د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو نشتوالی؛ په سويلي وزیرستان کې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی

د سویلي وزیرستان واڼه، برمل، تنای، اعظم ورسک او کلوټای سیمو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه پرې شوي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، د دغه خدمتونو د نشتوالي له امله د دوی ورځنی ژوند، کاروبار او د ماشومانو زدهکړې اغېزمنې شوې دي.
د یادو سیمو اوسېدونکي وايي، نه یوازې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت خراب شوی؛ بلکې د تېر پرتله اوس د موبایل سېګنالونه په ډېرو برخو کې یا ډېر کمزوري دي او یا هیڅ نهشته. د ځايي خلکو په وینا؛ د خبرو پرمهال د اړیکو کیفیت د خرابوالي له امله د بل لوري غږ نه اورېدل کېږي، اړیکې پرې کېږي او د اړیکو د نیولو لپاره اوږد انتظار ته اړ کېږي.
د دغه سیمو اوسېدونکو له اړوندو چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د مخابراتي ستونزو هواري ته جدي پاملرنه وکړي او خلکو ته دې لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او د انټرنېټي خدمتونه برابر کړي.
تر دې وړاندې هم د سويلي وزيرستان په سپين، تنۍ، اعظم ورسک، غواو خواه، ډبکوټ، شولم او رغزۍ سیمه کې خلکو د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه په ټپه درېدو له امله شکایتونه کړي وو.
ځايي خلک شکایت کوي، چې د ټېکنالوژۍ په پرمختللي ننني دور کې دوی لاهم دغه اسانتیاوې ته لاسرسی نهلري. دوی وایي:« اړیکه د انسان یو بنسټیز حق او اړتیا ده؛ خو د سویلي وزیرستان ولسونه له دغې بنسټیزې اړتیا او حق نه بېبرخې دي».
