محمدباقر قالیباف د ایران د مذاکراتي ټیم له مشرۍ استعفا ورکړه

ایران انټرنشنل د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې محمدباقر قالیباف د ایران د مذاکراتي ټیم له مشرۍ استعفا ورکړې ده او امکان شته چې سعید جلیلي یې پر ځای وټاکل شي.
د معلوماتو پر بنسټ، محمدباقر قالیباف د دې لپاره چې هڅه یې کړې وه د امریکا سره د خبرو اترو په اجنډا کې د اټومي انرژۍ موضوع شامله کړي، په ایراان کې تر نیوکې لاندې راغلی او مجبور شوی چې استعفا ورکړي.
د ایران انټرنشنل د معلوماتو له مخې، امکان شته چې سعید جلیلي د مذاکراتي پلاوي په مشرۍ کې د قالیباف پر ځای وټاکل شي او عباس عراقچی هم هڅه کوي چې د قالیباف له څنګ ته کېدو وروسته له امریکا سره د مذاکراتو د دوسیې مسوولیت پر غاړه واخلي.
