د ملګرو ملتونو خبرداری؛ افغانستان لاهم د اوبو له کمښت سره مخ دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق ویلي، چې د اوبو کمښت لاهم د دغه هېواد یو له اصلي ننګونو څخه ده او یوازې د ګډ اقدام له لارې دغه ستونزه حل کېدای شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق ویلي، چې د اوبو کمښت لاهم د دغه هېواد یو له اصلي ننګونو څخه ده او یوازې د ګډ اقدام له لارې دغه ستونزه حل کېدای شي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، په افغانستان کې د خوندي اوبو برابرولو لپاره د ملګرو ملتونو هڅې ښیي چې ګډه همکاري کولای شي اغېزمنې پایلې رامنځته کړي. د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ د تېرکال په اوږدو کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ په افغانستان کې ۸۴۰زره او ۸۲۶ کسانو خوندي اوبو ته لاسرسی وموند.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق وايي، چې خوندي اوبو ته د ټولنو لاسرسی د خلکو پر روغتیا، کرامت او هیلو بېړنۍ اغېزه کړې ده. تر دې وړاندې د «مرسي کورپس» په نوم یو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې یوازې په کابل کې اووه مېلیونه خلک د اوبو د کمښت له جدي ناورین سره مخ دي.
دغه سازمان په کابل کې د ژورو څاګانو نیمایي وچېدو ته په اشارې سره ویلي و، چې دغه ښار به تر ۲۰۳۰کال پورې وچ شي.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ریاست اعلان کړی، چې د هېواد په ۲۳ولایتونو کې د باران او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا پنجشنبه (د غویي۳مه) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، فریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا کې بارانونه وشي.
د هواپوهنې ریاست ویلي، چې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰تر ۳۰میلیمتره پورې اټکل شوې ده.
یاد ریاست همداراز خبرداری ورکړی، چې د هېواد په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې د بادونو چټکتیا ښايي په ساعت کې له ۵۰تر ۹۰کیلومتره پورې ورسېږي.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو او تیزو بادونو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس مطیعالحق خالص په قزاقستان کې د «استانه سیمه ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې د ترکیې د چاپېریال ساتنې له مرستیال وزیر سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې په کاپ۳۱ غونډه کې د دوی د ګډون په تړاو همکاري وکړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیعالحق خالص په دې کتنه کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې اوسني وضعیت په اړه له معلوماتو ورکړې سربېره د چاپیریال ساتنې په برخه کې یې د ګډې همکارۍ د پراختیا، د تخنیکي تجربو د تبادلې او همداراز د اقلیم بدلون نړۍوال کنفرانس (COP31) کې د افغان پلاوي د ګډون په تړاو چې ټاکل شوې ده، په ترکیې کې ترسره شي، د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ترکیې د چاپېریال ساتنې مرستیال وزیر له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د چاپیریال ساتنې په بېلابېلو برخو کې به له افغانستان سره همکاري وکړي.
طالبانو ته د اقلیمي بدلون په ۳۰مه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو استازي په برازیل کې د اقلیم بدلون نړۍوال کنفرانس کاپ ۳۰ غونډې ته نهوو بلل شوي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بادامباغ په څېړنيز فارم کې د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلوردېرشم نندارتون پرانېستی. په غونډه کې د طالبانو د کرنې وزیر وویل، چې ۱۴۰۵ کال د ابادۍ او ځان بسیاینې کال دی.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير عطاالله عمري د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه د بزګر مېلې او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلوردېرشم نندارتون په پرانېستغونډه کې وویل، چې ۱۴۰۵ کال د افغانستان د ځانبسیاینې کال دی.
په دغه نندارتون مختلفې غرفې پرانېستل شوې، چې بزګرانو او کورنيو توليدوونکو خپلې لاسته راوړنې پکې نندارې ته اېښې دي.
د طالبانو د کرنې وزیر زياته کړه، چې د سيمې شرايطو او سوداګريزو محدوديتونو ته په پام د کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره مناسب فرصت برابر شوی.
د عطاالله عمري په وینا، اداره یې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او د بزګرانو او سوداګرو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې ژمنه ده.
په دې غونډه کې د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په خپل پیغام کې د کرنې سکتور د پراختيا لپاره ګډه همکاري او د هېواد د اقتصادي تړاوونو کمول بنسټیزه اړتیا ګڼلې ده.
د بزګرانو په استازيتوب حاجي محمد اسلم د سړو خونو جوړول، د بستهبندۍ بهير ښه کول او د کرنيزو محصولاتو د صادراتو لپاره د زمينې برابرول مهمې اړتياوې په ګوته کړې او د بزګرانو او مالدارانو د کورنيو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه يې کړې ده.
یاد نندارتون د «عصري کرنه او مالداري؛ د خوړو خوندیتوب او د هېواد د اقتصادي ودې زمینه برابروونکي» تر شعار لاندې د څلورو ورځو لپاره، د غویي له دویمې تر۵مې نېټې پورې د بادامباغ په څېړنيز فارم کې پرانېستل شوی دی.
د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او د مالدارۍ باکیفیته محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، افغاني خالص زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمر نیالګي، د لمریزې برېښنا دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام (یواېنډيپي) استازو د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له رييس سره په کتنه کې ویلي، هڅې کوي چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام استازو سرګي وولکوف او نجیبالله یوسفي او همداراز د رها موسسې مرستیال عزتالله صدیقي د طالبانو د چاپیریال ساتنې له رييس مطیعالحق خالص سره په کتنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو د چمتو شوي ملي راپور د مخکتنې؛ دوو چاپېریالي پروژو د تطبیق او GEF-9 غونډې په هکله هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.
مطیعالحق خالص د یواېنډيپي له مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د چاپېریالي پروژو د ارزونې لپاره باید د یوه تخنیکي ټیم د څارنې زمینه مساعده کړي، څو د پروژو مؤثریت او مثمریت تثبیت او مخکې قدمونه واخیستل شي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې د چاپېریالي پروژو د تطبیق په هکله به تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکړي او د شته ستونزو د هوارولو لپاره دې مناسبې حل لارې چارې ولټول شي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایې پروګرام د اقلیم بدلون څانګې مسوول سرګي وولکوف وویل، سره له دې چې افغانستان له ډیرو چاپېریالي ستونزو سره مخ دی، خو ډیر فرصتونه هم لري او همداراز یې زیاته کړه، چې په ګډه همغږۍ سره باید له موجوده فرصتونو څخه کار واخیستل شي او همداراز یې ژمنه وکړه، چې هڅه کوي، څو له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې او په ګډه کار وکړي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په اقلیمي بدلون کې یې ونډه کابو صفر ده، خو تر نورو ډېر اغېزمن دی او د تېر جمهوري نظام له رانسکورېدو سره سم، د چاپیریال ساتنې اړوند د نړۍوالو پروژو چارې په ټپه درېدلي دي.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د موسمي بارانونو او له امله د سېلابونو د راوتلو په پایله کې د څه باندې ۷۳ زره کسانو له زیانمنېدو وروسته د «کېاراو» په نوم یوې موسسې په کندهار کې د سېلابونو د لومړني خبرداري ۳ سیستمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کېاراو موسسې په ملاتړ، د سپین بولدک او ښکته شاهوليکوټ ولسوالیو کې د سېلابونو د لومړني خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
خبرپاڼه کاږي: «دغه سیسټمونه د اوبو کچه او چټکتیا اندازه کوي او د ګواښ په صورت کې د خبرتیا زنګ په فعالېدو سره خلکو ته خبر ورکوي».
طالبان وايي، یادې موسسې د دغو سیسټمونو د ښې کارونې لپاره پنځو رضاکارانو ته روزنه هم ورکړې ده، خو د یادو سیسټمونو د لګښت په تړاو یې څه نهدي ویلي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا، ۷۳٬۳۰۰ کسان (شاوخوا ۱۰٬۶۳۴ کورنۍ) اغېزمن شوي دي.
تر ټولو ډېر زیانونه په ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې ثبت شوي او ورپسې سویلي او لوېدیځې سیمې په دویم او درېیم مقام کې راځي.
د یادونې وړ ده، د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښویېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم لهمنځه تللي دي.