اوچا: راستنېدونکې افغان ښځې او نجونې د ټولنې د تر ټولو «زيانوړ» قشر بلل کېږي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته بېرته راګرځي، د ټولنې تر ټولو زيانوړ خلک دي. دې دفتر ټينګار کړی چې د دغو ښځو او نجونو د بېړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو زياتول اړين دي.
