• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان له مرکزي حکومت سره د همکارۍ نه کولو ګواښ کړی

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اعلی وزير سهېل اپريدي ګواښ کړی، که د مرکزي حکومت له‌خوا د هېواد له تر ټولو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف سره توپیري چلند دوام وکړي، نو دوی به له مرکزي حکومت سره همکاري بنده او د «بایکاټ پالیسي» خپله کړي.

سهېل اپريدي د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د خپلې کابينې غونډه کې د ملي او صوبايي پر چارو له خبرو او پر مرکزي حکومت له نیوکو سربېره وویل: «په پاکستان کې چې کوم خلک واکمن کړل شوي په ناسمه لاره را وستل شوي دي».

هغه همداراز زیاته کړې، د پاکستان له حکومت سره د ولس د هوساینې فکر نه‌شته او یوازې د تحریک انصاف ګوند په ختمولو پسې راخیستې ده.

اپریدي د عمران خان او د هغه د مېرمنې بُشرا بي‌بي درملنې او قضیو ته په سمه توګه پر نه‌رسېدنې هم نیوکې وکړې.

د پاکستان مرکزي حکومت لا تراوسه د سهیل اپریدي د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې د تېلو بيې یو ځل بيا لوړې کړای شوې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱
په پاکستان کې د تېلو بيې یو ځل بيا لوړې کړای شوې
100%

په پاکستان کې د ډيزل او پټرول بيې يو ځل بيا لوړې کړای شوې. د دغه هېواد د پټرولیم وزارت د ډیزل او پټرول د هر لیتر په بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې ډېروالی اعلان کړی دی.

د پاکستان د پټرولیم وزارت دغه نوې بيې د جمعې په شپه (د غويي ۴مه) اعلان کړې او سر له سبا (شنبه د غويي ۵مه) به په ټول پاکستان کې د يو ليتر پټرول بیه ۳۹۳ روپۍ او ۳۵ پیسې او د یو لیتر ډيزل بیه ۳۸۰ روپۍ او ۱۹ پیسې وي.

د دغه هېواد د پټروليم وزير علي پروېز ملک په يو بیان کې ویلي، حکومت د تېلو په نړيوالو بیو کې ترممکنه حده په خپله سب‌سایډي زغملې ده.

د هغه په وینا، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه لوړې شوي او دغه ټاکل شوې بیې به تر یوې اونۍ همداسې وي.

د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې په یوه وسله‌وال برید کې د ۵ پولیسو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې په یوه وسله‌وال برید کې د ۵ پولیسو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي
100%

د خيبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پوليسو پر یوه موټر د نامعلومه وسله‌والو په بريد کې د ۵ پوليسو په ګډون ۹ کسان ټپيان شوي دي. د باجوړ پوليسو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، دغه پېښه د جمعې په شپه نزدې نهه بجې د باجوړ د خار تحصيل په رشکۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

د باجوړ پولیسو زیاته کړې، له پېښې وروسته وسله‌والو د یادو ټپيانو پر لېږدونکي امبولانس هم ډزې کړي، خو لا تر اوسه په دغې پېښه کې د وژنې خبر نه‌دی ترلاسه شوی.

د سرچینې په وینا، له پېښې وروسته یاده سیمه د پولیسو له لوري کلابنده شوې او د عاملینو د نیولو په موخه عملیات پیل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ځوانان تر تښتولو وروسته وژلي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې ناپېژندو وسله‌والو د خیبر پښتونخوا د بنو له دومیل سیمې څخه د شفیع‌الله او فهیم‌الله په نومونو دوه ځوانان تښتولي او وروسته یې بیا وژلي وو.

پاکستان کې د افغان کډوالو یوه خوځښت له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۱
پاکستان کې د افغان کډوالو یوه خوځښت له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه
100%

د افغانانو فکري خوځښت د رهبرۍ شورا له نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. خبرپاڼه کې راغلي، افغان کډوال له بېلابېلو بشري ستونزو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید خپل مسوولیت ادا کړي.

یاد خوځښت د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ډېرو ستونزو لکه، شړلو، توقیف او د ژوندانه له سختو شرایطو سره مخ دي. د شورا رهبرۍ ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه او نور د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه باید د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوې د ځورونې مخه ونیسي.

