بریټانیا له افغانستان څخه د افغان کورنیو د لېږد بهیر درولی

بریټانیا د هغو افغان کورنیو د لیږد بهیر ځنډولی چې له بریټانیايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله د بیا میشتونې او لېږد لپاره وړ بلل شوي وو.

بریټانیا د هغو افغان کورنیو د لیږد بهیر ځنډولی چې له بریټانیايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله د بیا میشتونې او لېږد لپاره وړ بلل شوي وو.
د انډیپنډنټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، اړونده وکیلان او د قضیو مسوولان وايي چې دغه کورنۍ اوس له افغانستان نه د ایستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د دوی د لیږد پروسه درول شوې ده.
دا موضوع د بریټانیا په ستره محکمه کې هم یاده شوې او ویل شوي چې ځینې افغانان چې مخکې یې د پناه غوښتنه منل شوې وه، اوس په نامعلوم حالت کې پاتې دي.

د جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر ویاند او سلاکار وحید عمر وايي، هغه کسان چې د لنډمهاله سیاسي ګټو لپاره د ډیورند د رسمیت پېژندنې بحثونه راپورته کوي، که سبا د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شي، بېرته به له خپلې خبرې پر شا شي.
وحید عمر وايي، چې په افغانستان کې په تېرو ۷۰ کلونو کې هېڅ داسې معقول سیاستوال نه دی تېر شوی چې له پاکستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره یې د ډیورنډ کرښې رسمیت پېژندل د حللارې په توګه وړاندیز کړي وي.
د نوموړي په وینا، «« دا کټ مټ داسې ده لکه یو معقول پاکستانی سیاستوال چې هېڅکله په جمو او کشمیر کې د هند حاکمیت د حللارې په توګه نه مني».
عمر ویلي، د ۱۹۹۱، ۱۹۹۶ او ۲۰۲۱ کال هغه حکومتونه چې د پاکستان په ملاتړ واک ته ورسېدل، د ډیورنډ له رسمیت پېژندنې یې شاتګ کړی دی.
وحید عمر ویلي، چې د ډیورنډ اتیا کلنه رېښه لرونکې داعیه د افغانستان د معاصر سیاست یو نه بېلېدونکی جز ګرځېدلی دی او هغه کسان چې د لنډمهاله سیاسي ګټو یا فرصتونو لپاره د ډیورنډ د رسمیت پېژندنې بحثونه راپورته کوي، که سبا د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شي، بېرته به له خپلې خبرې پر شا شي.
د ډیورنډ کرښې په اړه د سیاسیونو او افغانانو ترمنځ نیوکې او ناندارۍ هله راپورته شوې، چې د وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل،«ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني».
په کاپیسا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال له چاودنې وروسته د تګاب د پاینده خېلو د خیرالناس مدرسې دوه طالبان زیارمل او محمد عاصم او د حزب الله په نامه یو استاد نیولي او له ځان سره یې وړي دي.
سرچینو د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه وویل، چې د طالبانو استخباراتو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال له چاودنې وروسته د تګاب د پاینده خېلو کلي د خیرالناس مدرسې دوه زده کوونکي؛ زیارمل د مطیع الله زوی، د باباخېلو کلي اوسېدونکی او عاصم د قاري سپين اغا زوی، د کارجنه کلي اوسېدونکی، له ځان سره وړي دي.
سرچینې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د مدرسې یو استاد حزب الله، چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، هم له ځان سره وړی دی.
د سې شنبې په ورځ ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د پاینده خېلو کلي په خیرالناس مدرسه کې ددغه ولایت لپاره د طالبانو پر والي احسان الله بریال بمي چاودنه شوې ده. د طالبانو والي دې مدرسې ته د یوې فاتحې لپاره تللی و.
په دې چاودنه کې د یو کس د ټپي کېدو راپورونه ور کړل شوي دي.
ځايي اوسېدونکو د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې چاودنه ډېره ځواکمنه وه او له چاودنې وروسته طالبانو د مدرسې شاوخوا ته څوک نه پرېښودل.
په پېښه کې د طالبانو والي ته زیان نه دی اوښتی او له چاودنې وروسته نوموړي په یوه ویډیو کې دا «تبلیغات» وبلل.
یو عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو پر والي چاودنه د اوداسه کولو پرمهال شوې وه.
