په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي

د بدخشان ولایت د کوفاب او راغستان ولسوالیو ترمنځ په «اقوبه شاله» سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د بدخشان ولایت د کوفاب او راغستان ولسوالیو ترمنځ په «اقوبه شاله» سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند احسانالله کامګار په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د قربانیانو جسدونه یې له واورو را اېستلي دي.
هغه زیاته کړې، چې د مړو جسدونه د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
بدخشان چې یو غرنی ولایت دی، هر کال د ژمي او پسرلي په موسمونو کې د واورې ښویېدنې له ورته پېښو سره مخ وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هلمند له سفر وروسته په زابل کې د یادې ډلې د بنسټګر او پخواني مشر ملا عمر مجاهد د قبر له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده. د ملا عمر د قبر د رغونې چارې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې دي.
سراج الدین حقاني د هلمند له سفر وروسته، تېره ورځ زابل ولایت ته سفر وکړ او د چارشنبې په ورځ یې د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د طالبانو د بنسټګر او پخواني مشر ملا عمر له قبر څخه لیدنه کړې ده.
طالب سرچینو ویلي، چې زابل ته د نوموړي سفر رسمي بڼه نه لرله او یوازې یې په دغه ولایت کې د والي له مرستیال سره کتلي دي.
طالب سرچینو زیاته کړې، چې سراج الدین حقاني نن سهار کابل ته د سفر پرمهال د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د ملا عمر د قبر له رغنیزو چارو لیدنه کړې او د قبر د رغونې پر چارو، ساتنې او پالنې یې ټینګار کړی دی.
طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د ملا عمر د قبر ځای اعلان کړ او له هغه وروسته یې د قبر په شاوخوا کې د جومات، استراحت ځای او نورې ودانۍ جوړې کړې.
همدارنګه طالبانو د زابل د سیوري ولسوالۍ له مرکز څخه د ملامحمد عمر تر قبره پورې اته کیلومتره پوخ سړک هم رغولی دی.
ځايي سرچینې وايي، چې د ملا عمر له قبر څخه هره ورځ لسګونه کسان لیدنه کوي او د قبر د امنیت ساتلو لپاره هم لسګونه کسان په دنده ګومارل شوي دي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په تخار ولایت کې په یوه غونډه کې یوځل بیا ویلي، چې پاکستان غواړي ډیورنډ کرښه په سرحد بدله شي، خو نوموړی وايي، داسې به ونه شي. نوري وايي، دوی له چا سره د جګړې اراده نه لري، خو د هېواد دفاع د سر په بیه کوي.
د طالبانو د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو وزیر، چې په دې ورځو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې قومي غونډو ته ویناوې کوي، په تخار کې تازه په یوه غونډه کې ویلي، چې پاکستان غواړي ډیورنډ کرښه په سرحد بدله شي، خو دا سرحد نه دی او نه به شي.
نوري غونډې ته په خبرو کې وویل، « د پاکستان شوم اهداف دادي چې په افغانستان کې مستحکم حکومت رانه شي، غواړي ډیورنډ کرښه سرحد شي، دا رسمي سرحد نه دی او نه به شي».
د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو وزیر وویل، چې دوی د جګړې اراده نه لري، خو که مقابل لوری پرې جګړه وتپي، دفاع پرې فرض عین ده او د خپلې لوېشت لوېشت خاورې ساتنه او دفاع به د سر په بیه کوي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس مهال له بشپړ امنیت او خپلواکۍ څخه برخمن دی او ولسونه دده په وینا، خپلو هیلو ته، چې د اسلامي نظام راتګ و، رسېدلي دي.
په دې غونډه کې چې د اسلامي نظام د پېژندنې او ارزښتونو په نامه جوړه شوې وه، ملا نورالله نوري وویل چې افغان ولسونه د هر ډول ننګونو پر وړاندې ولاړ دي او د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر ډول سرښندنې ته چمتو دي.
د طالبانو د قبایلو چارو وزیر له دې وړاندې هم په یوه غونډه کې ویلي و، چې پاکستان غواړي د جګړې او نښتو له لارې نړیوال منځګړي راولي او ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه ورسره ومنل شي.
ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ لانجمنه کرښه ده، چې افغان حکومتونو او په سیمه کې پرتونو قومونو له تېرو ۷ لسیزو راهیسې رد کړې ده، خو پاکستان دغه کرښه نړیوال سرحد ګڼي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په تړاو د طالبانو له استازو سره د اروپایي ټولنې د خبرو اترو پر رپوټونو اندېښمن دی. بېنېټ وايي، هر ډول جبري ستنول د « بېرته نه ستنونې» اصل ګواښي.
بېنېټ ټینګار کړی چې د اوسني وضعیت له مخې د پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول د ښځو، د بشري حقونو د فعالانو او پخوانیو دولتي کارکوونکو جبري ستنول جدي بشري او قانوني ګواښونه لري.
د بېنېټ په وینا، دمګړۍ په افغانستان کې له بشري حقونو پراخې سرغړونې روانې دي.
په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي اتحادیې ترمنځ افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه خبرې وشي.
فرانس پرېس د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ممکن د طالبانو استازي له دوبي وړاندې راوبلل شي.
همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو پلاوی به یو تخنیکي ټیم وي.
د طالبانو د استازو دا احتمالي سفر، چې د اروپایي کمیسیون او څو غړو هېوادونو له خوا همغږی کېږي، داسې مهال دی، چې اروپایي استازو افغانستان ته دوه ځلې سفرونه کړي دي، څو وڅېړي چې ایا له اروپایي اتحادیې څخه افغانان خپل هېواد ته استول کېدای شي او که نه.
اړوندو سرچینو ویلي چې اروپایي استازي اوس د الوتنو په اړه معلومات راټولوي، د کابل د هوايي ډګر ظرفیت ارزوي او له طالبانو سره دا هم څېړي چې له راستنېدونکو کسانو سره به څه کېږي.
تر اوسه پورې اروپایي کمیسیون طالبانو ته رسمي بلنه نه ده لېږلې، خو دغو پلان شویو اخراجونو ډېرې اندېښنې راپارولې دي.
د بشري حقونو سازمانونو په وینا، افغانستان دا مهال له یوه بشري ناورین سره مخ دی، چې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو وضعیت لا پسې خراب کړی دی. سربېره پر دې، اروپایي اتحادیه د طالبانو اداره په رسميت نه پېژني.
طالبانو د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په رباط، بي بي جانې، چټو، صالحان او ډک سیمو او دغه راز په خانشین، دیشو ولسوالیو او د کندهار په ځینو سرحدي سیمو کې د نویو پوستو د جوړولو کار پیل کړی دی.
د طالبانو د ۲۱۵ قول اردو اعلان وکړ، چې د یادې قول اردو د اووم نمبر سرحدي لوا قوماندان عبدالشکور بالي په مشرۍ پلاوي له دغو پوستو لیدنه کړې ده.
د یادې اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړي د هلمند ولایت د بهرامچې په رباط، بي بي جانې، چټو، صالحان او ډک سیمو کې د نویو جوړیدونکو پوستو بهیر له نږدې کتلی.
سرچینو ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو شخړو وروسته دې ډلې د هلمند د بهرامچي ولسوالۍ ترڅنګ، په خانشین، دیشو او د کندهار په ځینو سرحدي ولسوالیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نویو پوستو جوړولو شمېر ډیر کړی دی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو شخړو له کونړ نه تر هلمند پورې په سرحدي ولایتونو کې د دواړو غاړو ګڼې امنیتي پوستې په ډزو او جګړه کې هم ورانې شوې دي.
تر اوسه د نویو جوړېدونکو پوستو شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو ډېر ځله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پوستو پر جوړولو شخړې رامنځته کیږي.
وړاندې هم طالبانو په سرحدي ولسوالیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لسګونه نوې پوستې جوړې کړې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني اړیکه کې د ایران او امریکا د خبرو اترو د روان بهیر په تړاو غږېدلی او د خبرو اترو له لارې د ستونزو اواری یې رغنده ګام بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه وویل، چې مولوي امیرخان متقي د دوهاړخیزو همکاریو روان بهیر مثبت او مخ پر وړاندې ارزولی دی.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او په نورو برخو کې د همکاریو له پراخېدو خوښي ښولې ده.
متقي د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتوترمنځ د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند رغنده ګام بللی او ټینګار یې کړی چې شته ستونزې باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې سید عباس عراقچي د دوهاړخیزو اړیکو پرمختګونه وستایل او د دغو اړیکو د لا پراختیا په اړه یې خپل نظرونه له افغان لوري سره شریک کړل.
وزرت وايي، په دغه ټلیفوني تماس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر متقي ته د ایران او امریکا ترمنځ د روانو مذاکراتو د وروستي وضعیت په اړه معلومات هم ور کړي دي.