طالبان: په خوست کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې

د طالبانو د خوست ولایت د شمل–خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست وایي، د څارنیزو څاګانو د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو د خوست ولایت د شمل–خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست وایي، د څارنیزو څاګانو د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده.
مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د اوبو د وضعیت د څارنې په موخه له ۳۸څارنیزو څاګانو څخه معلومات راټول شوي دي چې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه د پخوا په پرتله لوړه ښودل شوې.
مسوولین زیاتوي، چې د اوبو د وضعیت دا ډول څارنه د اوبو د مدیریت، د طبیعي سرچینو د ارزونې او د راتلونکو پلانونو د جوړولو لپاره مهمه ده.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیعالحق خالص او ورسره مل پلاوی جاپان ته تللی او د دغه هېواد د چاپېریال وزارت له مرستیال وزیر کنتارو دوی سره یې رسمي لیدنه کړې ده. دغه ناسته د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اساسي ستونزو، اړتیاوو او د دوه اړخیزو همکاریو پر محور راڅرخېده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان اوسنی چاپېریالي وضعیت وارزاوه او د چاپېریالي ستونزو، اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړي دي. مطیعالحق خالص د نړیوالې ټولنې له خوا د تخنیکي او مالي ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د چاپېریالي نوې ټیکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو پراخولو، د طبیعي سرچینو د مدیریت، د ککړتیا د کمولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې تجربو نه د ګټې اخیستو غوښتنه وشوه. طالب پلاوي وغوښتل چې جاپان دې ورسره په دغو برخو کې همکاري نوره هم پراخه کړي.
همداراز، د جاپان لخوا د چاپېریالي پروژو د ملاتړ موضوع هم مطرح شوه. د طالبانو خبرپاڼه کې د جاپان د چاپېریال وزارت مرستیال کنتارو دوی په حواله راغلي چې له افغانستان سره یې د چاپېریالي پروګرامونو کې د ونډې اخیستو لپاره خپله امادګي او لېوالتیا څرګنده کړه.
د طالبانو د یادې ادارې خبرپاڼه زیاتوي، د لیدنې په پای کې د جاپان مرستیال وزیر ژمنه وکړه چې یادې شوې موضوعات به د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو سره شریک کړي او د عملي او اغېزمنو همکاریو د پراخولو امکانات به لا زیات وڅېړي. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل شوی.
په افغانستان کې د وروستيو طبیعي پېښو، زلزلو، سېلابونو او سختو بارانونو له کبله چاپیریالي وضعیت سخت اغېزمن شوی دی. همدا راز کارپوهان وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي پړاو سره مخ دی.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي اداره وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ۱۴ کسانو له مړینې سره، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د طبیعي پېښو له امله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.
د دې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، نن پنجشنبه (د غویي۳مه) ویلي، چې د ټپیانو شمېر هم ۳۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۱نور کسان د طبیعي پېښو له امله لا هم ورک دي.
د نوموړي په وینا، د دغو پېښو له کبله ۱۴۸۱کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۹۲۱نور کورونه نیمه ویجاړ شوي دي.
همداراز، د سیلابونو راوتلو له امله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کرنیزې ځمکې، سړکونه، د اوبو کانالونه او د تګ راتګ لارې هم زیانمنې کړې دي.
دغه درانده ورښتونه د څو کلونو پرلهپسې وچکالۍ وروسته په افغانستان کې رامنځته شوي دي. که څه هم دا بارانونه د وچکالۍ د کمېدو هیلې زیاتوي، خو زرګونو کورنیو ته یې درانه زیانونه هم اړولي دي.
د خوست ولایت په مرکز دولس سوه فامیلیو سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ویاند مستغفر ګربز په وینا، نن پنجشنبه د خوست ښار په ۱۲ سوه فامیلیو سیمه کې د یوه ډمټرک موټر، درې موټرسایکلونو، یوه ریکشې او یو بل موټر د ټکر له امله ټرافیکي پېښه رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو موټرسایکل چلونکی ځای پر ځای مړ شوی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
ګربز زیاتوي چې د پېښې ټپیان او د وژل شوي کس مړی د طالب ځواکونو له لوري د خوست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، د ټرافیکو مدیریت اړوند مسوولین د دې پېښې په اړه پلټنې کوي څو د پېښې لاملونه وڅېړل شي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، داعش او مقاومت جبهه په افغانستان کې هېڅ راز شتون نه لري او نه هم کوم مرکز لري. هغه دا څرګندونې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یوې ولسي غونډې ته کړي او یادې وسلهوالې ډلې یې دسیسه جوړوونکې بللې دي.
د نوموړي په خبره: «زه مطمین یم چې داعش او مقاومت جبهه په افغانستان کې هېڅ ډول نظامي مرکز نه لري. دوی نه په کلیو، نه په ښارونو او نه هم بازارونو کې خلک لري او یوازې تبلیغات کوي». د طالبانو د کابینې دغه غړی ادعا کوي چې داعش او مقاومت جبهه په ټول افغانستان کې هېڅ ډول ولسي ریښې هم نه لري.
د نورالله نوري په وینا، پاکستان په افغانستان کې ځانګړي او شومې موخې لري چې دوی یې پر وړاندې ولاړ دي. هغه زیاته کړې چې اسلاماباد په افغانستان کې «یو قوي حکومت نه غواړي».
د طالبانو دغه لوړ پوړی غړی داسې مهال په افغانستان کې د داعش او مقاومت جبهې فزیکي حضور ردوي چې دغه ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو پنځو کلونو په لړ کې ګڼ وسلهوال بریدونه کړي دي. د داعش خراسان څانګې بیا د طالبانو د کابینې له غړو نیولې ان د دغه ډلې ملاتړې دیني عالمان هم په ځانمرګو بریدونو کې په نښه کړي او وژلي دي.
هممهاله ملګرو ملتونو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو هم اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په ګډون د ګڼو وسلهوالو فعالیتونه پراخ شوي او جنګیالي یې عملا په یاد هېواد کې حضور لري. تردې وړاندې هم طالبانو په افغانستان کې د داعش او مقاومت جبهې وسلهوال فعالیتونه رد کړي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، په نورستان ولایت کې ۱۷ زره هغه کورنیو چې د جګړو له امله له اوونیو راهیسې په انزوا کې پاتې وې، اوس د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او اړینو مرستو تر لاسه کولو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
دغه کمېټې په خپل تازه ایکس پیغام کې ویلي، چې د افغانستان په نورستان ولایت کې زرګونه کورنۍ، چې د وسلهوالو شخړو له امله له سختو شرایطو سره مخ وې، اوس بشري مرستې ترلاسه کوي.
د یادې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ چې له اوونیو راهیسې په انزوا او کړاو کې ژوند کاوه، د ګډو هڅو په پایله کې د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو توکو مرسته ترلاسه کړې.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې لیکلي: «په نورستان کې کورنیو له اوونۍ ډیر وخت انزوا او کړاو ګاللی، خو نن ورځ ۱۷ زره کورنۍ د خوراکي توکو، روغتیايي پاملرنې او اړینو توکو مرسته ترلاسه کړي.»
د یادې کمېټې په وینا، د دې مرستو د رسولو بهیر د طالبانو تر چتر لاندې د سرې میاشتې ټولنې) اود ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام) په همکارۍ ترسره شوی دی.
نورستان چې یو غرنی او لرې پرته سیمه ده، ډېری وخت د ناامنیو او سختو جغرافیایي شرایطو له امله د مرستو له کمښت سره مخ وي. بشري بنسټونه وایي چې په دې ډول سیمو کې د مرستو دوام د خلکو د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري.