• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سره صلیب کمېټه: په نورستان کې ۱۷ زره کورنیو له اونیو انزوا وروسته مرستې ترلاسه کړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۱

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، په نورستان ولایت کې ۱۷ زره هغه کورنیو چې د جګړو له امله له اوونیو راهیسې په انزوا کې پاتې وې، اوس د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او اړینو مرستو تر لاسه کولو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

دغه کمېټې په خپل تازه ایکس پیغام کې ویلي، چې د افغانستان په نورستان ولایت کې زرګونه کورنۍ، چې د وسله‌والو شخړو له امله له سختو شرایطو سره مخ وې، اوس بشري مرستې ترلاسه کوي.

د یادې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ چې له اوونیو راهیسې په انزوا او کړاو کې ژوند کاوه، د ګډو هڅو په پایله کې د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو توکو مرسته ترلاسه کړې.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې لیکلي: «په نورستان کې کورنیو له اوونۍ ډیر وخت انزوا او کړاو ګاللی، خو نن ورځ ۱۷ زره کورنۍ د خوراکي توکو، روغتیايي پاملرنې او اړینو توکو مرسته ترلاسه کړي.»

د یادې کمېټې په وینا، د دې مرستو د رسولو بهیر د طالبانو تر چتر لاندې د سرې میاشتې ټولنې) اود ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام) په همکارۍ ترسره شوی دی.

نورستان چې یو غرنی او لرې پرته سیمه ده، ډېری وخت د ناامنیو او سختو جغرافیایي شرایطو له امله د مرستو له کمښت سره مخ وي. بشري بنسټونه وایي چې په دې ډول سیمو کې د مرستو دوام د خلکو د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۴
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۵

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

•
•
•

نور کیسې

د ظاهر قدیر کورنۍ: کینیا له‌خوا امریکا ته د ظاهر قدیر سپارنه سیاسي او استخباراتي پرېکړه ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۱
د ظاهر قدیر کورنۍ: کینیا له‌خوا امریکا ته د ظاهر قدیر سپارنه سیاسي او استخباراتي پرېکړه ده
100%

د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر نیوکه کړې، چې د کینیا حکومت له لوري امریکا ته د هغه د ورور سپارنه ظالمانه او سیاسي پرېکړه بللې ده. نوموړي ویلي، ظاهر قدیر پرته له کوم قانوني سند یا ثبوت، د امریکا په امر او د استخباراتي دسیسو له کبله سپارل کېږي.

د کینیا سترې محکمې تېره ورځ پرېکړه کړې چې د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق او کاروبار په تور به د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې پخوانی مرستیال ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري. نایروبي کې دغه محکمې ویلي چې د نشه‌يي توکو اړوند د نړیوالو اصولو او ژمنو په لړ کې یې دغه پرېکړه کړې ده.

د ظاهر قدیر کورنۍ دا پرېکړه د نړیوالو اصولو او بشري حقونو خلاف ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې د هغه پر وړاندې تورونه بې بنسټه دي. د قدیر د کورنۍ په وینا، دا اقدام د دوی د بدنامولو لپاره یوه لویه دسیسه ده او د «افغان ملت پر یووالي به هېڅ ډول منفي اغېز ونه لري».

قهار قدیر وایي: «باور لرم چې دا ډول ظالمانه او سیاسي پرېکړې زموږ د کورنۍ حیثیت ته زیان نه رسوي، بلکې ملت نور هم یو موټی کوي او د بهرنیو استخباراتي لوبو پر وړاندې ولاړ پاتې کېږي».

د قدیر کورنۍ دا هم زیاته کړې، چې دا ډول غیرعادلانه او ظالمانه پرېکړې د ملتونو تر منځ د نفرت سبب ګرځي او راتلونکو نسلونو ته به ناوړه عواقب ولري. دوی هیله ښودلې چې یوه ورځ به «حق بریالی شي او دښمن به رسوا شي».

ظاهر قدیر څو میاشتې وړاندې وړاندې د کینیا په نایروبي کې د نشه‌يي توکو پولیسو د قاچاق په تور نیولی او محکمی ته سپارلی و. څو ځله د هغه محکمه په علني توګه شوې وه او خپله نوموړي او د هغه وکیل پرې دغه لګیدلي تورونه بې بنسټه بللي وو.

پاکستاني چارواکي: له قرغیزستان نه د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسېدلې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۱
پاکستاني چارواکي: له قرغیزستان نه د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسېدلې
100%

د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره د سرحدي شخړو او سوداګریزو لارو د پرله پسې بندېدو له امله یې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو نوی بدیل سوداګریز مسیر فعال کړی. له دغه مسیره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه له قرغیزستان څخه د خنجراب غاښي او وچ بندر له لارې پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستان د ملي لوژستیکي شرکت په وینا، دا لاره اوس د قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان نه د کراچۍ بندر ته مستققیم لاسرسی برابروي.

پاکستاني چارواکي وايي، دغه نوې سوداګریزه لاره افغانستان «بای پاس» کوي او پاکستان د سیمه‌ییز ټرانزیت لپاره د یوه مهم مرکز په توګه معرفي کوي، خو د سوداګریزو چارو کارپوهان دغه لاره خورا اوږده او ګرانبیه ارزوي.

د عرب نیوز د راپور له‌مخې، دا پرمختګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، سرحدي نښتو او امنیتي اندېښنو په پایله کې شوی، چې د دودیزو سوداګریزو لارو فعالیت یې محدود کړی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونه له پخوا راهیسې د ګاونډیو هېوادونو پر لارو تکیه لري، خو پاکستاني چارواکي وايي، چې اوس اسلام‌اباد د خنجراب له لارې نوی بدیل وړاندې کوي.

بلخوا، پاکستاني چارواکي که څه هم د دغه نوي مسیر فعالېدل د ثبات لپاره مهم بولي، خو ځینې پاکستاني سوداګر اندېښنه لري چې د چین له لارې دا لاره اوږده ده او د توکو په لېږد رالېږد کې پرې اضافي وخت او لګښت راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري چټکه شوې وه او کچه یې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه صفر ته ټیټه شوې او دواړه لوري د نویو بدیلو لارو په لټه کې دي.

په بدخشان کې یوه زورواکي د فیض‌اباد روغتون یوه روغتیاپاله وهلې ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۱
په بدخشان کې یوه زورواکي د فیض‌اباد روغتون یوه روغتیاپاله وهلې ده
100%

محلي سرچینې وایي چې د بدخشان ولایت د فیض‌اباد ښار په «برهان‌الدین رباني» روغتون کې د مولوي بشیرالدین په نامه یوه زورواکي کس یوه ښځینه روغتیاپاله د کار پر مهال وهلې او سپکاوی یې ورته کړی دی. پېښه د تېرې دوشنبې په شپه شوې ده.

سرچینې وایي، یاد کس د خپلې لور ددر ملنې پرمهال، چې د وینې په سرطان اخته وه او په همدغه روغتون کې بستر وه، غوسه شوی او روغتیاپالې ته یې د نورو کارکوونکو پر وړاندې څپېړه ورکړې ده.

ویل کېږي روغتیاپاله د اکسیجن لګولو په حال کې وه، خو د ناروغې پلار ناڅاپه غبرګون ښودلی او پر هغې یې فزیکي برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، د سپکاوي او لفظي توهین له امله روغتیاپاله تر سخت فشار لاندې راغلې، بې‌هوښه شوې او پر ځمکه غورځېدلې ده. وروسته په سد شوې او د دغه چلند پر ضد یې اعتراض کړی دی.

سرچینې زیاتوي چې مولوي بشیرالدین له پېښې وروسته یوه سیمه‌ییز طالب چارواکي مولوي طیب ته زنګ وهلی او ادعا یې کړې چې روغتیاپالې مقدساتو ته سپکاوی کړی، خو سرچینې دا ادعا د فشار راوړلو هڅه بولي.

ویل کېږي مولوي طیب چې اوس د طالبانو د ښاروالۍ کارکوونکی دی او پخوا په امنیتي برخه کې هم پاتې شوی، له خپل نفوذ نه ناوړه ګټه اخلي.

له پېښې وروسته د روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو د طالبانو نظامي څارنوالۍ ته رسمي شکایت سپارلی، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی. همدارنګه ویل کېږي چې روغتیاپالې د بدخشان علماوو شورا ته هم شکایت کړی، خو هلته هم پېښه نه ده تعقیب شوې.

دا پېښه په داسې روغتون کې شوې چې د فیض‌اباد ښار په مهمه برخه کې دی او پخوا د اغاخان بنسټ له خوا اداره کېده، خو شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې یې مدیریت د طالبانو یوې نږدې کمپنۍ ته سپارل شوی دی.

ځايي اوسېدونکي او د روغتون کارکوونکي وایي چې له دغه بدلون وروسته د خدماتو کیفیت کم شوی، بې‌نظمي زیاته شوې او د درملو کمښت او د کم‌تجربه کارکوونکو ګومارل هم زیات شوي دي.

د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبان وايي تېر کال یې له کتابپلورنځیو لسګونه عنوانه کتابونه غونډ کړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۱
د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبان وايي تېر کال یې له کتابپلورنځیو لسګونه عنوانه کتابونه غونډ کړي
100%

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په تېر کال کې یې ۳۷۰سرلیکه کتابونه ارزولي او لسګونه عنوانه هغه کتابونه یې له بازاره راټول کړي چې په وینا یې «له تګلارو سره په ټکر کې» وو. یاد وزارت ویلي، چې ټولو عامه کتابتونونو ته نوي کتابونه پېري.

