• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کار نړۍوال سازمان: د ۲۰۲۵کال سېلابونو په پاکستان کې ۳.۳ مېلیونه دندې له‌منځه وړې دي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۴۱ GMT+۱

د کار نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ويلي، چې په پاکستان کې د تېر ۲۰۲۵کال سېلابونو له امله نږدې ۳.۳ مېلیونه دندې یا له‌منځه تللې او یا هم سختې زیانمنې شوې دي.

د راپور له مخې؛ د دندو تر ټولو لویه برخه ۲۸ سلنه په لرو پرتو کلیوالو سیمو کې له‌منځه تللې، د کرنې څانګه تر ټولو ډېره زیانمنه شوې او ورپسې خدماتي او صنعتي سکتورونه راځي.

یاد سازمان وايي، دغه ارزونه د پنجاب او خیبر پښتونخوا په ۱۴ سختو اغېزمنو ولسوالیو کې ترسره شوې چې له ډلې يې نهه ولسوالۍ د پنجاب ایالت دي. د راپور له مخې؛ که څه هم ایالتي حکومتونو په دې برخه کې بېړني ګامونه اخیستي او ځینې مرستې یې برابرې کړې؛ خو لاهم اړتیا ده چې د عاید او ژوند د بېرته رغونې لپاره پراخ او دوامدار ګامونه پورته شي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان کې د افغان کان‌کېندونکو ناوړه وضعیت؛ یوازې تېره میاشت ۴ کان‌کېندونکي مړه شوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
بلوچستان کې د افغان کان‌کېندونکو ناوړه وضعیت؛ یوازې تېره میاشت ۴ کان‌کېندونکي مړه شوي
100%

په روانه میاشت کې د‌ بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانونو کې د پېښو له امله څلور افغان کان کېندونکي مړه شوي دي. د پاکستان د کارګرو فدراسیون د‌ بلوچستان څانګې سرمنشي پیرمحمد کاکړ په دې اړه وایي، چې د یادو پېښو لوی لامل په کانونو کې د خوندیتوب مناسبو اسانتیاوو نشتوالی دی.

نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د سکرو په بېلابېلو کانو کهوسټ، شاهرک، هرنايي، دکۍ، چمالنګ، مچ او د کوټې مارواړ کې په ګڼ شمېر افغان کان کېندونکي کار کوي؛ خو یاد کان کېندونکي د پاکستان په کومه اداره کې ثبت نه‌دي، نو له دې امله دوی له هر حق نه بې‌برخې دي.

نوموړي زیاته کړه، که چېرته په کومه پېښه کې افغان کان کېندونکی مړ یا ژوبل شي؛ نو کورنۍ یې هغه پیسې نه‌شي ترلاسه کولای، کومې چې د حکومت له‌خوا د پېښو تر رامنځته کېدو وروسته د د قربانیانو کورنیو ته ورکړل کېږي.

د هغه په وینا؛ په یادو پېښو کې د قربانیانو کورنیو ته شپږ لکه کلدارې د شرکت له‌خوا ورکول کېږي او د کارګرو دولتي ادارې له‌خوا لس لکه روپۍ ورکول کېږي؛ خو افغان کان کېندونکي بیا له دغه مرستې بې‌برخې دي.

پیر محمد کاکړ وويل، د کارګرو نړۍوالې ادارې په قانون کې ښکاره لیکل شوي چې کارګر که ځايي وي یا کډوال په تنخوا کې به يې توپیر نه‌وي او برابره تنخوا به ورکول کېږي. پیر محمد کاکړ په دې اړه وويل، د کان مالکان د افغان کارګرو له دې مجبوریته ګټه پورته کوي؛ ځکه دوی له حکومته په پټه کار کوي او له ځايي کان کېندونکو کمه تنخوا اخلي.

‌‌د یادونې وړ ده، چې افغان کارګرو لپاره د روغتیا او د هغوی د ماشومانو لپاره د زده‌کړو کومه اسانتیا هم نه‌شته.

د بلوچستان سر وزیر: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دې بشپړ شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱
د بلوچستان سر وزیر: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دې بشپړ شي
100%

د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي یوې غونډه کې له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر و ارزاوه. ښاغلي بګټي یادې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، باید د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په ډاډمنه توګه پای ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوال وايي دوی د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو له لوري ځورول کېږي او نه‌شي کولای چې خپل ورځني کارونه په بشپړه توګه ترسره کړي او له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.

بل لور ته د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات هم دوام لري.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال حمزه شفقات تر دې وړاندې په یوې خبري ناسته کې ویلي و، چې له بلوچستان نه تر دې مهاله ۹ لکه او ۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.

نواز شريف: په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په ۱۵ کلنې واکمنۍ کې هېڅ کار ندی شوی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱
نواز شريف: په پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په ۱۵ کلنې واکمنۍ کې هېڅ کار ندی شوی
100%

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د مسلم ليګ ن ګوند مشر، نواز شريف په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند پر 15 کلنې واکمنۍ نيوکې کړي او ویلي یې دي چې په یاده موده کې دغه ګوند په پښتونخوا کې هيڅ کار نه دی کړی.

نواز شريف نن د سه شنبې په ورځ يوې غونډې ته په وينا کې وویل، چې ايا خېبرپښتونخوا کې خلک ارامه ساه اخلي؟ ايا هلته بنسټيزې اسانتياوې شته؟ او که هلته د زده کړو، عامې روغتيا، درملو او ترانسپورت په برخه کې تشې ادعاوې کيږي.

هغه زياته کړه، خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف په واکمنۍ او ادعاو باندې ټول خلک خبر دي.

هغه ويلي، هلته ځمکنی وضعيت بدل دی ځکه پرې د پوښتنو راولاړولو حق لري.

خېبرپښتونخوا کې ډیری خلک د تحریک انصاف ګوند له حکومت څخه شکايت کوي، چې د مرکز له خوا ورته پوره پيسې نه ورکول کیږي.

د عبدالله عبدالله پخوانی ویاند: پاکستان له خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژنو

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
د عبدالله عبدالله پخوانی ویاند: پاکستان له خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژنو
100%

د عبدالله عبدالله پخواني ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي ویلي چې پاکستان د خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژني او ټینګار یې کړی چې له اسلام اباد سره باید هېڅ ډول سرحدي شخړه موجوده نه وي.

رحیمي پر خپل ایکس له افغانستان سره د پاکستان د اوسنیو ځینو سیمو د یوځای کېدو پر غوښتنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع دده په وینا، «ملي غوښتنه» نه ده، بلکې یوازې د یوې محدودې ډلې له خوا تعقیبېږي.

هغه زیاته کړې چې د «پښتونستان» موضوع د افغانستان د ځینو پښتنو له لوري مطرح کېږي، خو دا د ده په وینا، د « تاجکانو، هزاره‌ وو، ازبکانو او نورو قومونو غوښتنه نه ده».

د نوموړي په وینا، ځینې کسان هڅه کوي دا موضوع پر نورو وتپي، خو د سیمې د نفوس او سیاسي واقعیتونو له مخې دا ډول ادعاوې له واقعیت سره سمې نه دي.

رحیمي ویلي: «موږ پاکستان له خپلو اوسنیو پولو سره په رسمیت پېژنو او له هېڅ هېواد سره سرحدي او ځمکنۍ شخړه نه لرو، بلکې د هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل په خبرو اترو او همکارۍ کې وینو، نه په وېش او نیابتي جګړو کې.»

انځوریز راپور: په کوټه کې هغه کلی چې د افغان کډوالو له پرېښودو وروسته په کنډواله بدل شوی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
انځوریز راپور: په کوټه کې هغه کلی چې د افغان کډوالو له پرېښودو وروسته په کنډواله بدل شوی
100%

د کوټې په قادري‌اباد سیمه کې د افغان کډوالو له پرېښېدو وروسته دغه پنډغالی اوس په کنډواله اوښتی او دامهال لږ شمېر کورنۍ په‌کې مېشتې دي. له دغه پنډغالي تر ۶زره ډېرې کورنۍ وتلې او افغانستان ته ستنې شوې دي. ځایي اوسېدونکي وايي، ژوند تر پخوا ناکراره شوی دی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو دا ځل په یو انځور راپور کې د کوټې قادري‌اباد سیمه کې د هغه پنډغالي د اوسني وضعیت تصویر وړاندې کوي، چې افغان کډوال ترې وتلي او اوس تش تور ولاړ دی.

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال وايي، په یاد پنډغالي کې داسې کورنۍ هم وې چې تر ۴۰ کلونو زیات وخت یې دلته تېر کړی. د هغه په خبره، همدې خلکو کلونه وړاندې یو ویجاړ کلی اباد کړ؛ خو د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته دغه سیمه خاموشه شوې او سوړ شوی دی.

د خلکو په خبره؛ له دغه پنډغالي نه د افغانانو له وتلو وروسته کاروبار صفر شوی، رش او شور ختم شوی او ان پر سړکونو او څلور لارو یې اغېز کړی او تش شوي دي. د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال د دغه پنډغالي شاوخوا وضعیت په انځورونو کې را اخیستی.

100%

په کوټه کې هغه کلی چې افغان کډوال ترې وتلي اوس تش تور ولاړ دی.

100%

د زرګونه کورنیو تر ستنېدو وروسته د افغان کډوالو پنډغالی

100%

په یاد پنډغالي کې د لږشمېر پاتې افغانانو د کورونو یو څنډه او یو ماشومه کډواله

100%

د کوټې په قادري‌اباد سیمه کې د افغان کډوالو د اوسېدو یوه څنډه

100%

په همدې پنډغالي کې مېشت لږ شمېر افغان نارینه د سړک پر غاړه مېوه او سبزیجات پلوري

100%

د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه کور څو میاشتې وړاندې یوه اباده مېنه وه چې د افغانانو له وتلو وروسته اوس کنډواله شوې ده.

100%

په قادري اباد سیمه کې دوه کډوال ماشومان پر هغو مېنو ولاړ دي، چې یو مهال یې د همدې سیمې له لسګونه نورو ماشومانو سره ګډې لوبې کولې.

100%

د افغانانو همدې پنډغالي ته څېرمه د قادري‌اباد سیمې عمومي لار؛ ځایي خلک وايي دلته پخوا ګڼه ګوڼه زیاته وه خو اوس د افغانانو له تګ وروسته دغه سړک او بازار سوړ شوی دی.

100%

په پنډغالي کې د افغانانو له وتلو وروسته د هغوی نړېدلي کورونه

100%

ځايي اوسېدونکي‌ وايي، چې له دغه پنډغالي څخه د افغانانو د وتلو پرمهال هغوی د خپلو کورونو مهمې برخې ویجاړې کړې؛ تر څو بوټي، کړکۍ او دروازې له ځان سره انتقال او ترې استفاده وکړي.

100%

قادري‌اباد د کوټې ښار له مهمو سیمو څخه ګڼل کېږي، چې زیاتره افغان کډوال په‌کې مېشت وو. په انځورونو کې لیدل کېږي، چې اوس له بشپړې چوپتیا او ویجاړۍ سره مخ دی. د ځايي خلکو په خبره؛ د افغان کډوالو له وتلو سره، د سیمې اقتصادي وضعیت هم سخت اغېزمن شوی دی. پخوا به په یادې سیمې واړه کاروبارونه، هټۍ او ورځني کارونه روان وو؛ خو اوس ډېری بازارونه تړل شوي او د خلکو د عاید سرچینې له‌منځه تللې ده.

ځايي اوسېدونکي وایي، چې د افغانانو حضور نه یوازې د سیمې د اقتصاد لپاره مهم و؛ بلکې ټولنیز ژوند هم ورسره تړلی و. د افغان کډوالو د ستنېدو لاملونه د حکومتي فشارونو، د اسنادو نشتوالي او د بېرته ستنېدو د پروګرامونو سره تړاو لري، چې له امله یې زرګونه کورنۍ اړې شوې خپلې کلونه کلونه جوړې کړې مېنې پرېږدي.

قادري‌اباد اوس د هغو کورنیو د تېر ژوند یو خاموش یاد پاتې شوی، چې هلته یې څو لسیزې تېرې کړې وې.