• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلخ کې د نابینا او کاڼو زده‌کوونکو شکایت؛ مسلکي ښوونکي نشته او تدریس له ستونزو سره مخ دی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱

په بلخ ولایت کې د ځانګړو مسلکي زده‌کړو د لېسې نابینا او کاڼو زده‌کوونکو د یوه لیک له لارې له کمزوري مدیریت او د مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکایت کړی دی.

دوی په خپل لیک کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې رالېږلی، ویلي چې د دوی ښوونکي غیرمسلکي دي او د دې ځانګړي قشر لپاره له اړینو تدریسي وسایلو او میتودونو سره بلدتیا نه لري.

زده‌کوونکو زیاته کړې،چې د نوي تعلیمي کال له پیل څخه څو ورځې تېرې شوې، خو لا هم د دوی ټولګي بې له ښوونکو پاتې دي.

د بلخ د ځانګړو زده‌کړو لېسې تعلیمي کال د روان کال د وريپه ۲۹مه پیل شوی و، او د مکتب چارواکو د ځنډ لامل د زده‌کوونکو د لېږد لپاره د ترانسپورتي قراردادونو بشپړېدل بللي وو. خو زده‌کوونکي وایي چې د تېر کال په څېر هماغه قراردادي شرکت بیا ټاکل شوی، چې د هغوی د موټرچلوونکو چلند له زده‌کوونکو سره مناسب نه دی.

دوی همداراز ویلي چې د نابینا او کاڼو زده‌کوونکو لپاره ځانګړي ښوونکي نشته، هغه ښوونکي چې باید د بریل خط او د اشارې ژبې سره بلد وي. د دوی په وینا، په ځانګړي ډول د نجونو زده‌کوونکو لپاره دا ستونزه نوره هم جدي ده، او د ځینو نارینه ښوونکو غیرمعیاري چلند هم ستونزې زیاتې کړې دي.

زده‌کوونکي وایي، سره له دې چې د ناروې کډوالو شورا له لوري د فعالیتونو تر پای وروسته، دې مکتب ته د نابینا او کاڼو زده‌کوونکو لپاره ځانګړي درسي وسایل او تجهیزات سپارل شوي، خو د ښوونکو د نه بلدتیا له امله تر اوسه کار نه ترې اخیستل کېږي.

دوی زیاتوي چې اوسني ښوونکي لازم تخصص نه لري او ځینې یې حتی په غیرمرتبطو څانګو لکه برېښنا او کانونو کې زده‌کړې کړې دي.

د زده‌کوونکو په وینا، د مکتب مدیر او تدریسي مرستیال هم د بریل خط او د اشارې ژبې سره بلد نه دي، چې دا چاره د دوی ستونزې لا پسې زیاتوي.

د دغو زده‌کوونکو غوښتنه دا ده چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره دې له کابله یو ځانګړی پلاوی بلخ ته واستوي څو د ښوونکو اسناد، د تدریس طریقه او له زده‌کوونکو سره د هغوی چلند وارزوي.

دوی خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نو دا به د زده‌کړو پر بهیر او د زده‌کوونکو پر انګېزې منفي اغېز وکړي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

د ښځو پر حقونو اندېښنې؛ د ایرلنډ پارلمان د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره غونډه جوړوي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۱
د ښځو پر حقونو اندېښنې؛ د ایرلنډ پارلمان د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره غونډه جوړوي
100%

د ایرلنډ پارلمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، تر ارزونې لاندې نیسي او نږدې وخت کې به په دې تړاو یوه غونډه جوړه کړي.

د پارلمان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ ګډې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یوه غونډه به جوړه کړي څو د افغانستان اوسنی وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو سره د چلند څرنګوالی، وڅېړي.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ، له یو شمېر بشري حقونو افغان فعالانو سره یو ځای ګډون وکړي.

ایرلنډي چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۱کال له اګست راوروسته، په افغانستان کې وضعیت په څرګند ډول خراب شوی دی.

د دوی په وینا، طالبانو پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي، چې په کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز، پر کار سخت محدودیتونه، او د تګ راتګ او ټولنیز ګډون د ازادۍ محدودول شامل دي.

د دې غونډې موخه دا ښودل شوی چې د شته ننګونو ارزونه وشي او په ټول افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې روښانه او نړیوالو ته ورسېږي.

فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
فرشته عباسي: د افغان کډوالو اخراج دې له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ نه ترسره کېږي
100%

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، چې د افغان پناه‌غوښتونکو اخراج باید هېڅکله له طالبانو سره د کومې هوکړې پر بنسټ ترسره نه شي.

نوموړې د سه‌شنبې په ورځ، د غوایي په لومړۍ نېټه، خبرداری ورکړی چې هېڅ افغان پناه‌غوښتونکی باید په ناامنه ډول افغانستان ته بېرته ونه لېږل شي.

