• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د روغتیا نړیوال سازمان ورسره د روغتیا په برخه کې د دوامدارو همکاریو ژمنه کړې

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډرسره لیدنه کړې ده. سلواډر ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې عامې روغتیا وزارت سره د ظرفیت لوړونې او د خدماتو د ښه والي په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې، په دې غونډه کې د روغتیايي سکتور د ظرفیت لوړونې پر مهمو برخو خبرې وشوې، چې د رواني روغتیا، سرطان، پولیو، کډوالو د روغتیايي خدماتو او لابراتوارونو پیاوړتیا پکې شامل وو.

مولوي نور جلال جلالي په دې ناسته کې ټینګار کړی چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره جدي هڅې روانې دي او هڅه کېږي د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو خلکو ته معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

افغانستان په دې ورځو کې د دارو درملو له اړخه له کمښت سره مخ دی او د ګڼو درملو بیې لوړې شوې دي.

طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان د استازي له قوله ویلی، چې نوموړي له عامې روغتیا وزارت سره په ظرفیت لوړونې، د خدماتو په ښه والي او نورو روغتیايي برخو کې د همکاریو ډاډ ور کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري دا ژمنه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم د روغتیايي سکتور په بېلابېلو برخو کې نړیوالو همکاریو ته جدي اړتیا لري.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
د طالبانو سفیر د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلی
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار محمد شکیب د خیبرپښتونخوا ایالت له اعلی وزیر سهیل اپریدي سره په دغه ایالت کې د افغان کډوالو او ستنېدونکو افغانانو د وضعیت په تړاو ټیلفوني خبرې کړې دي. د طالبانو سفیر د ستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو ډېرولو غوښتنه کړې ده.

د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د طالبانو سفیر مولوي سردار محمد شکیب د خیبر پښتونخوا له وزیراعلی سره ټیلیفوني تماس نیولی او د افغان کډوالو ستنېدو بهیر کې د اسانتیاوو د زیاتوالي له امله یې د ایالتي حکومت مننه کړې ده.

د طالبانو سفیر له سهیل اپریدي غوښتي چې هغو کډوالو ته چې نوملیکنه یې بشپړه شوې، افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

نوموړي همداراز د نوملیکنې مرکزونو کې د پاکستان د حصایې ادارې «نادرا» د څانګو د ډېرولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د ستنېدونکو کډوالو ستونزې کمې کړي.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې افغان کډوال د دوی وروڼه او مېلمانه دي او د دوی ستنېدو ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې د نوملیکنې مرکزونو او اسانتیاوو ورځنۍ څارنه پخپله کوي.

اوسمهال د پېښور او خیبر په دوو مرکزونو کې د افغان کډوالو ستنېدو بهیر روان دی، خو د حکومتي سختیو له امله کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د افغان کډوالو د شکایتونو له امله څو ورځې وړاندې سهیل اپریدی د حمزه بابا د نوملیکنې مرکز ته تللی و او هلته یې د اسانتیاوو برابرولو امر ور کړی و، خو لا هم د پېښور د جمعه خان خوړ مرکز کې کډوال د نوملیکنې په بهیر کې له ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر افغان کډوالو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې دوی لکه مالونه په غوجل کې یوځای سره اچول شوي او ماشومان یې ناروغان شوي دي.

دغه کډوال د خوړو، تشنابونو او څښاک اوبو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ملا هبت الله په حکم د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري والیانو پرغاړه واخېسته

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱
د ملا هبت الله په حکم د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري والیانو پرغاړه واخېسته
100%

د طالبانو د کندهار والي ویلي، چې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حکم له مخې د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري والیانو ته سپارل شوې ده. مخکې د یاد کمېسیون مشري د والیانو د مرستیالانو پر غاړه وه.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د ملا شیرین په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه کې د کندهار د امنیتي او ملکي چارو په اړه خبرې وشوې او د طالبانو د کندهار والي ویلي، چې د ملا هبت الله د حکم پر بنسټ د یاد کمېسیون مشري والیانو ته سپارل شوې ده.

ملا شیرین ویلي:«موږ مکلف یو، چې د نورو چارو تر څنګ د همدې کمېسیون چاري هم په ښه توګه ادا کړو».

تردې وړاندې په ولایتي کچه د طالبانو د امنیتي او تصفیوي کمېسیون مشري د واالیانو د مرستیالانو پر غاړه وه او په مرکزي کچه د دغه کمېسیون مشري د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد پر غاړه ده.

په یاد کمېسیون کې طالبان په خپلو لیکو کې د شکمنو کسانو د ارزونې ترڅنګ د ولایتونو امنیتي وضعیت هم ارزوي.

