• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بغلان کې ۲۱ کسان د «موسیقۍ غږولو او الکولي مشروباتو کارولو» په تور نیولي دي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پلخمري ښار کې یې ۲۱ کسان د «موسیقۍ غږولو او الکولي مشروباتو کارولو» په تور نیولي‌ دي. طالبانو ویلي، چې دغه کسان د یو لړ عملیاتو پرمهال په یوه کور کې نیول شوي دي.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) ویلي، چې له یادو کسانو سره یوشمېر د «موسیقۍ الې، ۱۱ بوتله شراب او نور توکي‌» نیول شوي دي. طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي‌ ادارو ته ور وپېژندل شي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د موسیقۍ غږول او اورېدل، د نشه‌يي‌ توکو کارونه او ورته نورې کړنې د یادې ډلې د اصولو خلاف دي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کوي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستان د شخړو له امله د ۱۲ زره افغان زده کوونکو د زده کړو بهیر اغیزمن شوی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان د شخړو له امله د ۱۲ زره افغان زده کوونکو د زده کړو بهیر اغیزمن شوی
100%

ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکي له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او یا يې هم د زده کړو بهیر په ټپه درېدلی دی. په کونړ کې ډیری کلي له ماشومانو خالي شوي او د جګړې له امله ۲۲ ښوونځي په کنډوالو بدل شوي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی، چې په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله د ملکي کورونو ترڅنګ ښوونځي هم سخت زیانمن شوي، چې له امله یې زرګونه ماشومان له زده کړو بې‌برخې شوي دي.

د راپور له‌مخې، په کونړ کې ډیری کلي له ماشومانو خالي شوي او د جګړې له امله ځايي ښوونځي په کنډوالو بدل شوي.

یوازې په کونړ ولایت کې شاوخوا ۲۲ ښوونځي زیانمن شوي او بیارغونې ته اړتیا لري.

په کونړ کې د یو ښوونځي مدیر محمد امین شاکر وايي: «د یوه ښوونځي د مدیر په توګه ماته ژړا راځي، هغه ماشومان چې په خپلو درسونو بوخت وو، کورسونه یې ویل، خپل درسونه یې تعقیبول او له تعلیمه برخمن وو، هغوی نن له تعلیم نه بې برخې دي. اوس ښوونځی له خاورو سره خاورې دی».

د یادې شخړې له امله زرګونه کسان هم بې‌ځایه شوي او دا مهال د کونړ سیند په غاړو کې په دېرو بدو شرایطو کې ژوند کوي.

بېځایه شوی محمد نبي ګجر وايي: «ماشومان مو له زده کړو بې برخې شول، خلک بې‌ځایه شول، بې‌کوره شول، اوس په خیمو کې په ډېر بد وضیعت کې ژوند کوو».

په کونړ کې یاد بې‌ځایه شوي کسان له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کووي.

د عصمت الله په نوم یو بې‌ځایه شوی وايي:« یوه نیمه میاشت کېږي، موږ په دې بد وضعیت کې دلته ناست یو، نړیوال زموږ هیڅ پوښتنه نه کوي.»

یوناما ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د پیل راهیسې سلګونه ملکیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد ادعا کوي، چې طالبان د دوی د مخالفو ډلو ملاتړ کوي او پناه یې ورکړي ده، خو افغان طالبان دغه ادعا ردوي.

میرضیایف: افغانستان باید د کرنې، اقلیم او اوبو په تړاو په سیمه ییزو نوښتونو کې ورګډ شي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۱
میرضیایف: افغانستان باید د کرنې، اقلیم او اوبو په تړاو په سیمه ییزو نوښتونو کې ورګډ شي
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې د اوبو د وېش لپاره داسې حقوقي چوکاټ ته اړتیا ده چې د افغانستان په ګډون د ارال حوزې د ټولو هېوادونو حقونه او مسوولیتونه پکې په پام کې ونیول شي. نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې باید د سیند غاړو د ساتنې او د ځمکو د سمون پروژې پلي شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ارال د ژغورنې نړیوال صندوق د بنسټګرو هېوادونو د مشرانو د شورا په غونډه کې وویل چې د کارپوهانو د اټکل له مخې تر ۲۰۴۰ کال پورې د ارال سمندر په حوزه کې اوبه ښايي دوه برابره کمې شي او په کال کې تر شلو میلیارده مکعب مترو ورسېږي.

د شنونکو په باور، دا د څښاک اوبو، چاپېریال، کرنې، انرژۍ او ټولنیز ثبات لپاره نور خطرونه پېښولای شي.

ازبکستان چې د ارال د ژغورنې نړیوال صندوق مشري پر غاړه اخلي، غواړي د دغه بنسټ رول د سیمه‌ییزادغام د وسیلې په توګه پیاوړی کړي.

میرضیایف په خپلو خبرو کې وویل، چې هېواد یې هر کال له لسو میلیارده مکعب مترو زیاتې اوبه سپموي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه کچه پنځلس میلیارده مکعب مترو ته ورسېږي.

میرضیایف وویل چې سږ کال د دغه بنسټ مشري ازبکستان ته سپارل کېږي او دوی غواړي چې دا صندوق د سیمه‌ییزې همکارۍ یو مهم محرک وګرځي.

هغه په ځانګړي ډول د افغانستان ارزښت یاد کړ او ویې ویل چې باید له کابل سره رغنده همکاري پیاوړې شي او د اقلیم، چاپېریال، کرنې او اوبو په برخو کې په سیمه‌ییزو هڅو کې ورګډ شي.

نوموړي همدارنګه د نړیوالو تمویل کوونکو د مرستو د جلبولو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د سیند غاړو د ساتنې او د ځمکو د سمون پروژې پلي شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان د قوش تېپې کانال له امله اندېښمن دي او وايي، چې ددغه کانال شګلنې برخې زیاتې اوبو جذبوي او ضایعات یې د امو سیند د اوبو پر وضعیت اغیز کوي.

افغانستان د کورنیو جګړو او نورو ستونزو له امله د امو له سیند نه تر اوسه د خپلې ونډې پر بنسټ ګټه نه ده اخېستې.

امیرخان متقي: په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پیل شوې ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱
امیرخان متقي: په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پیل شوې ده
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غېږ نیونې نړۍوالو سیالیو د پرانیستې مراسمو پرمهال په سیمه کې د روانې جګړې په اړه خواشینې ښودلې. هغه زیاته کړه: «په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پيل شوې ده».

امیرخان متقي د ایران وضعیت ته په اشارې وویل، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید پيل شوي مذاکرات او اوربند دوام وکړي. د نوموړي‌ په خبره؛ له دې سره په سیمه کې ارامي او پرمختګ رامنځته کېدای شي.

د دودیزې غېږنیونې نړۍوالې سیالۍ د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په کابل کې پيل شوې، چې د سیمې د ۶ هېوادونو لوبغاړو په‌کې ګډون کړی دی.

امیرخان متقي په یادو مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، چې د سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې پراخې دي. هغه زیاته کړه: «له ګاونډيو او سیمې هېوادونو په خاص ډول د مرکزي اسیا هېوادونو سره ښې اړیکې لرو، یو د بل تر شا درېدلي یو، په سیاست، تجارت او ورزش کې مو همکاري زیاته شوې، ټول هېوادونه په افغانستان کې حضور لري او اراده لري چې ګډ پرمختګونه ولرو».

متقي د یادو نړۍوالو سیالیو کوربه‌توب ته په اشارې وویل، چې هېواد له ستونزو وتلی او اوس د پرمختګ په حال کې ښه لوري ته روان دی. هغه یو ځل بیا وویل، چې نوی نسل په عصري او دیني علومو او د هغوی فکر د ورزش له لارې مثبت وروزئ؛ ترڅو د یووالي فکر پیاوړی شي.

په بادغیس کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱
په بادغیس کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون په بادغیس کې د یادې ډلې د ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي دي. د دوی په وینا؛ په قربانیانو کې درې ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د فاریاب ولایت اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته د دغه ویډیوګانو په لېږلو د یاد ولایت په ولسوالیو کې د ویجاړونکو سېلابونو راپور ورکړی و. د هغوی په وینا؛ دغه سېلابونو د خلکو کورونو، څارویو او کرنیزو ځمکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې وه. دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، فریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو لپاره شوې وه.

په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۱زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱
په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۱زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۰زره او ۸۷۸ کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې یوازې تېره ورځ ۱۳ کورنۍ د بهرامچې له لارې، ۷۴۱ د تورخم له لارې، ۸۰ د ورېښمو پله له لارې، ۳۹ د سپین بولدک له لارې او ۲۹کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخې څپې روانې دي.

که څه هم ځینې راپورونه ښيي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د دغه هېواد د امنیتي موضوعاتو له امله دومره چټکه نه‌ده؛ خو پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا ګړندی کړی دی.