• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان غواړي له روسیې سره په «کازان فورم» کې درې تړونونه لاسلیک کړي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱

طالبان پلان لري چې د روان کال په مې میاشت کې له روسیې سره د «روسیه-اسلامي نړۍ: کازان فورم ۲۰۲۶» په ترڅ کې درې اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي. په تړونونو کې د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د یوې روسۍ کمپنۍ پانګونه او د روسي محصولاتو او تېلو پېرل شامل دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې په دغو تړونونو کې به د روسي تېلو، محصولاتو او کرنیزو توکو د پېرلو تر څنګ، د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د یوې روسۍ ودانیزې کمپنۍ پانګونه هم شامله وي.

د روسي رسنیو د رپوټونو له مخې، د طالبانو پلاوی لومړی ځل په ۲۰۲۴ کال کې د تاتارستان د مشر رستم مینیخانوف په بلنه کازان ته ولاړ، خو هغه مهال د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله د سفر بهیر له ستونزو سره مخ شوی و.

په ۲۰۲۵ کال کې بیا د طالبانو پلاوی د دغه فورم له لویو ګډونوالو څخه و او د همدې غونډې په پایله کې د روسي او افغان شرکتونو ترمنځ د تېلو د استخراج او پروسس په برخه کې تړون لاسلیک شوی و.

ټاکل شوې چې په سږني فورم کې لسګونه هېوادونه او د روسیې ګڼې سیمې ګډون وکړي.

د «روسیه – اسلامي نړۍ: کازان فورم ۲۰۲۶» اوولسم نړیوال اقتصادي فورم به د مې له ۱۳ څخه تر ۱۵مې پورې د تاتارستان په پلازمېنه کې جوړ شي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

عبدالسلام حنفي: د محصل او طالب ترمنځ هېڅ توپیر نشته

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۶ GMT+۱
عبدالسلام حنفي: د محصل او طالب ترمنځ هېڅ توپیر نشته
100%

په داسې حال کې د پوهنتونونو او لېسو زده کوونکي شکایت کوي، چې طالبان یې لونګۍ او خولۍ پرسر کولو ته اړ باسي، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، نور د پوهنتون د محصل او د مدرسې د طالب ترمنځ هېڅ توپیر نشته او د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن کم شوی دی.

عبدالسلام حنفي جوزجان ته د سفر پرمهال د محصلانو او د پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان کې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن کم شوی او اوس د محصل او د طالب ترمنځ هېڅ توپیر نشته.

حنفي زیاته کړې:«نور د محصل او طالب ترمنځ، د مکتب او مدرسې ترمنځ، د عالم او د پوهنتون د استاد ترمنځ هېڅ توپیر نشته. دا هغه څه وو، چې د هېواد او اسلام دښمنانو جوړ کړي وو».

وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې محصلانو ویلي و، چې طالبانو د ژمن‌پاڼو په وېشلو سره له محصلانو غوښتي، چې د دې ډلې لارښوونو ته ژمن پاتې شي.

په دې ژمنپاڼه کې له محصلانو غوښتل شوې، چې د ږیري پرېښودلو، د خولۍ پر سر کولو، په لمانځه کې د ګډون، د مسیقۍ نه اوریدلو او د طالبانو له اصولو سره سم چارو ژمنه وکړي.

په ورته مهال عبدالسلام حنفي په جوزجان کې محصلانو ته په وینا کې ویلي، چې نور دا مفکوره له ذهنه وباسي، چې بهرنیان به افغانستان جوړ کړي.

وسله والو په بغلان کې له یوه قومي مشر نه «درې میلیونه افغانۍ او نیم کیلو سره زر» غلا کړي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
وسله والو په بغلان کې له یوه قومي مشر نه «درې میلیونه افغانۍ او نیم کیلو سره زر» غلا کړي
100%

د بغلان ولایت سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د جمعې په شپه د وري پر ۲۸مه نېټه پنځه وسله وال کسان د غلام حضرت په نوم د یوه قومي مشر کور ته ننوتلي او شاوخوا «درې میلیونه افغانۍ او نږدې نیم کیلو سره زر» یې ترې غلا کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه قومي مشر د پېښې پر مهال برسېرن ټپي شوی هم دی.

تر اوسه پورې د بغلان د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي

راپورونه ښيي چې په وروستیو کې په افغانستان کې د غلاوو او وسله والو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.

په یوه جلا پېښه کې د سې شنبې په ورځ د وري میاشتې پر ۲۵مه شاوخوا د سهار په لسو بجو وسله والو کسانو د کابل په دشت برچي سیمه کې د ښځو د خیاطۍ پر یوې کارخونې برید کړی و او نږدې یو میلیون افغانۍ نغدې پیسې غلا شوې وې.

د سرچینو په وینا دغه پېښه د کارکوونکو د معاشونو د ورکولو په ورځ شوې وه.

همدارنګه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې د وري پر نهمه نېټه یې په خوست ولایت کې څلور وسله وال غله نیولي چې په پوځي یونیفورم کې یې له خلکو غلاوې کولې.

په وروستیو میاشتو کې په کابل او ولایتونو کې د وسله والو غلو د نیولو او غلا د پېښو رپوټونه ډېر شوي دي.

طالبان وايي د روغتیا نړیوال سازمان ورسره د روغتیا په برخه کې د دوامدارو همکاریو ژمنه کړې

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱
طالبان وايي د روغتیا نړیوال سازمان ورسره د روغتیا په برخه کې د دوامدارو همکاریو ژمنه کړې
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډرسره لیدنه کړې ده. سلواډر ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې عامې روغتیا وزارت سره د ظرفیت لوړونې او د خدماتو د ښه والي په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې، په دې غونډه کې د روغتیايي سکتور د ظرفیت لوړونې پر مهمو برخو خبرې وشوې، چې د رواني روغتیا، سرطان، پولیو، کډوالو د روغتیايي خدماتو او لابراتوارونو پیاوړتیا پکې شامل وو.

مولوي نور جلال جلالي په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره جدي هڅې روانې دي او هڅه کېږي د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو خلکو ته معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

افغانستان په دې ورځو کې د دارو درملو له اړخه له کمښت سره مخ دی او د ګڼو درملو بیې لوړې شوې دي.

طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان د استازي له قوله ویلی، چې نوموړي له عامې روغتیا وزارت سره په ظرفیت لوړونې، د خدماتو په ښه والي او نورو روغتیايي برخو کې د همکاریو ډاډ ور کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري دا ژمنه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم د روغتیايي سکتور په بېلابېلو برخو کې نړیوالو همکاریو ته جدي اړتیا لري.

د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلی
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار محمد شکیب د خیبرپښتونخوا ایالت له اعلی وزیر سهیل اپریدي سره په دغه ایالت کې د افغان کډوالو او ستنېدونکو افغانانو د وضعیت په تړاو ټیلفوني خبرې کړې دي. د طالبانو سفیر د ستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو ډېرولو غوښتنه کړې ده.

د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د طالبانو سفیر مولوي سردار محمد شکیب د خیبر پښتونخوا له وزیراعلی سره ټیلیفوني تماس نیولی او د افغان کډوالو ستنېدو بهیر کې د اسانتیاوو د زیاتوالي له امله یې د ایالتي حکومت مننه کړې ده.

د طالبانو سفیر له سهیل اپریدي غوښتي چې هغو کډوالو ته چې نوملیکنه یې بشپړه شوې، افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

نوموړي همداراز د نوملیکنې مرکزونو کې د پاکستان د حصایې ادارې «نادرا» د څانګو د ډېرولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د ستنېدونکو کډوالو ستونزې کمې کړي.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې افغان کډوال د دوی وروڼه او مېلمانه دي او د دوی ستنېدو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې د نوملیکنې مرکزونو او اسانتیاوو ورځنۍ څارنه پخپله کوي.

اوسمهال د پېښور او خیبر په دوو مرکزونو کې د افغان کډوالو ستنېدو بهیر روان دی، خو د حکومتي سختیو له امله کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د افغان کډوالو د شکایتونو له امله څو ورځې وړاندې سهیل اپریدی د حمزه بابا د نوملیکنې مرکز ته تللی و او هلته یې د اسانتیاوو برابرولو امر ور کړی و، خو لا هم د پېښور د جمعه خان خوړ مرکز کې کډوال د نوملیکنې په بهیر کې له ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر افغان کډوالو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې دوی لکه مالونه په غوجل کې یوځای سره اچول شوي او ماشومان یې ناروغان شوي دي.

دغه کډوال د خوړو، تشنابونو او څښاک اوبو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ملا هبت الله په حکم د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري والیانو پرغاړه واخېسته

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱
د ملا هبت الله په حکم د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري والیانو پرغاړه واخېسته
100%

د طالبانو د کندهار والي ویلي، چې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم له مخې د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري والیانو ته سپارل شوې ده. مخکې د یاد کمېسیون مشري د والیانو د مرستیالانو پر غاړه وه.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د ملا شیرین په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه کې د کندهار د امنیتي او ملکي چارو په اړه خبرې وشوې او د طالبانو د کندهار والي ویلي، چې د ملا هبت الله د حکم پر بنسټ د یاد کمېسیون مشري والیانو ته سپارل شوې ده.

ملا شیرین ویلي:«موږ مکلف یو، چې د نورو چارو تر څنګ د همدې کمېسیون چاري هم په ښه توګه ادا کړو».

تردې وړاندې په ولایتي کچه د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري د واالیانو د مرستیالانو پر غاړه وه او په مرکزي کچه د دغه کمېسیون مشري د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد پر غاړه ده.

په یاد کمېسیون کې طالبان په خپلو لیکو کې د شکمنو کسانو د ارزونې ترڅنګ د ولایتونو امنیتي وضعیت هم ارزوي.