې خبرې پر شا شي.

د ډیورنډ کرښې په اړه د سیاسیونو او افغانانو ترمنځ نیوکې او ناندارۍ هله راپورته شوې، چې د وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل،«ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني».