مرستندویه سازمانونه: جګړې، وچکالۍ او د مرستو کمښت په ۲۰۲۶ کال کې لوږه زیاتوي

د مرستندویه سازمانونو اېتلاف د ۲۰۲۶ کال راپور ښيي، چې جګړې، وچکالۍ او د بشري مرستو کمښت به سږکال په نړۍ کې د لوږې کچه په بېساري ډول لوړه وساتي. د دغه راپور له مخې، په تېره یوه لسیزه کې د شدیدې لوږې کچه دوه برابره شوې ده.