د طالبانو د کاپیسا والي احسان الله بریال چې په حاجي قاري بریال مشهور دی، ددغه ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ویلي، چې نړۍ د ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ په حال کې ده او افغانستان هم باید په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ وساتي. نوموړي ویلي، چې که د ټکنالوژۍ په پرمختګ کې اخلاقي ارزښتونه په نظر کې ونه نیول شي، ښايي د پناه کېدو لامل شي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټنې اخیستنې په کنفرانس کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د ټکنالوژۍ پر ګړندي پرمختګ ټینګار کړی او وايي، که یاده ډله په اوسنۍ ټکنالوژۍ کې خپل اخلاقي ارزښتونه ونه ساتي، ښايي همدا ټکنالوژي یې د پناه کېدو لامل شي.
نوموړي ویلي، چې که افغانستان غواړي له نړۍ سره سیال شي، نو د ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې باید خپلې هڅې ګړندۍ وساتي.
نعماني زیاته کړې:«تر ټولو مهم معیار چې اسلام د هغه درس راکړی او هم انسانیت هغه اخلاق دي چې په هر شکل وي، هلته باید زموږ دا ارزښتونه پکې وساتل شي. په ټولو ابتکاراتو کې باید هغه ځای پر ځای شي او که ځای پر ځای نه شي، همغه ټکنالوژي چې موږ یې د پرمختګ سرچینه بولو، ښايي زموږ د پناه کېدو لامل وګرځي».
نوموړي پر داسې مهال په افغانستان کې د ټکنالوژۍ پرمختګ پر دوامداره ساتلو باندې ټینګار کړی، چې د سیمې په کچه افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې د شاته پاتې هېوادونو له ډلې ګڼل کېږي او یادې ډلې د نورو محدودیتونو ترڅنګ د انټرنېټ کارونه هم محدوده کړې ده.
په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو پاکستان ته د ایران او امریکا د خبرو اترو پرمهال د افغانستان له خاورې نه د ډرون الوتکو د نه ور تګ ډاډ ورکړی. د سرچینو په وینا، دغه پیغام د چین له لارې اسلاماباد ته رسول شوی.
د طالبانو یوې رسمي سرچینې د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه ویلي چې د پاکستان حکومت د چین له لارې طالبانو ته پیغام لېږلی او خبر یې ورکړی چې له داسې اقداماتو ډه وشي چې د اسلاماباد امنیتي وضعیت ګډوډولی شي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دغه پیغام کې د پاکستان وضعیت «ډېر حساس» بلل شوی او ویل شوي چې «تر ټولو کوچنۍ محاسبوي تېروتنه هم کولای شي سخت غبرګونونه راوپاروي.»
سرچینو زیاته کړې چې دا خبرداری د افغانستان له خاورې د ډرون فعالیتونو په اړه د اندېښنو له امله ورکړل شوی دی.
د دوی په وینا، طالبانو د چین له لارې پاکستان ته تضمین ورکړی چې د دغه هېواد پر ضد به هېڅ ډول ډروني فعالیت نه کېږي.
خو طالبانو دا ژمنه په دې شرط کړې چې پاکستان به پر افغانستان هوايي بریدونه، بمبارۍ او د توپونو ډزې بیا نه پیلوي.
بلخوا، اسلاماباد چې د سولې د خبرو د کوربه توب لپاره د چمتووالی په درشل کې دی، د امنیت د ټینګښت لپاره له ۲۰ زرو ډیر امنیتي سرتېري ګومارلي دي. سره له دې چې ضد او نقیض څرګندونې شوې، خو تمه ده چې د خبرو دویم پړاو به د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې پیل شي.
تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس هم له ایران سره د نویو خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي، خو تراوسه دغه سفر نه دی شوی.
پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ډیورنډ کرښې په تړاو د یو شمېر سیاسیونو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې دې د ملي یووالي ساتلو په موخه له اختلاف پاروونکو بحثونو او یو بل ته له بد رد ویلو په کلکه ډډه وشي.
نوموړي پر خپل اېکس لیکلي، چې افغانستان تر بل هر خت ملي یووالي او یو موټي کېدو ته اړتیا لري.
سیاف وايي، چې افغانان باید یو بل ته د سپکاوي ډکو القابو له کارولو ډډه وکړي.
دغه پخواني جهادي مشر د ډیورنډ کرښې او نورو ملي مسایلو په اړه ویلي، چې د اختلافي مسایلو په تړاو دې بحثونه د اوس لپاره ودرول شي.
سیاف زیاته کړې:«اجازه ورکړئ کله چې زموږ ویاړلی ملت بېرته عادي حالت ته وګرځي، نو پخپله به د ډیورنډ کرښې او نوو مهمو او بنسټیزو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي».
د ډیورنډ کرښې په اړه د سیاسیونو او افغانانو ترمنځ نیوکې او ناندرۍ هله راپورته شوې، چې د وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل، «ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني».