• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د سنوکر فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د افغانستان د سنوکر فدراسیون خبر ورکړی، چې ددغه فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی. نوموړی دوه شپې وړاندې په قلعه فتح الله کې وسله والو د خپل کور له مخې تښتولی و. د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د اصغري د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون عمومي سکرټر شکیب سخي تایید کړې چې وحید اصغري د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ د کابل ښار په قلعه فتح‌الله کې د خپل کور له مخې نه تښتول شوی و او نن یې مړی کورنۍ ته ورسپارل شوی دی.

په ورته مهال د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې هم د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون د پخواني رییس مړینه تایید کړې او له اړوندو ادارو یې د هغه د مرموزې مړینې په تړاو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د کابل په کوربه‌توب؛ د ۷ هېوادونو په ګدون د دودیزې غېږ نیونې سیالۍ نن پیلېږي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۱
د کابل په کوربه‌توب؛ د ۷ هېوادونو په ګدون د دودیزې غېږ نیونې سیالۍ نن پیلېږي
100%

د دودیزې غېږ نیونې نړۍوال فسټیوال نن پنجشنبه (د غویي ۳مه) د کابل په کوربه‌توب پیلېږي. دغه سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست په تالار کې ترسره کېږي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دغه سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ایران، ترکیې، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبغاړي ګډون کوي. د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ؛ په دغه سیالیو کې تر ۶۰ ډېر لوبغاړي برخه اخلي او په ورته وخت کې به د سامبو سیالۍ او ځینې دودیزې لوبې هم ترسره شي، چې شاوخوا ۱۰۰ کورني لوبغاړي به په‌کې ګډون وکړي.

دغه سیالۍ به د کورش، رستمي و ګشتینګیري په ګډون د غېږ نیونې په بېلابېلو دودیزو څانګو کې ترسره شي او موخه یې د سیمه‌ییزو لوبو وده او د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده.
د بدني روزنې او سپورت ریاست هم اعلان کړی، چې د کابل په ۲۵۰۰ کسیزه جمنازیم کې د دغه سیالیو د ترسره کولو لپاره ټولې تابیاوې نیول شوې او یوشمېر بهرني لوبغاړي هم هېواد ته رسېدلي دي.

100%

د کورش نړیوال فدراسیون د مشرتابه غړی د غېږ نیونې سیالۍ لپاره کابل ته رسېدلی

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۱
د کورش نړیوال فدراسیون د مشرتابه غړی د غېږ نیونې سیالۍ لپاره کابل ته رسېدلی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک ملي کمېټې رییس احمدالله وثیق وایي، د کورش نړیوال فدراسیون د مشرتابه غړی امید جان رستموف د دودیزې غېږ نیونې سیالۍ لپاره کابل ته رسېدلی دی. د نوموړي په وینا، ۴۶ نور بهرني لوبغاړي هم کابل ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا تر دې دمه، د دغې سیالۍ لپاره له تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان او ترکمنستان څخه ۴۶ ورزشکاران هم کابل ته رسېدلي دي.

احمدالله وثیق د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دودیزې غېږ نیونې نړیواله جشنواره د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو د ۶۰ بهرنیو او ۱۰۰ کورنیو ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب په پلازمېنه کابل کې کېږي.

یاده سیالۍ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (د غويي پر درېیمه) پیل شي او درې ورځې به دوام وکړي.

سرچینې: طالبانو په هلمند کې د بدني ښکلا اتل نیولی او په زور یې ترې د اقرار ويډیو اخیستې ده

۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
سرچینې: طالبانو په هلمند کې د بدني ښکلا اتل نیولی او په زور یې ترې د اقرار ويډیو اخیستې ده
100%

د اسیا په کچه د بدني ښکلا اتل زمری ځلاند چې درې ورځې وړاندې یې د خپلو اقتصادي‌ ستونزو له کبله د اتلولۍ ستاینلیکونه او مډالونه د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي وو، طالبانو نیولی. سرچینې وایي، نوموړی تېره ورځ طالبانو خبرو ته اړ اېستی او په زور یې ترې د اقرار ويډیو اخیستې ده.

هغه په دغه ویډیو کې ویلي، چې اقتصادي‌ ستونزې نه‌لري‌او ستونزې یې حل شوې دي. زمری ځلاند چې د اسیا په کچه یې د اتلولۍ مډالونه ترلاسه کړي، درې ورځې وړاندې یې خپل د سرو زرو ګټلي مډالونه او جامونه د اقتصادي ستونزو له امله وپلورل.
هغه چې د هلمند پر يو څلورلارې ناست دی په یوه ویډيو کې وايي: «کوم مډالونه او کپونه چې ما د خارج په سطحه افغانستان ته راوړي دا د هېواد افتخار دی. خو زه نن مجبور یم، مشکلات لرم خرڅوم یې. هر څوک که غواړي دا دې زما څخه رانیسي، زه به خپل مشکلات پرې حل کړم».

د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته په خواله رسنیو کې پر طالبانو نیوکې زیاتې شوې. د خواله رسنیو کاروونکو ویلي و، نن سبا اقتصادي ستونزې دومره پراخې شوې چې ان ورزشي اتلان مجبور دي خپلې لاسته راوړنې وپلوري.

سرچینو ویلي، چې وروسته په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست زمری ځلاند نیولی او په یوه ویډیو کې یې په زور ترې د بښنې غوښتلو ته اړ اېستی. نوموړی په یوې نوې ويډیو کې وايي: «ما چې کومه ویډیو کړې وه، زه تېر اېستل شوی وم. شکر دی مشکلات مې حل شوي او له ټولو هېوادوالو بښنه غواړم».

په هلمند کې د طالبانو د ورزش اداره هم د زمري ځلاند لاسته راوړنې ملي یادوي او اقتصادي ستونزې یې مني؛ خو وايي چې دغه ستونزې باید لومړی له دوی سره شریکې شوې وې.

شاپور ځدراڼ د نوي ډیلي د یوه روغتون د شدیدې پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندې دی

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱
شاپور ځدراڼ د نوي ډیلي د یوه روغتون د شدیدې پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندې دی
100%

د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د هند د نوي ډیلي په یوه روغتون کې د شدیدې پاملرنې په څانګه کې بستر دی. شاپور ځدراڼ د د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو له ناروغۍ کړیږي.

د راپورونو له مخې، شاپور ځدراڼ د د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو ناروغي (HLH) په څلورم پړاو اخته دی.

دا ناروغي ډېری په ماشومانو کې لیدل کېږي، خو په لویانو کې هم رامنځته کېدای شي، په ځانګړي ډول په هغو کسانو کې چې معافیتي سیستم یې کمزوری وي یا مخکې له سرطان سره مخ شوي وي.

په دې ناروغۍ کې د بدن معافیتي سیستم ډېر فعال کېږي، چې له امله یې شدید التهاب رامنځته کېږي او د بدن نسجونو ته زیان رسوي.

د شاپور ورور غمي ځدراڼ ویلي چې نوموړي لومړی ځل د تېر کال په اکتوبر کې د ناروغۍ نښې احساس کړې.

وروسته ډاکټرانو ورته سپارښتنه وکړه چې د لا پرمختللې درملنې لپاره هند ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړې چې راشد خان او د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د اړیکو له لارې مرسته وکړه چې د هند ویزه ژر ترلاسه شي.

شاپور د جنورۍ پر۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له همغه وخته په روغتون کې بستر دی.

د هغه ورور وایي چې شاپور له شدیدو عفونتونو سره مخ شوی و او حتا نری رنځ (توبرکلوز) یې مغز ته هم خپور شوی و.

هغه همداراز ویلي چې شاپور له روغتون نه تر رخصتېدو وروسته بیا له نس درد او تبې سره مخ شو او وروسته جوته شوه چې د ډینګي په ناروغۍ هم اخته شوی دی.

د مارچ پر۲۶مه نېټه د نوموړي د هډوکو د مغز ازموینې وښوده چې دHLH ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شاپورځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.

په کابل کې د ۷ هېوادونو ۵۰ لوبغاړي د کورش او غېږنیونې په لوبو کې برخه اخلي

۳۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱
په کابل کې د ۷ هېوادونو ۵۰ لوبغاړي د کورش او غېږنیونې په لوبو کې برخه اخلي
100%

د طالبانو د المپیک رییس وايي، چې پلازمېنه کابل د پنجشنبې په ورځ د سيمې د اوو هېوادونو ترمنځ د نړيوالو رزمي لوبو کوربه توب کوي. په دغو سياليو کې به د ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ايران، ترکيې او افغانستان لوبغاړي ګډون وکړي.

دغه نړيوالې سيالۍ د کورش، سامبو او دوديزې غېږنيونې په برخو کې کیږي، چې موخه يې د ورزشي اړيکو پياوړتيا او د دوديزو لوبو وده بلل شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک ملي کمېټې رییس احمدالله وثیق ویلي، چې په دغو سياليو کې به شاوخوا ۶۰ بهرني لوبغاړي او تر ۱۰۰ پورې افغان لوبغاړي او پهلوانان برخه واخلي.

د هغه په وينا، دا سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي.