په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۱زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۰زره او ۸۷۸ کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې یوازې تېره ورځ ۱۳ کورنۍ د بهرامچې له لارې، ۷۴۱ د تورخم له لارې، ۸۰ د ورېښمو پله له لارې، ۳۹ د سپین بولدک له لارې او ۲۹کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخې څپې روانې دي.
که څه هم ځینې راپورونه ښيي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د دغه هېواد د امنیتي موضوعاتو له امله دومره چټکه نهده؛ خو پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا ګړندی کړی دی.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وايي، د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو په اړه د اروپا او طالبانو خبرې او راپورونه له نږدې څاري. یاد سازمان له اروپا غوښتي، چې له طالبانو سره د خبرو او د افغانانو د جبري ستنولو پر ځای د کډوالو لپاره د خونديتوب لارې چارې پیاوړې کړي.
یاد سازمان ویلي، چې د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو اړوند د اروپا او طالبانو ترمنځ خبرې د افغانانو لپاره عادي نه؛ بلکې د هغوی د خوندیتوب، انساني کرامت او بقا مسله ده.
د دغه سازمان خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بیا ستنېدو هر ګام د «نه ستنولو» له اصولو سرغړونه ده. د دوی په باور؛ په افغانستان کې اوسني شرايط د خوندي او باعزته ستنېدو لپاره مناسب نهدي.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د بشري حقونو د ساتنې او د کډوالو د نړۍوالو قوانینو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي. یاد سازمان ویلي: «اروپا باید ډاډ ترلاسه کړي، چې هیڅ افغان له ګواښ سره نه مخ کېږي او د جبري ستنېدو لارو د فعالولو پرځای باید د ساتنې لارې پیاوړې کړي». تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي و، چې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په تړاو د طالبانو له استازو سره د اروپایي ټولنې د خبرو اترو پر راپورونو اندېښمن دی. بېنېټ وايي، هر ډول جبري ستنول د «بېرته نه ستنونې» اصل ګواښي. په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي ټولنې ترمنځ افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په اړه خبرې وشي.
د افغان ښځو د فعلانو د همغږۍ ادارې په دې ليک کې ويلي چې دا ډول اړيکې د اوسني حالت عادي کول دي او د افغان ښځو لپاره «خيانت» بلل کېږي.
دې بنسټ د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د ښځو حالت ته په اشارې سره ويلي چې ښځې له زدهکړو، کار او ټولنيز ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوې دي، او دا حالت د «جنسیتي بېلتون» څرګند بېلګه ده.
دې ادارې ټينګار کړی چې د دې بهير دوام کولی شي د اروپايي ټولنې باور او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او دا کار به له طالبانو سره د «ملګرتيا» په توګه تعبیر شي.
د بشري حقونو دغه سازمان څرګنده کړې، چې په پاکستان کې افغان کډوال روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نهلري، ان که د ماشومانو روغتیایي حالت یې بیړنی هم وي. د نیول کېدو وېرې کورنۍ له درملنې منع کړي، چې دې چارې د هغوی جسمي او رواني روغتیا خرابه کړې ده. په اسلاماباد کې یوې افغانې یاد سازمان ته ویلي: «لور مې ناروغه ده، خو د پولیسو له وېرې یې روغتون ته نشم وړلی. هغه له شپږو اونیو راهیسې سم خوراک نهشي کولی او زه ډېره اندېښمنه یم.»
د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي: «ډېری افغان کورنۍ خپل ماشومان په کورونو کې بند ساتي. هغوی وايي، چې په دوامداره وېره کې ژوند کوي. یوې مېرمنې ویلي، چې پولیسو یې مېړه او ۹ کلنه لور د سودا اخیستلو پر مهال ونیول او سمدستي یې وشړل، چې له امله یې د کورنۍ غړي له یو بل څخه جلا شوې».
په راپور کې همداراز څرګنده شوې، چې په تېرو میاشتو کې په ډېرو مواردو کې کورنۍ په زور سره جلا شوې دي. ان ۱۳ کلن ماشومان یوازې افغانستان ته لېږل شوي، په داسې حال کې چې مور او پلار یې په پاکستان کې پاتې دي او د خپلو ماشومانو له برخلیک څخه خبر نهدي.
د دغه سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي وايي: «پاکستان باید د پولیسو د ظالمانه چلند مخه ونیسي او د افغان کډوالو جبري اېستل سمدستي بند کړي. نور حکومتونه باید له پاکستان سره په دې اړه خپله اندېښنه شریکه کړي او په افغانستان کې هم د بشري حقونو دوامداره سرغړونې وغندي.»
د بشري حقونو څار بنسټ زیاتوي، د کډوالو جبري اېستل د شکنجې ضد د ملګرو ملتونو له کنوانسیون او د نړیوالو قوانینو له هغې مادې څخه سرغړونه ده، چې په زور د خلکو بېرته ستنول هغو ځایونو ته منع کوي چې ژوند یې په خطر کې وي.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې ۵ اعشاریه ۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته په جبر سره استول شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د نندارتون اصلي هدف د کوچیانو اقتصادي وده، د هغوی د لاسي صنایعو او مالدارۍ محصولاتو معرفي او ملاتړ یاد شوی دی. د سرحدونو وزارت چارواکو ویلي چې د کوچیانو د صنایعو او تولیداتو نندارې ته وړاندې کول به د هغوی د ژوند د ښه والي او اقتصادي ودې لپاره ګټور تمام شي.
د کرنې وزارت مسوولین وایي، دا ډول نندارتونونه نه یوازې د بازارموندنې لپاره مهم دي، بلکې د کوچیانو او بزګرانو د تولیداتو لپاره نوي فرصتونه هم رامنځته کوي. ګډون کوونکي تمه لري چې د دغو نندارتونونو له لارې به د کوچیانو محصولات پراخ بازار ته لاره ومومي او د دودیزو صنایعو ارزښت به لوړ شي.