د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکي وایي چې دلته هره ورځ د غلا ګڼې پېښې رامنځته کېږي او خلک د ماښام له لوري له کورونو د وتلو جرئت نه کوي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، که څه هم طالبانو په کوڅو کې پوستې جوړې کړې، خو دغو پوستو نه یوازې د غلاوو مخه نه ده نیولې، بلکې د خلکو تګ راتګ یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی. ځینې شاهدان ادعا کوي چې غله، په ځانګړې توګه د موبایلونو غله، له طالب پولیسو سره «ملګرتیا» لري.
د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې د سړک غاړې غلاوې او وسله والې غلاوې ډېرې عامې شوي دي، خو د طالبانو د وېرې له امله قربانیان دا پیښې له رسنیو سره نه شریکوي.
په همدې حال کې د طالبانو له خوا پر ښاریانو د فشار سربیره، د افغانستان انټرنشنل لیدونکو په تیره اونۍ کې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د پیغامونو او ویډیوګانو په لیږلو سره د غلا څو پیښې راپور کړې دي.
د کابل د یایمني سیمې یوه اوسیدونکي د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږل شوې وېډیو کې هغه شیبه ښیي چې یو موټرسایکل سپاره کس د یو مسافر تلیفون غلا کړ.
همدارنګه د چهارشنبې په ورځ د پلازمینې د یوه اوسیدونکي لخوا ثبت شوې یوه بله ویډیو هغه شیبه ښیي چې یو بایسکل چلوونکی غل هڅه کوي د یو وګړي تلیفون غلا کړي. د تلیفون مالک له مقاومت وروسته د غلا هڅه ناکامه شوه.
په کابل کې د جنايي پېښو کچه تر دې حده رسېدلې چې د تېرې سېشنبې په ورځ ۱۲ وسلهوالو غلو په دشت برچي کې له یوه ورکشاپ څخه یو میلیون افغانۍ لوټ کړې. د سیمې خلک وایي چې دغه غله د طالبانو په شپږمه حوزه کې تر نیول کېدو وروسته، د جنايي مدیر په همکارۍ بېرته خوشې شوي دي.
د وضعیت خرابوالی یوازې تر کابل محدود نه دی؛ په فاریاب کې ټولنیزو فعالانو دا غلاوې د طالبانو د «ظلم نوې بڼه» بللې او وایي چې دا چارې له چارواکو سره په همغږۍ ترسره کېږي.
په هلمند کې هم سرچینې وایي چې وسلهوال غله په رڼا ورځ له خلکو پیسې اخلي. د تېرې پنجشنبې په شپه په لښکرګاه کې غلو یو ځوان وژلی او بل یې ټپي کړی دی. همدا راز له لښکرګاه څخه یوې امنیتي کامرې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې وسلهوالو غلو یو کس تر وهلو وروسته له موټرسایکل کوز کړی او هغه یې ترې بیولی دی.
ورته شکایتونه له پروان، تخار او بدخشان ولایتونو هم ترلاسه شوي دي. په تالقان ښار کې وسلهوال غله په نیمه شپه یوه سوپرمارکېټ ته ننوتي او ۵۰ زره افغانۍ یې ترې وړې دي، خو طالب مسوولینو یې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی.
ښاریان زیاتوي چې په هېواد کې وسلو ته یوازې طالب جنګیالي لاسرسی لري او ډېری غله د طالبانو په جامو او ظاهري بڼه کې دا جنایتونه ترسره کوي.