• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني چارواکي: له قرغیزستان نه د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه پاکستان ته رسېدلې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۶ GMT+۱

د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره د سرحدي شخړو او سوداګریزو لارو د پرله پسې بندېدو له امله یې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو نوی بدیل سوداګریز مسیر فعال کړی. له دغه مسیره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه له قرغیزستان څخه د خنجراب غاښي او وچ بندر له لارې پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستان د ملي لوژستیکي شرکت په وینا، دا لاره اوس د قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان نه د کراچۍ بندر ته مستققیم لاسرسی برابروي.

پاکستاني چارواکي وايي، دغه نوې سوداګریزه لاره افغانستان «بای پاس» کوي او پاکستان د سیمه‌ییز ټرانزیت لپاره د یوه مهم مرکز په توګه معرفي کوي، خو د سوداګریزو چارو کارپوهان دغه لاره خورا اوږده او ګرانبیه ارزوي.

د عرب نیوز د راپور له‌مخې، دا پرمختګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، سرحدي نښتو او امنیتي اندېښنو په پایله کې شوی، چې د دودیزو سوداګریزو لارو فعالیت یې محدود کړی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونه له پخوا راهیسې د ګاونډیو هېوادونو پر لارو تکیه لري، خو پاکستاني چارواکي وايي، چې اوس اسلام‌اباد د خنجراب له لارې نوی بدیل وړاندې کوي.

بلخوا، پاکستاني چارواکي که څه هم د دغه نوي مسیر فعالېدل د ثبات لپاره مهم بولي، خو ځینې پاکستاني سوداګر اندېښنه لري چې د چین له لارې دا لاره اوږده ده او د توکو په لېږد رالېږد کې پرې اضافي وخت او لګښت راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري چټکه شوې وه او کچه یې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه صفر ته ټیټه شوې او دواړه لوري د نویو بدیلو لارو په لټه کې دي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۳

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۴
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۵

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې یوه زورواکي د فیض‌اباد روغتون یوه روغتیاپاله وهلې ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۱
په بدخشان کې یوه زورواکي د فیض‌اباد روغتون یوه روغتیاپاله وهلې ده
100%

محلي سرچینې وایي چې د بدخشان ولایت د فیض‌اباد ښار په «برهان‌الدین رباني» روغتون کې د مولوي بشیرالدین په نامه یوه زورواکي کس یوه ښځینه روغتیاپاله د کار پر مهال وهلې او سپکاوی یې ورته کړی دی. پېښه د تېرې دوشنبې په شپه شوې ده.

سرچینې وایي، یاد کس د خپلې لور ددر ملنې پرمهال، چې د وینې په سرطان اخته وه او په همدغه روغتون کې بستر وه، غوسه شوی او روغتیاپالې ته یې د نورو کارکوونکو پر وړاندې څپېړه ورکړې ده.

ویل کېږي روغتیاپاله د اکسیجن لګولو په حال کې وه، خو د ناروغې پلار ناڅاپه غبرګون ښودلی او پر هغې یې فزیکي برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، د سپکاوي او لفظي توهین له امله روغتیاپاله تر سخت فشار لاندې راغلې، بې‌هوښه شوې او پر ځمکه غورځېدلې ده. وروسته په سد شوې او د دغه چلند پر ضد یې اعتراض کړی دی.

سرچینې زیاتوي چې مولوي بشیرالدین له پېښې وروسته یوه سیمه‌ییز طالب چارواکي مولوي طیب ته زنګ وهلی او ادعا یې کړې چې روغتیاپالې مقدساتو ته سپکاوی کړی، خو سرچینې دا ادعا د فشار راوړلو هڅه بولي.

ویل کېږي مولوي طیب چې اوس د طالبانو د ښاروالۍ کارکوونکی دی او پخوا په امنیتي برخه کې هم پاتې شوی، له خپل نفوذ نه ناوړه ګټه اخلي.

له پېښې وروسته د روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو د طالبانو نظامي څارنوالۍ ته رسمي شکایت سپارلی، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی. همدارنګه ویل کېږي چې روغتیاپالې د بدخشان علماوو شورا ته هم شکایت کړی، خو هلته هم پېښه نه ده تعقیب شوې.

دا پېښه په داسې روغتون کې شوې چې د فیض‌اباد ښار په مهمه برخه کې دی او پخوا د اغاخان بنسټ له خوا اداره کېده، خو شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې یې مدیریت د طالبانو یوې نږدې کمپنۍ ته سپارل شوی دی.

ځايي اوسېدونکي او د روغتون کارکوونکي وایي چې له دغه بدلون وروسته د خدماتو کیفیت کم شوی، بې‌نظمي زیاته شوې او د درملو کمښت او د کم‌تجربه کارکوونکو ګومارل هم زیات شوي دي.

د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبان وايي تېر کال یې له کتابپلورنځیو لسګونه عنوانه کتابونه غونډ کړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۱
د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبان وايي تېر کال یې له کتابپلورنځیو لسګونه عنوانه کتابونه غونډ کړي
100%

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په تېر کال کې یې ۳۷۰سرلیکه کتابونه ارزولي او لسګونه عنوانه هغه کتابونه یې له بازاره راټول کړي چې په وینا یې «له تګلارو سره په ټکر کې» وو. یاد وزارت ویلي، چې ټولو عامه کتابتونونو ته نوي کتابونه پېري.

د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیوالې ورځې په توګه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مطالعې او د فکر د ازادۍ د نمانځنې په توګه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې دا ورځ د پراخو محدودیتونو تر سیوري لاندې نمانځل شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په تېر کال کې یې ۳۷۰ عنوانه کتابونه ارزولي او لسګونه هغه کتابونه یې له بازاره راټول کړي چې په وینا یې ددوی له «تګلارو او معیارونو» سره په ټکر کې وو.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران د پنجشنې په ورځ، د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، چې ۱۸۰ نادر کتابونه یې ډیجیټلي کړي او په ټول هېواد کې ۱۰۶ عامه کتابتونونه فعال ساتل شوي دي.

100%

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کتابونو، فرهنګي فعالیتونو او د چاپ او پلور پر بهیر پراخ بندیزونه او سانسور پلي کړي او ګڼ کتابونه یې په بېلابېلو نومونو له کتابتونونو راټول کړي او د ځینو پر خرڅلاو او واردولو یې بندیز لګولی دی.

د طالبانو د «کتاب ارزونې کمیسیون»د کتابونو ارزونه کوي او هغه اثار ردوي چې د دوی له فکري لیدلوري سره برابر نه وي.

راپورونه ښيي چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او خصوصي کتابتونونه پلټلي او د ګڼو کتابونو، خپرونو او ادبي او هنري اثارو خرڅلاو او وېش یې بند کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابتونونو ریاست ویلي چې په ټول هېواد کې ۱۰۹ عامه کتابتونونه فعال دي چې شاوخوا ۵۰۰ زره کتابونه پکې ساتل کېږي. چارواکي وایي هڅه کوي چې سږ کال نوي کتابونه هم وپېري او ټولو کتابتونونو ته یې ووېشي.

خو د طالبانو دا هڅې او د کتاب نړیوالې ورځې نمانځل پر کتاب او د چاپ او خپراوي بر بهیر ددې ډلې له سانسور سره هممهاله دي.

100%

په کابل کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون یوازې د هغو کتابونو د خپراوي اجازه ورکوي، چې ددوی له تګلارو سره برابر وي.

د کابل ښار یوه خپرندوی افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې په تېر کال کې یې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د څو کتابونو نوملړ ورکړی، خو ډېری کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو» سره د ټکر په نامه له نوملړه اېستل شوي او د چاپ اجازه یې نه ده ورکړې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښودونه واستول، چې د درسي توکو د کارونې او محتوا په اړه پکې یادونه شوې وه. په لارښودونو کې پر ۱۸ مضامینو او شاوخوا ۷۰۰ کتابونو او درسي سرچینو بندیز ولګېد او استادان د ځینو هغو کتابونو له تدریس نه منع شول، چې له ایران نه وارد شوي وو.

دغه راز د طالبانو ادارې د ښځو پر کتابونو بندیز ولګاوه او ددې ډلې د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر جمهوري نظام یو شمېر درسي کتابونه له «شریعت سره د ټکر له امله» باید نور تدریس نه شي.

د طالبانو د کتاب ارزونې کمیسیون په تېرو څلورو کلونو کې د افغان لیکوالو په سلګونو عنوانه کتابونه له «اسلامي او ملي ارزښتونو سره د ټکر» په پلمه له کتابتونونو ټول کړل او پر چاپ، خپراوي او خرڅلاو یې بندیز ولګاوه.

د کتاب پلورنځیو مسوولان وايي، چې دوی ته د سلګونو کتابونو نوملړ سپارل شوی، چې له چاپ او خپراوي او په کتابتونونو کې له کېښودو او خرڅلاو به یې ډډه کوي. په دغو کتابونو کې ډېر داسې کتابونه هم شامل دي، چې سیاسي او مذهبي رنګ نه لري.

طالبانو د هغو بهرنیانو د څارلو خبرداری ورکړی چې په سیاحتي وېزو په افغانستان کې کار کوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱
طالبانو د هغو بهرنیانو د څارلو خبرداری ورکړی چې په سیاحتي وېزو په افغانستان کې کار کوي
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې په سیاحتي ویزو افغانستان ته تللي او په کار بهرنیان به په جدي ډول وڅارل شي. دیاد وزارت مرستیال ویلي، چې بهرني وګړي باید د یادې ډلې له اصولو سره سم سم کار وکړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کار چارو مرستیال محمد زاهد په مشرۍ د بهرنیو چارو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو بهرنیو وګړو ته د کاري وېزو د ورکړې، په سیاحتي وېزو کې د کار مخنیوی، د کاري وېزو بهیر د تنظیم او بهرنیو وګړو ته د کاري جواز ورکولو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیال له قوله ویلي شوي، هغه بهرني وګړي چې په سیاحتي وېزو په افغانستان کې کار کوي، باید په جدي دول و څارل شي.

په ورته مهال د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او ادارې مرستیال افغانستان ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ ګټور بللی او وايي، د بهرنیو وګړو حضور د طالبانو د عوایدو په زیاتوالي او د کار او تولید په کیفیت کې مهم لرول لري.

ازبکستان د سوداګرۍ د ودې په موخه د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ظرفیت پراخوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱
ازبکستان د سوداګرۍ د ودې په موخه د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ظرفیت پراخوي
100%

د ازبکستان د اورګاډي ادارې اعلان کړی چې د افغانستان په نایب‌اباد تمځای کې یوه نوې۱۰۰۰ مترۍ فرعي پټلۍ بشپړه شوې ده، چې هدف یې د بار وړلو ظرفیت لوړول او د اورګاډي د عملیاتو اغیز ښه کول دي. دا پروژه د ازبکستان د اورګاډي ادارې له خوا د سوګدیانا ټرانس شرکت په همکارۍ پلې شوې ده.

تمه کېږي چې نوې پټلۍ به د تمځای د بار د لېږد وړتیا ډېره او د بار پورته کولو او ښکته کولو بهیر چټک کړي، چې په پایله کې به یې ځنډ او ګڼه‌ګوڼه کمه شي.

افغانستان د سیمه‌ییزو اړیکو په برخه کې مهم رول لري، ځکه د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټي لارو د نښلولو نقطه ده.

د حيرتان-مزارشريف په مسير کې د نایب‌اباد تمځای په اړه ویل کیږي چې له روسیې، قزاقستان او چین څخه پاکستان او هند ته د توکو د لېږد یو مهم مرکز به وګرځي.

دا پرمختګ په داسې حال کې دی چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو حجم په پرله‌پسې ډول زیاتېږي.

د ازبکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د حیرتان – نایب‌اباد – مزارشریف دهلېز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره مهم مسیر ګرځېدلی او د زیربناوو پراختیا د بار وړلو د دوامدار جریان لپاره اړین بلل کېږي.

د پروژې له معلوماتو سره سم، نوې پټلۍ به د بار وړونکو واګونونو د تنظیم بهیر ښه کړي او د ترافیکي خنډونو مخه به ونیسي.

د ازبکستان د اورګاډي ادارې ویلي چې دا پروژه په افغانستان کې د رېل پټلۍ د عصري کولو او د سرحدونو ترمنځ د لوژستیکي اړیکو د پیاوړتیا د دوامداره هڅو برخه ده. له سوګدیانا ټرانس سره همکاري د دواړو لورو ترمنځ اوږدمهاله مشارکت نور هم پیاوړی کړی دی.

د ادارې په وینا، دا پراختیا د مخکېنیو کارونو دوام دی. په ۲۰۲۴ کال کې، د نایب‌اباد تمځای د بیا رغونې له بشپړېدو وروسته بېرته پرانیستل شو.

یادې ادارې ویلي، چې د ازبکستان د اورګاډي اداره او شریکان یې، د طالبانو د فواید عامې وزارت په همغږۍ، هڅه کوي چې د دې لارې زیربناوې لا نورې عصري کړي.

