• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کینیا محکمې پرېکړه کړې چې د پخوانۍ ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر امریکا ته وسپارل شي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د کینیا لوړې محکمې پرېکړه کړې، چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر متحده ایالاتو ته وسپاري. محکمې ویلي چې کینیا نه شي کولی د نشه يي توکو او غیرقانوني وسلو د قاچاق پر ضد مبارزه کې له خپلو نړیوالو ژمنو تېره شي.

محکمې د عبدالظاهر قدیر د سپارلو حکم ورکړی او ویلي یې دي چې کینیا د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د نړیوالو تړونونو برخه ده. د محکمې په وینا، د امریکا غوښتنه چې د کینیا حکومت دې نوموړی عدلي تعقیب ته وسپاري، قانوني بنسټ لري.

د کینیا د رسنیو د رپوټونو له مخې، د دغه هېواد لوړې محکمې امریکا ته د هغه د سپارل کېدو په تړاو د نایروبي د یوې ابتدایي محکمې پرېکړه هم تایید کړې ده.

عبدالظاهر قدیر مخکې د افغانستان د ملي شورا غړی و او وروسته یې د جرګې د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

هغه د خپل وکیل له لارې امریکا ته د سپارلو مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې د کینیا او امریکا ترمنځ د هغو کسانو د سپارلو رسمي تړون نشته چې په دغو هېوادونو کې جرمونه کوي.

هغه غوښتنه کړې وه چې د محکمې پرېکړه لغوه شي، خو د کینیا لوی څارنوال له دې غوښتنې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې نړیوال قوانین او تړونونه د کینیا په قانون کې ځای لري او د امریکا غوښتنه د عدلي تعقیب لپاره قانوني ده.

محکمې ویلي چې کینیا نشي کولی د نشه يي توکو او غیرقانوني وسلو د قاچاق پر ضد مبارزه کې له خپلو نړیوالو ژمنو تېره شي.

قاضي ویلي چې پخوانۍ محکمې په سمه توګه قانون تطبیق کړی او د سپارلو پرېکړه یې کړې ده.

محکمې دا یادونه هم کړې چې د کینیا لوی څارنوال دغه غوښتنه تایید کړې او د حکومت مهر یې پرې لګولی دی، چې دا د دولت رسمي موافقه څرګندوي.

محکمې ویلي چې د ۱۹۳۱ کال د سپارلو تړون، چې د کینیا، امریکا او بریتانیا ترمنځ دی، لا هم د تطبیق وړ دی.

عبدالظاهر ویلي و چې هغه قانون منونکی شخص دی، هېڅ جرمي سابقه نه لري او اوس په افغانستان کې د مدني، علمي او سیاسي سازمانونو مشري کوي.

هغه ادعا کړې چې دا قضیه سیاسي بڼه لري او د ده پر ضد د سیاسي فشار هڅه ده.

امریکا غوښتنه کړې چې هغه دې د نشه يي توکو د وارداتو د توطیې، د ماشينګنو او چاودېدونکو وسایلو د درلودلو او د هغوی د استعمال د پلان جوړونې په تور محاکمه شي.

محکمې زیاته کړې چې د هغه د نیولو امر د امریکا د نیویارک جنوبي ولسوالۍ محکمې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۵ نېټه صادر کړی و.

قدیر کینیا ته د سوداګریز سفر پرمهال د تېر کال د اپرېل پر ۱۴ نېټه په نایروبي کې په سفاري پارک هوټل کې نیول شوی و.

د تېر کال په غبرګولي کې عبدالظاهر قدیر ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړي ته د استناف غوښتنې لپاره د کینیا محکمې یوه میاشت وخت ورکړی و.

د ظاهر قدیر کورنۍ تمه لرله چې د کینیا محکمه د نوموړي غوښتنلیک ومني او امریکا ته ونه سپارل شي او افغانستان ته ستون شي.

د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي د محکمې له وروستۍ غونډې وروسته ویلي وو، چې تورونه د نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا امریکا ته د هغه د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.

ترویج لرونکی

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي
۱

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کابل ښاروال او د هند شارژدافیر د ښاري مدیریت پر «بریالیو تجربو» غږېدلي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۱
د طالبانو د کابل ښاروال او د هند شارژدافیر د ښاري مدیریت پر «بریالیو تجربو» غږېدلي
100%

د طالبانو د کابل ښاروال په افغانستان کې د هند سفارت له شارژدافیر سره د کابل ژوبڼ د پیاوړتیا، د پروژو د ډیزاین او د ښاري مدیریت په برخه کې افغانستان ته د هند د بریالیو تجربو د انتقال په اړه خبرې کړې دي.

کابل ښاروالۍ د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر درېیمه وویل، چې د طالبانو کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په کابل کې د هند له شارژدافیر کرن یادوو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو د دوستانه اړیکو په اړه غږېدلی.

د ښاروالۍ په وینا، په دې ناسته کې له کابل ښاروالۍ سره د هند د همکاریو، د کابل ژوبڼ د پیاوړتیا، د یو شمېر بنسټیزو پروژو د طرحې، اداري ظرفیت لوړولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د بریالیو تجربو په اړه هم خبرې شوې دي.

کابل ښاروالي وايي، چې د طالبانو دغه چارواکي د هند له دوامداره همکاریو مننه کړې او په پراختیايي او ښاري برخو کې یې د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ښاروالۍ د هند د شارژدافیر له قوله ویلي، چې نوموړي له کابل سره د نوي ډیلي د همکاریو له اړخه ډاډ ورکړی او هیله یې ښودلې چې په راتلونکي کې به د دواړو لوریو اړیکې لا پیاوړې او په کابل کې به ښاري پروژې په غوره توګه پلې شي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر له ترکي شرکت نه د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې همکاري وغوښته

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
د طالبانو د مخابراتو وزیر له ترکي شرکت نه د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې همکاري وغوښته
100%

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د ترکیې د ترک ساټ دولتي شرکت له مسوولانو سره په انلاین ناسته کې د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې او وايي، ترکیه دې په دې برخه کې له طالبانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني د ترکیې د ترک ساټ دولتي شرکت له مسوولانو سره انلاین ناسته کړې او د افغانستان د ډیجټلي حکومتولۍ په تړاو یې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د ترکیې همکاري اړینه بللې او په یاده برخه کې یې له ترکیې څخه د تجربو شریکولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویلي، چې د ترک ساټ دولتي شرکت د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې له افغانستان سره د خپلو تجربو شریکولو ډاډ ورکړی دی.

طالبانو په داسې حال کې له ترکیې څخه د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده، چې تېر کال دددې ډلې ټولې دولتي وېب‌پاڼې هېک شوې او د طالبانو یو لړ مهم او پټ سندونه ترې خپاره شول.

امسو په پاکستان کې د نیول شویو افغان خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱
امسو په پاکستان کې د نیول شویو افغان خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په پاکستان کې د افغان خبریالانو د نیولو، ځورونې او جبري شړلو د پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې. د دغه سازمان د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي.

سازمان د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر درېیمه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یوه ښځینه خبریاله له خپلې کورنۍ سره یو ځای په جبري ډول افغانستان ته شړل شوې، په داسې حال کې چې دوه نور خبریالان لا هم د پاکستاني پولیسو په بند کې دي.

دغه سازمان د امنیتي دلایلو له امله د نیول شویو خبریالانو نومونه نه افشا کوي، خو وایي چې دغه وضعیت په پاکستان کې مېشت ټول افغان خبریالان له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت او امنیتي ادارو غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو او د کډوالو د اصولو په رڼا کې د افغان خبریالانو له نیولو او ځورونې لاس واخلي. یاد سازمان ټینګار کوي چې خبریالان مجرمان نه دي، بلکې د حقیقت د رسولو مسوولیت لري.

سازمان دغه راز غوښتنه کړې چې بندیان شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې شي.

راپورونه ښيي چې یوه ښځینه خبریاله که څه هم د قانوني سفر اسناد او د بل هېواد ویزه لري، خو لا هم د پاکستاني پولیسو له خوا نه ده خوشې شوې او د کډوالو یوه پنډغالي ته لېږدول شوې ده.

دغه سازمان وایي چې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو جبري شړل هغوی له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کوي او دا عمل د کډوالو د نړیوالو حقونو له کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی.

همدارنګه له ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي او پر پاکستان فشار زیات کړي چې د افغان خبریالانو د امنیت ډاډ ورکړي.

طالبانو د کونړ د غازي اباد او د نورستان د کامدېش ترمنځ د سړک جوړولو پروژه پیل کړې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱
طالبانو د کونړ د غازي اباد او د نورستان د کامدېش ترمنځ د سړک جوړولو پروژه پیل کړې
100%

په نورستان کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د کونړ له غازي څخه د نورستان تر کامدېش ولسوالۍ پورې یې د سړک جوړلو پروژې چارې عملا پیل کړې. دغه سړک کامدېش او برګمټال ولسوالۍ ته د بدیلې لارې په توګه جوړیږي.

په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ له رینګ کلي څخه د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ تر کمفو پورې د سړک جوړلو چارې پیل شوې.

نوموړي ویلي، چې د سړک اوږدوالی ۲۹ کیلومتره دی او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

فریدون صمیم ویلي:« د یاد سړک د سروې چارې د والي په حضور کې ترسره شوې وې چې اوس یې د جوړېدو چارې پیل شوې. د سړک جوړېدو لپاره له داخلي بودجې څخه ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. په پروژه کې پنځه پلونه او استنادي دیوالونه هم شامل دي».

ځايي خلک سړک جوړېدو ته خوښ دي او وايي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د کامدېش د خلکو ستونزې حل شي.

خو دغه سړک داسې مهال جوړیږي، چې د کونړ له ناړۍ څخه کامدیش او برګمټال ته تللې لاره د اوږدې مودې لپاره د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله بنده شوې وه. دغه لار د چترال او نورستان د قومي مشرانو له جرګې وروسته پرانېستل شوه، خو ویل کیږي طالبان لا هم خپلو پخوانیو پوستو ته نه دي ورغلي.

د طالبانو تر واک تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي، چې د نوي دویم لین سړک په جوړیدو سره به د کونړ غازي اباد ولسوالي د نورستان له کامدېش او برګمټال ولسوالیو سره ونښلي.

طالبانو وړاندې کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته د چورلکو له لارې خواړه او درمل انتقال کړل.

اروپايي ټولنې له افغان سېلاب ځپلو سره د ۱۳ میلیونه افغانۍ مرستو اعلان کړی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۱
اروپايي ټولنې له افغان سېلاب ځپلو سره د ۱۳ میلیونه افغانۍ مرستو اعلان کړی
100%

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۷۵ زره یورو، چې شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ کیږي، ځانګړې کړې دي. دغه مرسته به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، لوګر او ارزګان کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو ته ورسېږي.

یادې ټولنې د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر درېیمه وویل، چې دغه تمویل به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د خلکو د نغدي ملاتړ په برخه کې مرستندویه تمام شي او د هغوی بیړنیو اړتیاوو ته به ځواب ووایي.

د ټولنې په وینا، دغه راز پر سیلاب ځپلو به خیمې، کمپلې او د کور نور وسایل ووېشل شي.

په دې مرسته کې د حفظ الصحې کڅوړې، پاکو اوبو ته لاسرسی او لومړني روغتیايي خدمات هم شامل دي.

یادې ټولنې ویلي، چې دغه تمویل د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د بیړني غبرګون له ځانګړي صندوق سره د اروپايي ټولنې د عمومي مرستو یوه برخه ده.

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه ده.

دې ټولنې سږ کال له ۱۶۲ میلیونو یورو څخه زیاتې مرستې د بشري شریکانو لپاره ځانګړې کړې دي. تر دې مخکې یې۲۵۰ زره یورو د هغو خلکو لپاره ورکړي وو چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

اروپايي ټولنې په تېرو کلونو کې کابل ته نږدې ۵۰ بشري الوتنې هم تنظیم کړې دي او سږ کال تر اوسه درې الوتنې شوې دي او شاوخوا ۲۷۰ ټنه غذایي مواد یې انتقال کړي دي.