د هواپوهنې اداره: په ۲۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې نن او سبا (د غویي ۳مه او ۴مه) په ۲۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.
