• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او ازبک چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی او سیاحتي سفرونو په اړه خبرې کړې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په ازبکستان کې طالب پلاوي او د بخارا والي په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی او سیاحتي سفرونو په ځانګړي ډول د روغتيايي سفرونو پر خدمتونو خبرې کړې دي.

د طالبانو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړه خواوو په افغانستان کې د پنبې کرکېلې د نوې ټېکنالوژۍ په کارولو، له افغانستان نه ازبکستان ته د پنبې صادراتو او د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

طالبانو د بخارا د والي بتیر کامیلوویچ زاریپو په حواله کاږلي:«په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو برابرولو په موخه کابل ته سفر وکړي».
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره ورځ هم خبر ورکړی و، چې نورالدین عزیزي ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خجایف سره په لیدنه کې په بلخ کې د افغان تولیداتو لپاره د صادراتي مرکز جوړولو په اړه خبرې کړې.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

په بادغیس کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱
په بادغیس کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون په بادغیس کې د یادې ډلې د ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي دي. د دوی په وینا؛ په قربانیانو کې درې ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د فاریاب ولایت اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته د دغه ویډیوګانو په لېږلو د یاد ولایت په ولسوالیو کې د ویجاړونکو سېلابونو راپور ورکړی و. د هغوی په وینا؛ دغه سېلابونو د خلکو کورونو، څارویو او کرنیزو ځمکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې وه. دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، فریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو لپاره شوې وه.

په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۱زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱
په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۱زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۰زره او ۸۷۸ کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې یوازې تېره ورځ ۱۳ کورنۍ د بهرامچې له لارې، ۷۴۱ د تورخم له لارې، ۸۰ د ورېښمو پله له لارې، ۳۹ د سپین بولدک له لارې او ۲۹کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخې څپې روانې دي.

که څه هم ځینې راپورونه ښيي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د دغه هېواد د امنیتي موضوعاتو له امله دومره چټکه نه‌ده؛ خو پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا ګړندی کړی دی.

د بې‌ځایه شویو سازمان: اروپا دې له طالبانو سره د خبرو پرځای د کډوالو خوندیتوب پیاوړی کړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۱
د بې‌ځایه شویو سازمان: اروپا دې له طالبانو سره د خبرو پرځای د کډوالو خوندیتوب پیاوړی کړي
100%

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان وايي، د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو په اړه د اروپا او طالبانو خبرې او راپورونه له نږدې څاري. یاد سازمان له اروپا غوښتي، چې له طالبانو سره د خبرو او د افغانانو د جبري ستنولو پر ځای د کډوالو لپاره د خونديتوب لارې چارې پیاوړې کړي.

یاد سازمان ویلي، چې د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو اړوند د اروپا او طالبانو ترمنځ خبرې د افغانانو لپاره عادي نه؛ بلکې د هغوی د خوندیتوب، انساني کرامت او بقا مسله ده.

د دغه سازمان خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بیا ستنېدو هر ګام د «نه ستنولو» له اصولو سرغړونه ده. د دوی په باور؛ په افغانستان کې اوسني شرايط د خوندي‌ او باعزته ستنېدو لپاره مناسب نه‌دي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د بشري حقونو د ساتنې او د کډوالو د نړۍوالو قوانینو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي. یاد سازمان ویلي: «اروپا باید ډاډ ترلاسه کړي، چې هیڅ افغان له ګواښ سره نه مخ کېږي او د جبري ستنېدو لارو د فعالولو پرځای باید د ساتنې لارې پیاوړې کړي».
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي و، چې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په تړاو د طالبانو له استازو سره د اروپایي ټولنې د خبرو اترو پر راپورونو اندېښمن دی. بېنېټ وايي، هر ډول جبري ستنول د «بېرته نه ستنونې» اصل ګواښي.
په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي ټولنې ترمنځ افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په اړه خبرې وشي.

د امریکا د کانګرس غړو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پلان «شرموونکی» وباله

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱
د امریکا د کانګرس غړو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پلان «شرموونکی» وباله
100%

د امریکا د کانګرس یوشمېر استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحه غندلې، چې له مخې یې افغان کډوال کانګو ته لېږدوي. د کانګرس غړي خوان وارګاس دغه اقدام «وحشتناک او شرمونکی» وباله او ویې ویل، دا به له هغو کسانو سره چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی؛ «غیرانساني» چلند وي.

د کانګرس غړې اېمي بارا دغه اقدام د افغان ژباړونکو، همکارو ځواکونو او د هغوی له کورنیو سره «ظالمانه خیانت» وباله او ویې ویل، چې دوی اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا د سخت بشري ناورین سره مخ هېواد ته د لېږدولو ترمنځ د «ناممکن انتخاب» سره مخ دي.

بارا د ټرمپ له حکومت نه وغوښتل، چې د دغه کسانو په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې؛ ټرمپ پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال چې ۴۰۰ ماشومان هم په‌کې شامل دي، د قطر له السیلیه پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. دغه کسان د کابل تر سقوط وروسته دغه پنډغالي ته انتقال شوي وو او له هغوی سره د ویزې او امریکا ته د لېږد ژمنه شوې وه.

له افغانستان نه د امریکا له وتلو نږدې پنځه کاله وروسته زرګونه افغان کډوال لاهم د سیمې په هېوادونو کې په ناڅرګندو شرایطو کې ژوند کوي. ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو وروسته د افغانستان د پخوانیو همکارانو د لېږد بهیر درولی دی.

د افغان ښځو ملاتړې ادارې له اروپا غوښتي چې له طالبانو سره له اړيکو ډډه وکړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱
د افغان ښځو ملاتړې ادارې له اروپا غوښتي چې له طالبانو سره له اړيکو ډډه وکړي
100%

وروسته له هغو راپورونو چې ښيي په راتلونکو اونيو کې د طالبانو استازي بروکسل ته وبلل شي، د افغان ښځو يو ملاتړی بنسټ په پرانيستي ليک کې د اروپايي ټولنې له چارواکو وغوښتل چې له طالبانو سره له اړيکو ډډه وکړي او د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو حقونو په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

په دې ليک کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، راغلي چې د «تخنيکي خبرو» تر نوم لاندې د طالبانو د استازو کوربه‌توب، چې د کډوالو د ايستلو په اړه کېږي، په اصل کې يو «سياسي» ګام دی او د يوه «ځپونکي رژيم» مشروعيت ته لاره هواروي.

د افغان ښځو د فعلانو د همغږۍ ادارې په دې ليک کې ويلي چې دا ډول اړيکې د اوسني حالت عادي کول دي او د افغان ښځو لپاره «خيانت» بلل کېږي.

دې بنسټ د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د ښځو حالت ته په اشارې سره ويلي چې ښځې له زده‌کړو، کار او ټولنيز ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوې دي، او دا حالت د «جنسیتي بېلتون» څرګند بېلګه ده.

په ليک کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته د کډوالو د ايستلو په اړه خبرې اترې، په داسې حال کې چې طالبان واکمن دي، جدي حقوقي او بشري خطرونه لري.

په دې ليک کې له اروپايي ټولنې غوښتل شوي چې له طالبانو سره پلان شوې خبرې سمدستي لغوه کړي، د افغان ښځو د حقونو په اړه خپله ژمنتيا په ښکاره ډول بيا تاييد کړي، د اوسني حالت په ترڅ کې افغانستان ته د کډوالو له ايستلو مخنيوی وکړي او د پرېکړو په کولو کې د افغان ښځو له بنسټونو سره سلا مشوره وکړي.

دې ادارې ټينګار کړی چې د دې بهير دوام کولی شي د اروپايي ټولنې باور او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او دا کار به له طالبانو سره د «ملګرتيا» په توګه تعبیر شي.