برټرانډ چې د وري له ۲۸مې تر د غویي تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې و، د خپل سفر پر مهال د طالبانو له يو شمېر چارواکو، د نړيوالو بنسټونو له استازو او د مدني ټولنې له فعالانو سره ليدنې وکړې.
د اروپايي ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دې ټولنې استازي د طالبانو له چارواکو سره د «افغانستان او سيمې د عمومي امنيتي وضعيت» په اړه خبرې اترې کړې دي. په دې خبرپاڼه کې د هغو کسانو له قوله، چې له نوموړي سره يې خبرې کړې وې، راغلي چې «په وروستيو کلونو کې عمومي نظم ښه شوی دی».
د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو له چارواکو سره د «داعش پر ضد مبارزې کې د پرمختګونو» په اړه هم خبرې کړې دي. دا هغه ډله ده چې په روسيه کې پر يوه کنسرټ تالار له مرګوني بريد وروسته، د لوېديځو هېوادونو لپاره جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.
که څه هم د امريکايي او اروپايي چارواکو د ارزونو له مخې طالبان د داعش د ګواښ په مهارولو کې تر يوه بريده بريالي شوي، خو په افغانستان کې د القاعده، د ايغوري جنګيالو او د منځنۍ اسيا د نورو وسلهوالو ډلو شتون د دوی اندېښنې لا زياتې کړې دي. د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو له امنيتي چارواکو سره په ليدنه کې د «يو شمېر ترهګرو ډلو د دوامدار حضور او له پولې هاخوا فعاليتونو» په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه، هغه ډلې چې سيمهييز او ان نړيوال نفوذ لري.
ښاغلي برټراند له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې زغم او د تاوتريخوالي کمولو ته لومړيتوب ورکړي. هغه همدارنګه د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو د ساتنې پر اړتيا ټينګار وکړ او دواړو لورو ته يې سپارښتنه وکړه چې د شخړو د حل لپاره خبرې اترې بېرته پيل کړي.
نوموړي د بېلابېلو هېوادونو د منځګړيتوب هڅې هم وستايلې چې پهکې ترکيه، قطر، سعودي عربستان او چين شامل دي. د اروپايي ټولنې په وينا، په اورومچي ښار کې وروستيو تخنيکي خبرو د کوچني اختر د اوربند په ټينګښت کې مهم رول لوبولی او د سيمې له ثبات سره يې مرسته کړې ده.
د نجونو د زدهکړو بنديز د تعامل خنډ
د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو له چارواکو سره په ليدنه کې وويل چې د بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړي ډول د نجونو له زدهکړو محرومول، د نړۍ له خوا له طالبانو سره د اړيکو په عادي کېدو کې تر ټولو ستر خنډ دی.
د هغه په وينا، افغانستان د نړۍ يوازينی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو بېبرخې کېږي.
هغه خبرداری ورکړ چې دا محدوديتونه د نړيوالو بشري حقونو له اصولو جدي سرغړونه ده او د افغانستان د ټولنې او اقتصاد لپاره به اوږدمهاله او ويجاړوونکې پايلې ولري.
بشري حقونه د خبرو اترو په مرکز کې
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې د بشري حقونو موضوع د دې ټولنې د ځانګړي استازي په ټولو ليدنو کې مهم ځای درلود. برټراند يو ځل بيا د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شويو محدوديتونو، لکه په زدهکړه، کار او ټولنيز ژوند کې د ګډون پر وړاندې بنديزونو، ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
هغه ټينګار وکړ چې دا محدوديتونه نه يوازې د افغانستان د نړيوالو ژمنو سرغړونه ده، بلکې له نړيوالې ټولنې سره د عادي اړيکو د ټينګېدو پر وړاندې يو جدي خنډ هم دی.
دا سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې په وروستيو مياشتو کې د اروپايي ټولنې ځينو غړو هېوادونو له طالبانو سره محدود تماسونه او اړيکې درلودې. د فرانسې خبري اژانس د اروپايي ډيپلوماتيکو سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو يو «تخنيکي پلاوی» ټاکل شوې بروکسل ته سفر وکړي او د غړو هېوادونو له استازو سره وګوري.
د دې ليدنې موخه دا ده چې د افغان کډوالو د ايستلو لپاره زمينه برابره شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمونه يې کړي دي. دا پروګرامونه، سره له دې چې د بشري حقونو بنسټونه او د ملګرو ملتونو سازمان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنې لري، لا هم دوام لري.
د يادونې وړ ده چې دا افغانستان ته د ژيل برټراند درېيم سفر دی او نوموړي تر دې مخکې هم تېر کال کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له چارواکو سره يې ليدنې کړې وې.