د نایب اباد تمځای د پراختیا هوکړه د ۲۰۲۴ کال په مې کې د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې، د ازبکستان د رېل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت ترمنځ لاسلیک شوه او په مراسمو کې یې د طالبانو او ازبکستان د ټرانسپورټ وزراتونو چارواکو ګډون درلود.

د کینیا محکمې پرېکړه کړې چې د پخوانۍ ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر امریکا ته وسپارل شي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱
د کینیا محکمې پرېکړه کړې چې د پخوانۍ ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر امریکا ته وسپارل شي
100%

د کینیا لوړې محکمې پرېکړه کړې، چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر متحده ایالاتو ته وسپاري. محکمې ویلي چې کینیا نه شي کولی د نشه يي توکو او غیرقانوني وسلو د قاچاق پر ضد مبارزه کې له خپلو نړیوالو ژمنو تېره شي.

محکمې د عبدالظاهر قدیر د سپارلو حکم ورکړی او ویلي یې دي چې کینیا د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د نړیوالو تړونونو برخه ده. د محکمې په وینا، د امریکا غوښتنه چې د کینیا حکومت دې نوموړی عدلي تعقیب ته وسپاري، قانوني بنسټ لري.

د کینیا د رسنیو د رپوټونو له مخې، د دغه هېواد لوړې محکمې امریکا ته د هغه د سپارل کېدو په تړاو د نایروبي د یوې ابتدایي محکمې پرېکړه هم تایید کړې ده.

عبدالظاهر قدیر مخکې د افغانستان د ملي شورا غړی و او وروسته یې د جرګې د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

هغه د خپل وکیل له لارې امریکا ته د سپارلو مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې د کینیا او امریکا ترمنځ د هغو کسانو د سپارلو رسمي تړون نشته چې په دغو هېوادونو کې جرمونه کوي.

هغه غوښتنه کړې وه چې د محکمې پرېکړه لغوه شي، خو د کینیا لوی څارنوال له دې غوښتنې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې نړیوال قوانین او تړونونه د کینیا په قانون کې ځای لري او د امریکا غوښتنه د عدلي تعقیب لپاره قانوني ده.

محکمې ویلي چې کینیا نشي کولی د نشه يي توکو او غیرقانوني وسلو د قاچاق پر ضد مبارزه کې له خپلو نړیوالو ژمنو تېره شي.

قاضي ویلي چې پخوانۍ محکمې په سمه توګه قانون تطبیق کړی او د سپارلو پرېکړه یې کړې ده.

محکمې دا یادونه هم کړې چې د کینیا لوی څارنوال دغه غوښتنه تایید کړې او د حکومت مهر یې پرې لګولی دی، چې دا د دولت رسمي موافقه څرګندوي.

محکمې ویلي چې د ۱۹۳۱ کال د سپارلو تړون، چې د کینیا، امریکا او بریتانیا ترمنځ دی، لا هم د تطبیق وړ دی.

عبدالظاهر ویلي و چې هغه قانون منونکی شخص دی، هېڅ جرمي سابقه نه لري او اوس په افغانستان کې د مدني، علمي او سیاسي سازمانونو مشري کوي.

هغه ادعا کړې چې دا قضیه سیاسي بڼه لري او د ده پر ضد د سیاسي فشار هڅه ده.

امریکا غوښتنه کړې چې هغه دې د نشه يي توکو د وارداتو د توطیې، د ماشينګنو او چاودېدونکو وسایلو د درلودلو او د هغوی د استعمال د پلان جوړونې په تور محاکمه شي.

محکمې زیاته کړې چې د هغه د نیولو امر د امریکا د نیویارک جنوبي ولسوالۍ محکمې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۵ نېټه صادر کړی و.

قدیر کینیا ته د سوداګریز سفر پرمهال د تېر کال د اپرېل پر ۱۴ نېټه په نایروبي کې په سفاري پارک هوټل کې نیول شوی و.

د تېر کال په غبرګولي کې عبدالظاهر قدیر ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړي ته د استناف غوښتنې لپاره د کینیا محکمې یوه میاشت وخت ورکړی و.

د ظاهر قدیر کورنۍ تمه لرله چې د کینیا محکمه د نوموړي غوښتنلیک ومني او امریکا ته ونه سپارل شي او افغانستان ته ستون شي.

د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي د محکمې له وروستۍ غونډې وروسته ویلي وو، چې تورونه د نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا امریکا ته د هغه د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.