شورا زیاته کړې، چې دا موضوع یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سولې او ثبات لپاره یو نړیوال مسوولیت ګڼل کېږي او باید د هر انسان د حقونو دفاع په منصفانه ډول وشي. د شورا په باور، افغان کډوال باید د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر چوکاټ لاندې وپېژندل شي او د ژوند په ټولو برخو کې د برابرۍ فرصتونه ولري.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزې یوازې پاکستان یا افغانستان پورې محدودې نه‌دي، بلکې دا یوه نړیواله مساله ده، چې باید د نړیوالو ټولنو له خوا په ګډه حل شي. شورا له ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بشرپالنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي او د یوه پایداره حل لارې په لټه کې شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال باید وکولای شي په درناوي سره خپل ژوند پرمخ یوسي او نړیواله ټولنه دې د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي. دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سختو شرایطو، شړلو او ناقانونه نیونو سره مخ دي او د بشري حقونو فعالان هم ورته اندېښمن دي.

د پاکستان په لاهور کې یوه مور د خپلو ۳ ماشومانو د وژنې په تور ونیول شوه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
د پاکستان په لاهور کې یوه مور د خپلو ۳ ماشومانو د وژنې په تور ونیول شوه
100%

د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې یوه مور د خپلو درېیو کم عمره ماشومانو د وژنې په تور نیول شوې ده. ځايي محکمې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره پولیسو ته دا واک ورکړی، چې د پنځو ورځو لپاره یاده ښځه په توقیف کې وساتي.

د ځايي پولیسو د معلوماتو له‌مخې، د لاهور په اچهره سیمه کې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په یوه کور کې درې ماشومان، دوه نجونې او یو هلک، چې عمرونه یې له یو نیم کال تر پنځو کلونو پورې وو، د چړې په وسیله وژل شوي دي.

پولیس وايي، د ماشومانو جسدونه په کور دننه په خونړي حالت کې موندل شوي او تورنه مور هم په هماغه کوټه کې وه.
پولیس زیاتوي، د پېښې د پلټنې لپاره تورنه مور د جمعې په ورځ محکمې ته وړاندې شوه او پولیسو د لا ډېرو څېړنو لپاره له محکمې ۱۴ ورځې وخت وغوښت، خو محکمې بیا یوازې ۵ ورځې پولیسو ته دا واک ورکړ، چې تورنه ښځه په توقیف کې وساتي او خپلې پوښتنې ترې وکړي.

د ځايي پولیسو په وینا، یادې ښځې په لومړیو کې د ماشومانو له وژلو انکار کړی وو، خو وروسته یې بیا اعتراف کړی، چې ماشومان دې په‌خپله وژلي دي او ویل کېږي یاده ښځه به د مې پر ۲۸مه بیا ځلي محکمې ته حاضره کړای شي.

لا تر اوسه د یادو ماشومانو د وژنې د لامل په تړاو څه‌ نه‌دي ویل شوي دي.

د پېښور مرکزي زندان کې د لومړي ځل لپاره دوه نرښځیان د بندیانو د څارونکو په توګه ټاکل شوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
د پېښور مرکزي زندان کې د لومړي ځل لپاره دوه نرښځیان د بندیانو د څارونکو په توګه ټاکل شوي
100%

د خیبر پښتونخوا چارواکو اعلان کړی، چې د دغې صوبې په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره دوه نرښځیان د پېښور مرکزي زندان کې د څارونکو په توګه ټاکل شوي دي. د زندان سرپرست ویلي، تمه ده، چې صوبیه خان او زهیب به راتلونکې اونۍ د پېښور په مرکزي زندان کې خپلې دندې پیل کړي.

د پېښور د مرکزي زندان د سرپرست په وینا، دا ګام د ټولنیزې تنوع او شمولیت د هڅو یوه برخه ده. هغه ویلي.، چې دواړه نرښځیان کارکوونکي به د زندان د نظم او امنیت ساتنه کوي او ورته د نورو څارونکو په څېر مسوولیتونه سپارل شوي دي.

چارواکو زیاته کړې، دا لومړی ځل دی چې په خیبر پښتونخوا کې نرښځیانو ته د دولتي ادارو په کچه رسمي دنده ورکول کېږي. د زندان سرپرست ویلي، د دې پرېکړې هدف دا دی، چې نرښځیان د ټولنې په بېلابېلو برخو کې فعاله ونډه ولري.

د صوبیه خان او زوهیب نومونه رسماً اعلان شوي او ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې اونۍ له پیل سره سم خپلې دندې پیل کړي. چارواکي وايي، دا ګام به د نرښځیانو ټولنې لپاره د فرصتونو دروازې پرانیزي او د ټولنیز شمولیت پیغام به ورسوي.

په خیبر پښتونخوا کې د خواجه سرا ټولنه له کلونو راهیسې د کار او تعلیم په برخه کې له ستونزو سره مخ ده. د زندان سرپرست تمه څرګنده کړې، چې د دغې ګومارنې په ټرڅ کې به نورې دولتي ادارې هم ورته ګامونه پورته کړي.