د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیوالې ورځې په توګه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مطالعې او د فکر د ازادۍ د نمانځنې په توګه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې دا ورځ د پراخو محدودیتونو تر سیوري لاندې نمانځل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په تېر کال کې یې ۳۷۰ عنوانه کتابونه ارزولي او لسګونه هغه کتابونه یې له بازاره راټول کړي چې په وینا یې ددوی له «تګلارو او معیارونو» سره په ټکر کې وو.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران د پنجشنې په ورځ، د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، چې ۱۸۰ نادر کتابونه یې ډیجیټلي کړي او په ټول هېواد کې ۱۰۶ عامه کتابتونونه فعال ساتل شوي دي.

100%

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کتابونو، فرهنګي فعالیتونو او د چاپ او پلور پر بهیر پراخ بندیزونه او سانسور پلي کړي او ګڼ کتابونه یې په بېلابېلو نومونو له کتابتونونو راټول کړي او د ځینو پر خرڅلاو او واردولو یې بندیز لګولی دی.

د طالبانو د «کتاب ارزونې کمیسیون»د کتابونو ارزونه کوي او هغه اثار ردوي چې د دوی له فکري لیدلوري سره برابر نه وي.

راپورونه ښيي چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او خصوصي کتابتونونه پلټلي او د ګڼو کتابونو، خپرونو او ادبي او هنري اثارو خرڅلاو او وېش یې بند کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابتونونو ریاست ویلي چې په ټول هېواد کې ۱۰۹ عامه کتابتونونه فعال دي چې شاوخوا ۵۰۰ زره کتابونه پکې ساتل کېږي. چارواکي وایي هڅه کوي چې سږ کال نوي کتابونه هم وپېري او ټولو کتابتونونو ته یې ووېشي.

خو د طالبانو دا هڅې او د کتاب نړیوالې ورځې نمانځل پر کتاب او د چاپ او خپراوي بر بهیر ددې ډلې له سانسور سره هممهاله دي.

100%

په کابل کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون یوازې د هغو کتابونو د خپراوي اجازه ورکوي، چې ددوی له تګلارو سره برابر وي.

د کابل ښار یوه خپرندوی افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې په تېر کال کې یې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د څو کتابونو نوملړ ورکړی، خو ډېری کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو» سره د ټکر په نامه له نوملړه اېستل شوي او د چاپ اجازه یې نه ده ورکړې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښودونه واستول، چې د درسي توکو د کارونې او محتوا په اړه پکې یادونه شوې وه. په لارښودونو کې پر ۱۸ مضامینو او شاوخوا ۷۰۰ کتابونو او درسي سرچینو بندیز ولګېد او استادان د ځینو هغو کتابونو له تدریس نه منع شول، چې له ایران نه وارد شوي وو.

دغه راز د طالبانو ادارې د ښځو پر کتابونو بندیز ولګاوه او ددې ډلې د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر جمهوري نظام یو شمېر درسي کتابونه له «شریعت سره د ټکر له امله» باید نور تدریس نه شي.

د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون په تېرو څلورو کلونو کې د افغان لیکوالو په سلګونو عنوانه کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو سره د ټکر» په پلمه له کتابتونونو ټول کړل او پر چاپ، خپراوي او خرڅلاو یې بندیز ولګاوه.

د کتاب پلورنځیو مسوولان وايي، چې دوی ته د سلګونو کتابونو نوملړ سپارل شوی، چې له چاپ او خپراوي او په کتابتونونو کې له کېښودو او خرڅلاو به یې ډډه کوي. په دغو کتابونو کې ډېر داسې کتابونه هم شامل دي، چې سیاسي او مذهبي رنګ نه لري.

طالبانو د هغو بهرنیانو د څارلو خبرداری ورکړی چې په سیاحتي وېزو په افغانستان کې کار کوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱
طالبانو د هغو بهرنیانو د څارلو خبرداری ورکړی چې په سیاحتي وېزو په افغانستان کې کار کوي
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې په سیاحتي ویزو افغانستان ته تللي او په کار بهرنیان به په جدي ډول وڅارل شي. دیاد وزارت مرستیال ویلي، چې بهرني وګړي باید د یادې ډلې له اصولو سره سم سم کار وکړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کار چارو مرستیال محمد زاهد په مشرۍ د بهرنیو چارو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو بهرنیو وګړو ته د کاري وېزو د ورکړې، په سیاحتي وېزو کې د کار مخنیوی، د کاري وېزو بهیر د تنظیم او بهرنیو وګړو ته د کاري جواز ورکولو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیال له قوله ویلي شوي، هغه بهرني وګړي چې په سیاحتي وېزو په افغانستان کې کار کوي، باید په جدي دول و څارل شي.

په ورته مهال د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او ادارې مرستیال افغانستان ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ ګټور بللی او وايي، د بهرنیو وګړو حضور د طالبانو د عوایدو په زیاتوالي او د کار او تولید په کیفیت کې مهم لرول لري.