د روسیې د څه کم څلورزره ټنو خوراکي مرستو لومړۍ جوپه مزار شریف ته ورسېده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ یې د مرسته شویو اوړو لومړۍ جوپه په بلخ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته وسپارله. روسیې ویلي، چې دغه اوړه به د ملګرو ملتونو لهخوا پر افغانانو ووېشل شي.
