• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په فاریاب کې د طالبانو پر ضد اعتراضونه؛ «کوچیانو ته د تذکرو وېش» جنجال راپورته کړی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو پر ضد اعتراض کړی او ادعا کوي چې د نفوسو په رسمي سیسټم کې نا ثبت شویو کسانو ته په غیرقانوني ډول تذکرې وېشل کېږي، په داسې حال کې چې ځايي سرچینې د ثبت احوال د یوه مسوول د نیول کېدو خبر هم ورکوي.

د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د ځايي ادارې پر ضد اعتراضونه کړي او وايي چې د نفوسو د ثبت له اصولو خلاف، هغو کسانو ته تذکرې (هویت کارتونه) ورکول کېږي چې په رسمي اسنادو کې نه دي ثبت شوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه اعتراضونه هغه مهال پیل شول کله چې هڅې وشوې د هغو کورنیو لپاره تذکرې ووېشل شي چې د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو په رسمي سیسټم کې ثبت نه دي.

د سرچینو په وینا، معترضان وایي دا کسان د قرمقول ولسوالۍ د نفوسو په ثبت احوال کې نه دي شامل، او د هغوی لپاره د تذکرو صادرول د ثبت احوال د نافذه طرزالعملونو خلاف عمل ګڼل کېږي.

ورته مهال سرچینې زیاتوي چې د قرمقول ولسوالۍ د ثبت احوال د نفوسو مسوول د دغو کسانو لپاره د تذکرو له وېش څخه د انکار وروسته د فاریاب ولایت د طالبانو والي عبدالاحد فضلي په امر نیول شوی دی.

سرچینې همدارنګه وایي، چې یو شمېر کوچي کورنۍ هڅه کوي له دې ولسوالۍ څخه نوي تذکرې ترلاسه کړي.

معترضان د ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته راټول شوي او له اړوندو مسوولینو غواړي چې دا لړۍ ودروي او موضوع په جدي ډول وڅېړي.

تر دې دمه د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولینو د دې اعتراضونو او د نیول کېدو د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۵

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۴۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۴۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي
100%

د طالبانو د سترې محکمې د راپور له مخې، د روانې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په فراه، جوزجان، بلخ، میدان وردګ او بدخشان ولایتونو کې دغه ډلې ۴۶ کسان د بند ترڅنګ په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په خپل اونیز راپور کې ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د قضايي پرېکړو له مخې په تېره یوه اونۍ کې یو شمېر کسان د بند د سزاوو او د دُور وهلو له اجرا سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، په فراه ولایت کې ۱۴ کسان، په جوزجان کې ۲۷ تنه، په بلخ ولایت کې یو کس، په میدان وردګ کې دوه کسان او په بدخشان ولایت کې هم دوه کسانو ته سزاوو ورکړل شوې ده.

د یادو قضیو په اړه په رسمي راپور کې د جرمونو نوعیت په جلا ډول نه دی تشریح شوی، خو ویل شوي چې دا پرېکړې د محکمو له لوري د ترسره شوو قضايي پروسو وروسته عملي شوې دي.

د طالبانو ستره محکمه زیاتوي، چې دا سزاوې د طالب محکمو د وروستیو پرېکړو پر بنسټ په بېلابېلو سیمو کې تطبیق شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو محکمې وخت ناوخت د سزاوو، په ځانګړي ډول د دُرو وهلو د تطبیق راپورونه خپروي، چې په کور دننه او نړیواله کچه د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره هم مخ کېږي.

طالبانو او جاپاني چارواکو د چاپیریالي وضعیت د خوندیتوب او همکاریو په تړاو ګډه ناسته کړې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۱ GMT+۱
طالبانو او جاپاني چارواکو د چاپیریالي وضعیت د خوندیتوب او همکاریو په تړاو ګډه ناسته کړې
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الحق خالص او ورسره مل پلاوی جاپان ته تللی او د دغه هېواد د چاپېریال وزارت له مرستیال وزیر کنتارو دوی سره یې رسمي لیدنه کړې ده. دغه ناسته د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اساسي ستونزو، اړتیاوو او د دوه اړخیزو همکاریو پر محور راڅرخېده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان اوسنی چاپېریالي وضعیت وارزاوه او د چاپېریالي ستونزو، اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړي دي. مطیع‌الحق خالص د نړیوالې ټولنې له خوا د تخنیکي او مالي ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د چاپېریالي نوې ټیکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو پراخولو، د طبیعي سرچینو د مدیریت، د ککړتیا د کمولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې تجربو نه د ګټې اخیستو غوښتنه وشوه. طالب پلاوي وغوښتل چې جاپان دې ورسره په دغو برخو کې همکاري نوره هم پراخه کړي.

همداراز، د جاپان لخوا د چاپېریالي پروژو د ملاتړ موضوع هم مطرح شوه. د طالبانو خبرپاڼه کې د جاپان د چاپېریال وزارت مرستیال کنتارو دوی په حواله راغلي چې له افغانستان سره یې د چاپېریالي پروګرامونو کې د ونډې اخیستو لپاره خپله امادګي او لېوالتیا څرګنده کړه.

د طالبانو د یادې ادارې خبرپاڼه زیاتوي، د لیدنې په پای کې د جاپان مرستیال وزیر ژمنه وکړه چې یادې شوې موضوعات به د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو سره شریک کړي او د عملي او اغېزمنو همکاریو د پراخولو امکانات به لا زیات وڅېړي. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل شوی.

په افغانستان کې د وروستيو طبیعي پېښو، زلزلو، سېلابونو او سختو بارانونو له کبله چاپیریالي وضعیت سخت اغېزمن شوی دی. همدا راز کارپوهان وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي پړاو سره مخ دی.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو شمېر ۲۱۴ کسانو ته ورسېد

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱
په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو شمېر ۲۱۴ کسانو ته ورسېد
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي اداره وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ۱۴ کسانو له مړینې سره، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د طبیعي پېښو له امله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

د دې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، نن پنج‌شنبه (د غویي۳مه) ویلي، چې د ټپیانو شمېر هم ۳۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۱نور کسان د طبیعي پېښو له امله لا هم ورک دي.

د نوموړي په وینا، د دغو پېښو له کبله ۱۴۸۱کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۹۲۱نور کورونه نیمه ویجاړ شوي دي.

همداراز، د سیلابونو راوتلو له امله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کرنیزې ځمکې، سړکونه، د اوبو کانالونه او د تګ راتګ لارې هم زیانمنې کړې دي.

دغه درانده ورښتونه د څو کلونو پرله‌پسې وچکالۍ وروسته په افغانستان کې رامنځته شوي دي. که څه هم دا بارانونه د وچکالۍ د کمېدو هیلې زیاتوي، خو زرګونو کورنیو ته یې درانه زیانونه هم اړولي دي.

په خوست کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱
په خوست کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي
100%

د خوست ولایت په مرکز دولس سوه فامیلیو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ویاند مستغفر ګربز په وینا، نن پنجشنبه د خوست ښار په ۱۲ سوه فامیلیو سیمه کې د یوه ډمټرک موټر، درې موټرسایکلونو، یوه ریکشې او یو بل موټر د ټکر له امله ټرافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو موټرسایکل چلونکی ځای پر ځای مړ شوی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

ګربز زیاتوي چې د پېښې ټپیان او د وژل شوي کس مړی د طالب ځواکونو له لوري د خوست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، د ټرافیکو مدیریت اړوند مسوولین د دې پېښې په اړه پلټنې کوي څو د پېښې لاملونه وڅېړل شي.

نورالله نوري: داعش او مقاومت جبهه نشته، یوازې تبلیغات دي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱
نورالله نوري: داعش او مقاومت جبهه نشته، یوازې تبلیغات دي
100%

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، داعش او مقاومت جبهه په افغانستان کې هېڅ راز شتون نه لري او نه هم کوم مرکز لري. هغه دا څرګندونې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یوې ولسي غونډې ته کړي او یادې وسله‌والې ډلې یې دسیسه جوړوونکې بللې دي.

د نوموړي په خبره: «زه مطمین یم چې داعش او مقاومت جبهه په افغانستان کې هېڅ ډول نظامي مرکز نه لري. دوی نه په کلیو، نه په ښارونو او نه هم بازارونو کې خلک لري او یوازې تبلیغات کوي». د طالبانو د کابینې دغه غړی ادعا کوي چې داعش او مقاومت جبهه په ټول افغانستان کې هېڅ ډول ولسي ریښې هم نه لري.

د نورالله نوري په وینا، پاکستان په افغانستان کې ځانګړي او شومې موخې لري چې دوی یې پر وړاندې ولاړ دي. هغه زیاته کړې چې اسلام‌اباد په افغانستان کې «یو قوي حکومت نه غواړي».

د طالبانو دغه لوړ پوړی غړی داسې مهال په افغانستان کې د داعش او مقاومت جبهې فزیکي حضور ردوي چې دغه ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو پنځو کلونو په لړ کې ګڼ وسله‌وال بریدونه کړي دي. د داعش خراسان څانګې بیا د طالبانو د کابینې له غړو نیولې ان د دغه ډلې ملاتړې دیني عالمان هم په ځانمرګو بریدونو کې په نښه کړي او وژلي دي.

هم‌مهاله ملګرو ملتونو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو هم اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په ګډون د ګڼو وسله‌والو فعالیتونه پراخ شوي او جنګیالي یې عملا په یاد هېواد کې حضور لري. تردې وړاندې هم طالبانو په افغانستان کې د داعش او مقاومت جبهې وسله‌وال فعالیتونه رد کړي دي.