• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په چاغۍ کې د کان کېندنې په شرکت برید کې د یوه بهرني وګړي په ګډون ۹ کسان وژل شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د چاغۍ ولسوالۍ مرکز دالبندین ته اړوند داریګون سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د «نېشنل ریسورسز» په نوم د کان کېندنې پر یوه ځایي شرکت برید کړی. په دغه برید کې د یوه بهرني وګړي او دوه ځايي امنيتي ساتونکو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.

د یادې پېښې قربانیان دالبندین پرنس فهد روغتون ته لېږدول شوي دي. یاد شرکت په دې اړه په خپور شوي بیان کې ویلي، چې تر برید وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د وسله‌والو پرضد یې چاڼیز او د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
یاد شرکت ويلي، چې د برید ځای کې مېشت ۹۰ سلنه ځايي کارکوونکي دي. په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو د چاغۍ ولسوالۍ مرستيال کمېشنر سره اړیکه ونیوله؛ خو تر دې مهاله يې د پېښې په اړه څه نه‌دي ويلي.
د یاد بهرني وګړي د هویت په اړه هم نور معلومات نه‌دي شریک شوي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۳

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۵
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور