• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناروې غواړي له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز ولګوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۱

د ناروې حکومت غواړي، له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز ولګوي. د ناروې حکومت وایي، چې د ټېکنالوژۍ شرکتونو ته به دنده ورکړل شي؛ څو د کاروونکو عمر څرګند کړي او له دې سره له خواله رسنیو د ماشومانو د کارونې مخه ونیسي.

د ناروې لومړی وزیر یوناس ګار ستوره په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ دغه قانون وړاندې کوو؛ ځکه غواړو ماشومان د ماشومتوب فرصت ولري». هغه وایي: «لوبې، ملګرتیا او ورځنی ژوند باید د الګوریتمونو او سکرینونو تر کنټرول لاندې رانه‌شي».

د ناروې لومړي وزیر ټینګار کړی، چې «دا د ماشومانو د ډیجیټل ژوند د ساتنې لپاره یو مهم ګام دی». د راپورونو له مخې؛ د خواله رسنیو د کارولو په اړه به نوی قانون د ۲۰۲۶کال تر پایه د ناروې پارلمان ته وړاندې شي.

تر دې مخکې ځینو نورو هېوادونو هم ورته محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي؛ اسټرالیا هم تر دې وړاندې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز لګولی و.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

تر کرونا وبا وروسته؛ په دوبۍ کې د لومړي ځل لپاره د کورونو بیې راټیټې شوې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د دوبۍ د استوګنې تود بازار چې د اوږدې مودې لپاره د نړۍ تر ټولو پیاوړو بازارونو څخه شمېرل کېده، اوس په‌کې د فشار او ماتې نښې ښکاري. د بلومبرګ خبري شبکې په یوه راپور کې په دوبۍ کې د کورونو بیو راټیټېدو په اړه څېړنه کړې ده.

د راپور له مخې؛ په دوبۍ کې د کورونو بیې تر کرونا وبا وروسته د لومړي ځل لپاره راکمې شوې دي. کارپوهان باور لري، چې د بیو دغه کمښت د امریکا او اسراییل له لوري له ایران سره د جګړې او د پانګه‌والو د باور کمېدو مستقیمه پایله ده.

د کورونو د بیو د شاخص له مخې چې د ولیواسترت (ValuStrat ) د ملکیتونو مشورتي ادارې له‌خوا جوړ شوی، بیې په مارچ میاشت کې د تېرې میاشتې پرتله ۵.۹ سلنه راکمې شوې دي. دا د ۲۰۲۰کال راهیسې لومړی ځل دی، چې بیې د کمېدو په لور روانې دي. که څه هم له دغه کمښت سره، سره بیې لاهم په هغه کچه کې دي، چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې وې.

پر بازار د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو اغېز

په وروستیو کلونو کې د دوبۍ د ملکیتونو بې‌سارې وده د بهرنیو پانګونو او د شتمنو کسانو د کډوالۍ پایله وه او بیې له ۲۰۲۰کال راهیسې تر ۷۰ سلنې لوړې شوې وې؛ خو اوس د دغه بازار وده او ثبات د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د جګړې تر اغېز لاندې راغلی دی.

د ریدین(REIDIN) ادارې شمېرې ښيي، چې په مارچ میاشت کې د استوګنې د معاملاتو ارزښت نږدې ۲۰ سلنه راکم شوی او شاوخوا ۳۷.۲ مېلیارد درهمو (۱۰.۱ میلیارد ډالر) ته رسېدلی دی.

همدارنګه د معاملاتو شمېر هم راکم شوی، چې له شاوخوا ۱۶زرو څخه په تېره میاشت کې ۱۳زرو ته راټیټ شوی. د بیټر هومز Betterhomes شرکت اجراییه مشر لوېس هارډینګ په دې اړه ویلي: «بازار به ژر خپلې پخوانۍ لوړې کچې ته ونه رسېږي او ښایي دغه بیې نورې هم راکمې شي. د دې په پام کې نیولو سره چې د نفوس وده ښايي د پخوا په څېر نه‌وي او ډېر نوي استوګنیز واحدونه بازار ته وړاندې کېږي، موږ به د تقاضا له کمښت سره مخ شو».

ډونالډ ټرمپ: لبنان ښايي ډېر ژر له اسراییل سره د اړیکو بندیز لرې کړي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې لیبنان ښايي ډېر ژر هغه قانون لغوه کړي چې له اسراییل سره اړیکې منع کوي.

ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفیرانو په کچه د خبرو دوهم پړاو مشري یې وکړه. هغه وویل چې تر دې وړاندې د داسې قانون له شتون څخه نه و خبر، خو اوس «نږدې ډاډه» دی چې دا بندیز به ډېر ژر لرې شي.

د نوموړي دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خوا هم تایید شوې دي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو ورځو کې پر لبنان فشار زیات کړی څو دغه قانون لغوه کړي.

ناسا: د «کریو-۱۳» ماموریت به د سپټمبر په منځ کې نړیوال فضایي تمځای ته ولېږدول شي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د امریکا فضایي ادارې ناسا اعلان کړی، چې د سپېس‌اېکس «کریو-۱۳» ماموریت به د سپټمبر له منځنۍ مودې وروسته نړیوال فضایي تمځای ته ولېږدول شي، څو د علمي څېړنو او ټکنالوژۍ ازموینو له لارې د انسانانو راتلونکي سفرونه سپوږمۍ او مریخ ته چمتو کړي.

ناسا ویلي چې د «کریو-۱۳» ماموریت به د سپېس‌اېکس په مرسته ترسره شي او په کې به د درې بېلابېلو فضایي ادارو څلور ستورمزلي ګډون ولري.

