• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما یو وار بیا له طالبانو د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۱

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو د تړلو ۱۶۷۸ ورځې پوره شوې؛ خو طالبانو لاهم په دې برخه کې خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې او دغه دروازې لاهم د هغوی پر مخ تړلې پاتې دي. له دې سره یوناما له طالبانو د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د نجونو د معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژۍ د نړۍوالې ورځې په مناسب په افغانستان کې د دندو، نوښت او باثباته راتلونکي لپاره د معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژۍ په برخه کې زده‌کړې مهمې ګڼلې دي.
یوناما پر اېکس پاڼه کاږلي:« له ۴.۵ کلونو یعنې ۱۶۷۸ ورځو راهیسې افغان نجونو ښوونځي ته له تګ منعه شوې دي. موږ د نجونو پر زده‌کړو د دغه بندیزونو د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه کوو».
نړۍوالو هم په وار، وار له طالبانو د افغان نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې؛ خو طالبان دا د دوی کورنۍ مسله یادوي. له بل پلوه د اېرلنډ پارلمان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ ګډې کمیټې د سې‌شنبې په ورځ (د غویي لومړۍ نېټه) «د افغانستان اوسني وضعیت او په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلند» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په اېرلنډ پارلمان کې خبرداری ورکړی، چې طالبان د افغانستان ښوونیز سیسټم د خپلې ډلې د افراطي اېډیالوژۍ پربنسټ بیارغوي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي: په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پیل شوې ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱
امیرخان متقي: په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پیل شوې ده
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غېږ نیونې نړۍوالو سیالیو د پرانیستې مراسمو پرمهال په سیمه کې د روانې جګړې په اړه خواشینې ښودلې. هغه زیاته کړه: «په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پيل شوې ده».

امیرخان متقي د ایران وضعیت ته په اشارې وویل، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید پيل شوي مذاکرات او اوربند دوام وکړي. د نوموړي‌ په خبره؛ له دې سره په سیمه کې ارامي او پرمختګ رامنځته کېدای شي.

د دودیزې غېږنیونې نړۍوالې سیالۍ د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په کابل کې پيل شوې، چې د سیمې د ۶ هېوادونو لوبغاړو په‌کې ګډون کړی دی.

امیرخان متقي په یادو مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، چې د سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې پراخې دي. هغه زیاته کړه: «له ګاونډيو او سیمې هېوادونو په خاص ډول د مرکزي اسیا هېوادونو سره ښې اړیکې لرو، یو د بل تر شا درېدلي یو، په سیاست، تجارت او ورزش کې مو همکاري زیاته شوې، ټول هېوادونه په افغانستان کې حضور لري او اراده لري چې ګډ پرمختګونه ولرو».

متقي د یادو نړۍوالو سیالیو کوربه‌توب ته په اشارې وویل، چې هېواد له ستونزو وتلی او اوس د پرمختګ په حال کې ښه لوري ته روان دی. هغه یو ځل بیا وویل، چې نوی نسل په عصري او دیني علومو او د هغوی فکر د ورزش له لارې مثبت وروزئ؛ ترڅو د یووالي فکر پیاوړی شي.

په بادغیس کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱
په بادغیس کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون په بادغیس کې د یادې ډلې د ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پنځه کسه مړه شوي دي. د دوی په وینا؛ په قربانیانو کې درې ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د فاریاب ولایت اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته د دغه ویډیوګانو په لېږلو د یاد ولایت په ولسوالیو کې د ویجاړونکو سېلابونو راپور ورکړی و. د هغوی په وینا؛ دغه سېلابونو د خلکو کورونو، څارویو او کرنیزو ځمکو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د هواپوهنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې وه. دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، فریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو لپاره شوې وه.

په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۱زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱
په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۱زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۱۰زره او ۸۷۸ کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې یوازې تېره ورځ ۱۳ کورنۍ د بهرامچې له لارې، ۷۴۱ د تورخم له لارې، ۸۰ د ورېښمو پله له لارې، ۳۹ د سپین بولدک له لارې او ۲۹کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو پراخې څپې روانې دي.

که څه هم ځینې راپورونه ښيي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د دغه هېواد د امنیتي موضوعاتو له امله دومره چټکه نه‌ده؛ خو پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا ګړندی کړی دی.

د بې‌ځایه شویو سازمان: اروپا دې له طالبانو سره د خبرو پرځای د کډوالو خوندیتوب پیاوړی کړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۱
د بې‌ځایه شویو سازمان: اروپا دې له طالبانو سره د خبرو پرځای د کډوالو خوندیتوب پیاوړی کړي
100%

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان وايي، د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو په اړه د اروپا او طالبانو خبرې او راپورونه له نږدې څاري. یاد سازمان له اروپا غوښتي، چې له طالبانو سره د خبرو او د افغانانو د جبري ستنولو پر ځای د کډوالو لپاره د خونديتوب لارې چارې پیاوړې کړي.

یاد سازمان ویلي، چې د افغان کډوالو د جبرې ستنېدو اړوند د اروپا او طالبانو ترمنځ خبرې د افغانانو لپاره عادي نه؛ بلکې د هغوی د خوندیتوب، انساني کرامت او بقا مسله ده.

د دغه سازمان خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بیا ستنېدو هر ګام د «نه ستنولو» له اصولو سرغړونه ده. د دوی په باور؛ په افغانستان کې اوسني شرايط د خوندي‌ او باعزته ستنېدو لپاره مناسب نه‌دي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د بشري حقونو د ساتنې او د کډوالو د نړۍوالو قوانینو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي. یاد سازمان ویلي: «اروپا باید ډاډ ترلاسه کړي، چې هیڅ افغان له ګواښ سره نه مخ کېږي او د جبري ستنېدو لارو د فعالولو پرځای باید د ساتنې لارې پیاوړې کړي».
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي و، چې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په تړاو د طالبانو له استازو سره د اروپایي ټولنې د خبرو اترو پر راپورونو اندېښمن دی. بېنېټ وايي، هر ډول جبري ستنول د «بېرته نه ستنونې» اصل ګواښي.
په بروکسل کې دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي ټولنې ترمنځ افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په اړه خبرې وشي.

د امریکا د کانګرس غړو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پلان «شرموونکی» وباله

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱
د امریکا د کانګرس غړو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پلان «شرموونکی» وباله
100%

د امریکا د کانګرس یوشمېر استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحه غندلې، چې له مخې یې افغان کډوال کانګو ته لېږدوي. د کانګرس غړي خوان وارګاس دغه اقدام «وحشتناک او شرمونکی» وباله او ویې ویل، دا به له هغو کسانو سره چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی؛ «غیرانساني» چلند وي.

د کانګرس غړې اېمي بارا دغه اقدام د افغان ژباړونکو، همکارو ځواکونو او د هغوی له کورنیو سره «ظالمانه خیانت» وباله او ویې ویل، چې دوی اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا د سخت بشري ناورین سره مخ هېواد ته د لېږدولو ترمنځ د «ناممکن انتخاب» سره مخ دي.

بارا د ټرمپ له حکومت نه وغوښتل، چې د دغه کسانو په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې؛ ټرمپ پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال چې ۴۰۰ ماشومان هم په‌کې شامل دي، د قطر له السیلیه پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. دغه کسان د کابل تر سقوط وروسته دغه پنډغالي ته انتقال شوي وو او له هغوی سره د ویزې او امریکا ته د لېږد ژمنه شوې وه.

له افغانستان نه د امریکا له وتلو نږدې پنځه کاله وروسته زرګونه افغان کډوال لاهم د سیمې په هېوادونو کې په ناڅرګندو شرایطو کې ژوند کوي. ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو وروسته د افغانستان د پخوانیو همکارانو د لېږد بهیر درولی دی.