د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی، چې په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله د ملکي کورونو ترڅنګ ښوونځي هم سخت زیانمن شوي، چې له امله یې زرګونه ماشومان له زده کړو بېبرخې شوي دي.
د راپور لهمخې، په کونړ کې ډیری کلي له ماشومانو خالي شوي او د جګړې له امله ځايي ښوونځي په کنډوالو بدل شوي.
یوازې په کونړ ولایت کې شاوخوا ۲۲ ښوونځي زیانمن شوي او بیارغونې ته اړتیا لري.
په کونړ کې د یو ښوونځي مدیر محمد امین شاکر وايي: «د یوه ښوونځي د مدیر په توګه ماته ژړا راځي، هغه ماشومان چې په خپلو درسونو بوخت وو، کورسونه یې ویل، خپل درسونه یې تعقیبول او له تعلیمه برخمن وو، هغوی نن له تعلیم نه بې برخې دي. اوس ښوونځی له خاورو سره خاورې دی».
د یادې شخړې له امله زرګونه کسان هم بېځایه شوي او دا مهال د کونړ سیند په غاړو کې په دېرو بدو شرایطو کې ژوند کوي.
بېځایه شوی محمد نبي ګجر وايي: «ماشومان مو له زده کړو بې برخې شول، خلک بېځایه شول، بېکوره شول، اوس په خیمو کې په ډېر بد وضیعت کې ژوند کوو».
په کونړ کې یاد بېځایه شوي کسان له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کووي.
د عصمت الله په نوم یو بېځایه شوی وايي:« یوه نیمه میاشت کېږي، موږ په دې بد وضعیت کې دلته ناست یو، نړیوال زموږ هیڅ پوښتنه نه کوي.»
یوناما ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د پیل راهیسې سلګونه ملکیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد ادعا کوي، چې طالبان د دوی د مخالفو ډلو ملاتړ کوي او پناه یې ورکړي ده، خو افغان طالبان دغه ادعا ردوي.