د دې ماموریت مشري به د ناسا ستورمزله جسیکا واټکینز کوي او لوک ډېلني به د ماموریت د پيلوټ په توګه ورسره مل وي. همدارنګه د کاناډا د فضایي ادارې ستورمزلې جوشوا کټریک او د روسیې ستورمزلی سرګي تېتریاتنیکوف به د ماموریت د متخصصینو په توګه برخه واخلي.

د ناسا د معلوماتو له مخې، دا ماموریت د سوداګریزې عملې د پروګرام په چوکاټ کې نړیوال فضایي تمځای ته د سپېس‌اېکس دیارلسم منظم بدلون (روټېشن) دی. ټاکل شوې وه چې دا ماموریت په نومبر کې ترسره شي، خو اوس د ماموریتونو د چټکتیا لپاره مخکې راوړل شوی دی.

ناسا وایي، د دې ماموریت اصلي موخه علمي څېړنې او د نوو ټکنالوژیو ازموینه ده، څو انسانان د سپوږمۍ او مریخ راتلونکو ماموریتونو ته چمتو کړي او د ځمکې پر ژوند هم ګټور اغېز ولري.

د راپور له مخې، دا د جسیکا واټکینز دویم فضایي سفر دی، چې تر دې وړاندې یې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۷۰ ورځې په فضا کې تېرې کړې وې. خو د لوک ډېلني، جوشوا کټریک او سرګي تېتریاتنیکوف لپاره دا لومړنی فضایي ماموریت دی.

ناسا زیاتوي چې نړیوال فضایي تمځای له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د انسانانو د دوامدار حضور شاهد دی، چې د علمي پرمختګونو او هغو څېړنو لپاره زمینه برابروي چې پر ځمکه ترسره کول یې ممکن نه دي.

ټرمپ: د هرمز تنګي بشپړ کنټرول زموږ په لاس کې دی او له کلابندۍ تېښته ناشونې ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران پر وړاندې د سمندري کلابندۍ په اړه وويل، چې متحده ايالات د هُرمز تنګي «بشپړ کنټرول» په لاس کې لري او هېڅ کښتۍ نه شي کولای له دې کلابندۍ تېره شي.

هغه وويل: «هغه څه چې موږ د کلابندۍ له لارې ترسره کړي، حيرانوونکي دي؛ هېڅوک نه شي کولای ترې تېر شي او ان څوک د هڅې جرأت هم نه کوي».

ټرمپ دغه څرګندونې د پنجشنبې په ماښام په سپينه ماڼۍ کې وکړې او زياته يې کړه چې يوازې يوه پېښه وه چې يوې بېړۍ هڅه کړې وه له دې محدوديت څخه تېره شي، خو ودرول شوه، او له هغې وروسته «بل هېچا هڅه نه ده کړې».

هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چې که د ايران حکومت په هرمز تنګي کې د ماینونو اېښودلو هڅه وکړي، دا به «لويه تېروتنه» وي. د هغه په وينا، دا کار به تر دې زيات چې امريکا ته زيان ورسوي، خپله ايران ته تاوان ورسوي او عوايد به يې راکم کړي.

د امريکا ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې د سيمې پر هېوادونو، لکه متحده عربي امارات، سعودي عربستان، کويټ، قطر او بحرين د ایران اسلامي جمهوريت بريدونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دا کارونه «ناڅاپي» وو او دا يې «لويه تېروتنه» وبلله.

هغه ټينګار وکړ چې که ايران په هرمز تنګي کې د ماین‌اېښودنې ګام واخلي، نو دا پرېکړه به «ډېره ناسمه» وي.

د بشري حقونو د حکم خلاف؛ پولنډ ۳ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱

د پولنډ چارواکو درې افغان وګړي بېرته افغانستان ته استولي، سره له دې چې د بشري حقونو لپاره اروپایي محکمې له لوري د هغوی د ایستلو مخه نیول شوې وه.

پولنډي رسنیو د پنج‌شنبې په ورځ (د غویي ۳مه) راپور ورکړی چې دغه کسان په داسې حال کې له پولنډ څخه ایستل شوي چې د محکمې او د بهرنیو چارو وزارت دواړو د دې پرېکړې مخالفت کړی و.

د راپور له مخې، له ټولیزو نهو کسانو څخه درې یې کابل ته لېږدول شوي دي. د پولنډ د سرحدي ساتنې ادارې ویلي چې د محکمې پرېکړه دوی ته په وخت نه ده رسېدلې، خو ټینګار یې کړی چې دا درې کسان د «نا مطلوبو اشخاصو» په نوملړ کې شامل وو.

د راپور له مخې، د دغو کسانو وکیلانو ویلي، چې دا اقدام د نړیوالو قوانینو له مخې ستونزمن او جنجالي دی.

همداراز ویل شوي چې د اروپايي بشري حقونو د محکمې د لنډمهالي بندیز پرېکړه مخکې له عملیاتو څخه پولنډي چارواکو ته رسېدلې وه، خو سره له دې بیا هم د ایستلو بهیر دوام کړی دی.

ځینو حقوقي بنسټونو ویلي، چې دا اقدام د محکمې د پرېکړو سرغړونه ده، ځکه دا کسان پرته له کوم جزايي محکومیت څخه ایستل شوي او د پناه غوښتنې له حقه بې‌برخې شوي دي.

دا پېښه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې د اروپايي ټولنې هېوادونه تمه لري په راتلونکو اوونیو کې د طالبانو یو پلاوی مېلمه کړي، څو اروپا ته د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې وکړي چې «مجرم» بلل شوي دي.