• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د مړو شویو شمېر ۲۱۴ کسانو ته ورسېد

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي اداره وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ۱۴ کسانو له مړینې سره، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د طبیعي پېښو له امله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

د دې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، نن پنج‌شنبه (د غویي۳مه) ویلي، چې د ټپیانو شمېر هم ۳۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۱نور کسان د طبیعي پېښو له امله لا هم ورک دي.

د نوموړي په وینا، د دغو پېښو له کبله ۱۴۸۱کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۹۲۱نور کورونه نیمه ویجاړ شوي دي.

همداراز، د سیلابونو راوتلو له امله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کرنیزې ځمکې، سړکونه، د اوبو کانالونه او د تګ راتګ لارې هم زیانمنې کړې دي.

دغه درانده ورښتونه د څو کلونو پرله‌پسې وچکالۍ وروسته په افغانستان کې رامنځته شوي دي. که څه هم دا بارانونه د وچکالۍ د کمېدو هیلې زیاتوي، خو زرګونو کورنیو ته یې درانه زیانونه هم اړولي دي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۴
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۵

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱
په خوست کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي
100%

د خوست ولایت په مرکز دولس سوه فامیلیو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ویاند مستغفر ګربز په وینا، نن پنجشنبه د خوست ښار په ۱۲ سوه فامیلیو سیمه کې د یوه ډمټرک موټر، درې موټرسایکلونو، یوه ریکشې او یو بل موټر د ټکر له امله ټرافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو موټرسایکل چلونکی ځای پر ځای مړ شوی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

ګربز زیاتوي چې د پېښې ټپیان او د وژل شوي کس مړی د طالب ځواکونو له لوري د خوست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، د ټرافیکو مدیریت اړوند مسوولین د دې پېښې په اړه پلټنې کوي څو د پېښې لاملونه وڅېړل شي.

نورالله نوري: داعش او مقاومت جبهه نشته، یوازې تبلیغات دي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱
نورالله نوري: داعش او مقاومت جبهه نشته، یوازې تبلیغات دي
100%

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، داعش او مقاومت جبهه په افغانستان کې هېڅ راز شتون نه لري او نه هم کوم مرکز لري. هغه دا څرګندونې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یوې ولسي غونډې ته کړي او یادې وسله‌والې ډلې یې دسیسه جوړوونکې بللې دي.

د نوموړي په خبره: «زه مطمین یم چې داعش او مقاومت جبهه په افغانستان کې هېڅ ډول نظامي مرکز نه لري. دوی نه په کلیو، نه په ښارونو او نه هم بازارونو کې خلک لري او یوازې تبلیغات کوي». د طالبانو د کابینې دغه غړی ادعا کوي چې داعش او مقاومت جبهه په ټول افغانستان کې هېڅ ډول ولسي ریښې هم نه لري.

د نورالله نوري په وینا، پاکستان په افغانستان کې ځانګړي او شومې موخې لري چې دوی یې پر وړاندې ولاړ دي. هغه زیاته کړې چې اسلام‌اباد په افغانستان کې «یو قوي حکومت نه غواړي».

د طالبانو دغه لوړ پوړی غړی داسې مهال په افغانستان کې د داعش او مقاومت جبهې فزیکي حضور ردوي چې دغه ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو پنځو کلونو په لړ کې ګڼ وسله‌وال بریدونه کړي دي. د داعش خراسان څانګې بیا د طالبانو د کابینې له غړو نیولې ان د دغه ډلې ملاتړې دیني عالمان هم په ځانمرګو بریدونو کې په نښه کړي او وژلي دي.

هم‌مهاله ملګرو ملتونو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو هم اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په ګډون د ګڼو وسله‌والو فعالیتونه پراخ شوي او جنګیالي یې عملا په یاد هېواد کې حضور لري. تردې وړاندې هم طالبانو په افغانستان کې د داعش او مقاومت جبهې وسله‌وال فعالیتونه رد کړي دي.

سره صلیب کمېټه: په نورستان کې ۱۷ زره کورنیو له اونیو انزوا وروسته مرستې ترلاسه کړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱
سره صلیب کمېټه: په نورستان کې ۱۷ زره کورنیو له اونیو انزوا وروسته مرستې ترلاسه کړي
100%

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، په نورستان ولایت کې ۱۷ زره هغه کورنیو چې د جګړو له امله له اوونیو راهیسې په انزوا کې پاتې وې، اوس د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او اړینو مرستو تر لاسه کولو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

دغه کمېټې په خپل تازه ایکس پیغام کې ویلي، چې د افغانستان په نورستان ولایت کې زرګونه کورنۍ، چې د وسله‌والو شخړو له امله له سختو شرایطو سره مخ وې، اوس بشري مرستې ترلاسه کوي.

د یادې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ چې له اوونیو راهیسې په انزوا او کړاو کې ژوند کاوه، د ګډو هڅو په پایله کې د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو توکو مرسته ترلاسه کړې.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې لیکلي: «په نورستان کې کورنیو له اوونۍ ډیر وخت انزوا او کړاو ګاللی، خو نن ورځ ۱۷ زره کورنۍ د خوراکي توکو، روغتیايي پاملرنې او اړینو توکو مرسته ترلاسه کړي.»

د یادې کمېټې په وینا، د دې مرستو د رسولو بهیر د طالبانو تر چتر لاندې د سرې میاشتې ټولنې) اود ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام) په همکارۍ ترسره شوی دی.

نورستان چې یو غرنی او لرې پرته سیمه ده، ډېری وخت د ناامنیو او سختو جغرافیایي شرایطو له امله د مرستو له کمښت سره مخ وي. بشري بنسټونه وایي چې په دې ډول سیمو کې د مرستو دوام د خلکو د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ظاهر قدیر کورنۍ: کینیا له‌خوا امریکا ته د ظاهر قدیر سپارنه سیاسي او استخباراتي پرېکړه ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۱
د ظاهر قدیر کورنۍ: کینیا له‌خوا امریکا ته د ظاهر قدیر سپارنه سیاسي او استخباراتي پرېکړه ده
100%

د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر نیوکه کړې، چې د کینیا حکومت له لوري امریکا ته د هغه د ورور سپارنه ظالمانه او سیاسي پرېکړه بللې ده. نوموړي ویلي، ظاهر قدیر پرته له کوم قانوني سند یا ثبوت، د امریکا په امر او د استخباراتي دسیسو له کبله سپارل کېږي.

د کینیا سترې محکمې تېره ورځ پرېکړه کړې چې د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق او کاروبار په تور به د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانی مرستیال ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري. نایروبي کې دغه محکمې ویلي چې د نشه‌يي توکو اړوند د نړیوالو اصولو او ژمنو په لړ کې یې دغه پرېکړه کړې ده.

د ظاهر قدیر کورنۍ دا پرېکړه د نړیوالو اصولو او بشري حقونو خلاف ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې د هغه پر وړاندې تورونه بې بنسټه دي. د قدیر د کورنۍ په وینا، دا اقدام د دوی د بدنامولو لپاره یوه لویه دسیسه ده او د «افغان ملت پر یووالي به هېڅ ډول منفي اغېز ونه لري».

قهار قدیر وایي: «باور لرم چې دا ډول ظالمانه او سیاسي پرېکړې زموږ د کورنۍ حیثیت ته زیان نه رسوي، بلکې ملت نور هم یو موټی کوي او د بهرنیو استخباراتي لوبو پر وړاندې ولاړ پاتې کېږي».

د قدیر کورنۍ دا هم زیاته کړې، چې دا ډول غیرعادلانه او ظالمانه پرېکړې د ملتونو تر منځ د نفرت سبب ګرځي او راتلونکو نسلونو ته به ناوړه عواقب ولري. دوی هیله ښودلې چې یوه ورځ به «حق بریالی شي او دښمن به رسوا شي».

ظاهر قدیر څو میاشتې وړاندې وړاندې د کینیا په نایروبي کې د نشه‌يي توکو پولیسو د قاچاق په تور نیولی او محکمی ته سپارلی و. څو ځله د هغه محکمه په علني توګه شوې وه او خپله نوموړي او د هغه وکیل پرې دغه لګیدلي تورونه بې بنسټه بللي وو.

پاکستاني چارواکي: له قرغیزستان نه د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسېدلې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۱
پاکستاني چارواکي: له قرغیزستان نه د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسېدلې
100%

د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره د سرحدي شخړو او سوداګریزو لارو د پرله پسې بندېدو له امله یې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو نوی بدیل سوداګریز مسیر فعال کړی. له دغه مسیره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه له قرغیزستان څخه د خنجراب غاښي او وچ بندر له لارې پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستان د ملي لوژستیکي شرکت په وینا، دا لاره اوس د قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان نه د کراچۍ بندر ته مستققیم لاسرسی برابروي.

پاکستاني چارواکي وايي، دغه نوې سوداګریزه لاره افغانستان «بای پاس» کوي او پاکستان د سیمه‌ییز ټرانزیت لپاره د یوه مهم مرکز په توګه معرفي کوي، خو د سوداګریزو چارو کارپوهان دغه لاره خورا اوږده او ګرانبیه ارزوي.

د عرب نیوز د راپور له‌مخې، دا پرمختګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، سرحدي نښتو او امنیتي اندېښنو په پایله کې شوی، چې د دودیزو سوداګریزو لارو فعالیت یې محدود کړی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونه له پخوا راهیسې د ګاونډیو هېوادونو پر لارو تکیه لري، خو پاکستاني چارواکي وايي، چې اوس اسلام‌اباد د خنجراب له لارې نوی بدیل وړاندې کوي.

بلخوا، پاکستاني چارواکي که څه هم د دغه نوي مسیر فعالېدل د ثبات لپاره مهم بولي، خو ځینې پاکستاني سوداګر اندېښنه لري چې د چین له لارې دا لاره اوږده ده او د توکو په لېږد رالېږد کې پرې اضافي وخت او لګښت راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري چټکه شوې وه او کچه یې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه صفر ته ټیټه شوې او دواړه لوري د نویو بدیلو لارو په لټه کې دي.