د بزګر مېله؛ د طالبانو د کرنې وزیر روان کال د افغانستان د ځان‌بسیاینې کال وباله

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱
د بزګر مېله؛ د طالبانو د کرنې وزیر روان کال د افغانستان د ځان‌بسیاینې کال وباله
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلوردېرشم نندارتون پرانېستی. په غونډه کې د طالبانو د کرنې وزیر وویل، چې ۱۴۰۵ کال د ابادۍ او ځان بسیاینې کال دی.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير عطاالله عمري د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه د بزګر مېلې او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلوردېرشم نندارتون په پرانېستغونډه کې وویل، چې ۱۴۰۵ کال د افغانستان د ځان‌بسیاینې کال دی.

په دغه نندارتون مختلفې غرفې پرانېستل شوې، چې بزګرانو او کورنيو توليدوونکو خپلې لاسته راوړنې پکې نندارې ته اېښې دي.

د طالبانو د کرنې وزیر زياته کړه، چې د سيمې شرايطو او سوداګريزو محدوديتونو ته په پام د کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره مناسب فرصت برابر شوی.

د عطاالله عمري په وینا، اداره یې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او د بزګرانو او سوداګرو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې ژمنه ده.

په دې غونډه کې د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په خپل پیغام کې د کرنې سکتور د پراختيا لپاره ګډه همکاري او د هېواد د اقتصادي تړاوونو کمول بنسټیزه اړتیا ګڼلې ده.

د بزګرانو په استازيتوب حاجي محمد اسلم د سړو خونو جوړول، د بسته‌بندۍ بهير ښه کول او د کرنيزو محصولاتو د صادراتو لپاره د زمينې برابرول مهمې اړتياوې په ګوته کړې او د بزګرانو او مالدارانو د کورنيو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه يې کړې ده.

یاد نندارتون د «عصري کرنه او مالداري؛ د خوړو خوندیتوب او د هېواد د اقتصادي ودې زمینه برابروونکي» تر شعار لاندې د څلورو ورځو لپاره، د غویي له دویمې تر۵مې نېټې پورې د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانېستل شوی دی.

د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او د مالدارۍ باکیفیته محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، افغاني خالص زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمر نیالګي، د لمریزې برېښنا دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۹ GMT+۱
په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي
100%

د بدخشان ولایت د کوف‌اب او راغستان ولسوالیو ترمنځ په «اقوبه شاله» سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند احسان‌الله کامګار په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې او د قربانیانو جسدونه یې له واورو را اېستلي دي.

هغه زیاته کړې، چې د مړو جسدونه د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.

بدخشان چې یو غرنی ولایت دی، هر کال د ژمي او پسرلي په موسمونو کې د واورې ښویېدنې له ورته پېښو سره مخ وي.

سراج الدین حقاني په زابل کې د ملا محمد عمر قبر ته ورغلی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۱
سراج الدین حقاني په زابل کې د ملا محمد عمر قبر ته ورغلی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هلمند له سفر وروسته په زابل کې د یادې ډلې د بنسټګر او پخواني مشر ملا عمر مجاهد د قبر له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده. د ملا عمر د قبر د رغونې چارې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې دي.

سراج الدین حقاني د هلمند له سفر وروسته، تېره ورځ زابل ولایت ته سفر وکړ او د چارشنبې په ورځ یې د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د طالبانو د بنسټګر او پخواني مشر ملا عمر له قبر څخه لیدنه کړې ده.

طالب سرچینو ویلي، چې زابل ته د نوموړي سفر رسمي بڼه نه لرله او یوازې یې په دغه ولایت کې د والي له مرستیال سره کتلي دي.

طالب سرچینو زیاته کړې، چې سراج الدین حقاني نن سهار کابل ته د سفر پرمهال د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د ملا عمر د قبر له رغنیزو چارو لیدنه کړې او د قبر د رغونې پر چارو، ساتنې او پالنې یې ټینګار کړی دی.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د ملا عمر د قبر ځای اعلان کړ او له هغه وروسته یې د قبر په شاوخوا کې د جومات، استراحت ځای او نورې ودانۍ جوړې کړې.

همدارنګه طالبانو د زابل د سیوري ولسوالۍ له مرکز څخه د ملامحمد عمر تر قبره پورې اته کیلومتره پوخ سړک هم رغولی دی.

ځايي سرچینې وايي، چې د ملا عمر له قبر څخه هره ورځ لسګونه کسان لیدنه کوي او د قبر د امنیت ساتلو لپاره هم لسګونه کسان په دنده ګومارل شوي دي.