عباسي زیاته کړې چې د اروپایي ټولنې هېوادونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې یوازې د کډوالۍ پر کنټرول تمرکز وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي او د افغان پناه‌غوښتونکو جبري ستنول کولی شي هغوی له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

په همدې حال کې، ګڼ شمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې او د کډوالۍ د پروسو د تعقیب لپاره ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تللي، اوس د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې زرګونه هغه افغانان چې له پاکستان څخه بېرته راستانه شوي، په پولو کې له ستړیا، زیان‌منېدو او د راتلونکي له اندېښنو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بل خوا، د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په راتلونکو اونیو کې به د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته سفر وکړي څو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي.

تاج میر جواد: موږ د مخالفینو د هر ډول حرکت پر وړاندې د چمتووالي حالت کې یو

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱
تاج میر جواد: موږ د مخالفینو د هر ډول حرکت پر وړاندې د چمتووالي حالت کې یو
100%

د طالبانو د استخباراتو مرستيال تاج‌مير جواد بدخشان ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې دوی په ځينو هېوادونو کې د مخالفانو خوځښتونه له مخکې اټکل کړي وو. هغه زياته کړه چې له پيل راهيسې دوی په چمتووالي کې وو، څو د مخالفانو کړنې شنډې کړي.

تاج‌مير جواد وروسته له هغې بدخشان ته ولاړ، چې ګواښونه زيات شوي دي. د هغه د خبرو غږيزه بڼه د سې‌شنبې په ورځ يو شمېر کورنيو رسنيو خپره کړه.

تاج‌مير په دې ولايت کې د طالبانو د چارواکو په غونډه کې وويل چې طالبان يو «فکر» دی او د اسلام په پراخه جغرافیه کې ژورې ريښې لري. هغه د مخالفانو خوځښتونو ته په اشارې سره وويل: «د ټيټو افکارو خاوندان او د هغوی بهرنۍ ملاتړي نه شي کولای دا روښانه رڼا مړه کړي».

نوموړي همدارنګه وويل چې کله دوی پر کابل کې واک ترلاسه کړ، نو دا حالت يې له مخکې اټکل کړی و. د هغه په وينا، دوی د مخالفانو پر وړاندې د مقابلې لپاره په چمتووالي کې وو او اوس هم چمتو دي.

هغه ادعا وکړه چې طالبان يو سطحي اداره نه ده، بلکې په کليو او د افغانستان په هر ګوټ کې ريښې لري. د ده په وينا، د طالبانو اداره د ۲۰ يا ۳۰ کلونو د مبارزې پايله نه ده، بلکې د ټولنې د ديندارې طبقې د سل کلنې مبارزې نتيجه ده. دغه طالب چارواکي ټينګار وکړ چې دوی به په هره بيه له «شرعي نظام» څخه دفاع وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د مخالفانو خوځښتونه زيات شوي دي. په همدې وخت کې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې هم کړکېچنې شوې دي. د پاکستان چارواکو د «په افغانستان کې د نظام د بدلون» خبره کړې ده. ورسره هم‌مهاله داسې راپورونه هم شته چې ځينې مخالفې ډلې پاکستان ته نږدې شوې دي.

د اروپایي پارلمان غړې: اروپايي چارواکي طالبانو ته په بروکسل کې «سره غالۍ» هواروي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱
د اروپایي پارلمان غړې: اروپايي چارواکي طالبانو ته په بروکسل کې «سره غالۍ» هواروي
100%

د اروپايي پارلمان غړې، هانا نیومن، د طالبانو د تخنیکي پلاوي د احتمالي سفر په اړه، چې ټاکل شوې د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو د افغان کډوالو د اخراج پر موضوع خبرې وکړي، توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اروپایي چارواکي «په بروکسل کې د طالبانو لپاره سرې غالۍ هواروي».

نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «راځئ روښانه ووایو؛ د اخراج سیاست ته رسمیت ورکول د یوې فاجعې نسخه ده. طالبانو ته هېڅ مشروعیت نشته. هېڅ پټه معامله نه شته.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ځینو رسنیو د راپور له مخې، اروپايي ټولنې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوند ادارو د اندېښنو سربېره، د افغان پناه‌غوښتونکو د اخراج په اړه د یوې غونډې د جوړېدو پلان لري، چې په کې به د طالبانو استازي هم ګډون وکړي.

د راپور پر بنسټ، د دې ناستې تمرکز به په هغو افغانانو وي چې په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري او ټاکل شوې بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، د طالبانو د دې احتمالي سفر تنظیم د اروپایي کمېسیون او د اروپايي ټولنېد یو شمېر غړو هېوادونو له لوري کېږي، او دا به د اروپايي چارواکو له دوو «اکتشافي» سفرونو وروسته ترسره شي.

یوې سرچینې ویلي چې «موخه دا ده چې د اوړي تر پیل مخکې دغه پلاوی راوبلل شي» او دا پلاوی به تخنیکي بڼه ولري.

یوې بلې باخبره سرچینې ویلي،چې اروپايي چارواکي د عملي ظرفیتونو ارزونه کوي، لکه د الوتنو تنظیم او د کابل هوایي ډګر امکانات، او همداراز د بېرته ستنېدونکو کسانو د برخلیک په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي.

خو تر دې دمه، د اروپايي کمیسیون له خوا طالبانو ته رسمي بلنلیک نه دی لېږل شوی.

د راپور له مخې، د طالبانو د پلاوي سفر چې په پیل کې د مارچ میاشتې وروستیو ته پلان شوی و، اوس راتلونکو اونیو ته ځنډول شوی دی. تر دې دمه طالبانو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

روسي کارپوه: مسکو دې د طالبانو په اړه خپله تګلاره بيا وارزوي

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۲ GMT+۱
روسي کارپوه: مسکو دې د طالبانو په اړه خپله تګلاره بيا وارزوي
100%

نامتو روسي ختيځ‌پوه او پخواني ډيپلومات اولېګ اکولينيچف ټينګار کړی، چې د طالبانو په اړه د روسيې اوسنۍ تګلاره بايد له سره وارزول شي. هغه خبرداری ورکړی چې يوازې د طالبانو پر ادارې تکيه کول د مسکو دريځ تنګ او زيانمن کوي.

دغه تقاعد شوی ډيپلومات په «کمرسانت» ورځپاڼه کې په خپله ليکنه کې ويلي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې يو باثباته هېواد نه شي. هغه د پاکستان سره د زياتېدونکو شخړو يادونه وکړه او ويې ويل چې د طالبانو او پاکستان تر منځ تاوتريخوالی د روسيې اقتصادي او ستراتيژيکو پروژو ته جدي ګواښ پېښوي. نوموړي زياته کړه چې وروستۍ خبرې اترې چې د چين په منځګړيتوب شوې وې، هم ونه توانېدې چې تاوتريخوالی راکم کړي.

اکولينيچف وويل: «تر هغو چې د ټرانسپورټ امنيت تضمين نه شي، د اورګاډي پټلۍ يا د تېلو د چاڼ‌ځایونو په پروژو کې پانګونه هېڅ مانا نه لري». هغه څرګنده کړه چې مسکو د کابل، اسلام‌اباد، تهران او دوشنبې سره سيمه‌ييزې همکارۍ ته اړتيا لري.

دغه روسي کارپوه د کړکېچ ريښه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د «پاکستاني طالبانو» شتون او فعاليت وباله. هغه وويل چې اسلام‌اباد له د طالبانو ادارې غوښتنه کړې چې له دې ډلې سره مقابله وکړي، خو کابل تر اوسه يوازې ژمنې کړې دي او کوم جدي ګام يې نه دی پورته کړی.

اکولينيچف ټينګار وکړ چې د خوش‌باوريو وخت پای ته رسېدلی او اوس د سختې واقع‌پالنې او عملي تګلارې وخت رارسېدلی دی. هغه سپارښتنه وکړه چې مسکو بايد يوې انعطاف‌منونکې تګلارې ته مخه کړي، سيمه‌ييزې خبرې اترې نه يوازې له کابل، بلکې له اسلام‌اباد، تهران او دوشنبې سره هم پيل کړي او د پولو د امنيت د څار لپاره ريښتيني ميکانيزمونه جوړ کړي

هغه د خپلې ليکنې په بله برخه کې د افغانستان بشري کړکېچ ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، شاوخوا ۲۱ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړ دي او له ۱۷ ميليونو زيات خلک د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي. اکولينيچف خبرداری ورکړ چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل به کړکېچ لا پسې ژور کړي او د توندلارو ډلو د ودې زمينه به برابره کړي.

دغه پخواني ډيپلومات دا هم وويل چې که څه هم امريکا په ۲۰۲۱ کال کې خپل ځواکونه ايستلي، خو لا هم د سيمې په بدلونونو کې رول لري او د واشنګټن اغېز بايد له پامه ونه غورځول شي. هغه ټينګار وکړ چې روسيه بايد په يو واقع‌بين او محاسبه‌ګر نظر سره په مرکزي اسيا کې خپل اقتصادي او امنيتي ګټې وساتي او د افغانستان څخه دې سيمې ته د ګډوډۍ د خپرېدو مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده چې روسيې تېر کال د طالبانو اداره په رسميت وپېژندله. تمه کېده چې د مرکزي اسيا ځينې هېوادونه به هم ورته ګام واخلي، خو دغو هېوادونو تر اوسه د طالبانو له په رسميت پېژندلو ډډه کړې ده.

په همدې حال کې، د مرکزي اسيا يو کارپوه افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې ښاغلی اکولينيچف يو تقاعد شوی روسي ډيپلومات دی او په بېلابېلو دندو کې يې کار کړی دی. هغه، چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، وويل چې د داسې يوې ليکنې خپرېدل د نوموړي له لوري تصادفي نه شي کېدای.