• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غلاوو زیاتوالی؛ د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي طالبان په بې‌کفایتۍ تورنوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د وسله‌والو غلاوو په اړه شکایتونه کړي. دوی وايي، په کابل او نورو ولایتونو کې د مبایلونو، نغدو پیسو، موټرو او د کورونو د لوټلو پېښو له سختې وېرې سره مخ کړي دي.

د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکي وایي چې دلته هره ورځ د غلا ګڼې پېښې رامنځته کېږي او خلک د ماښام له لوري له کورونو د وتلو جرئت نه کوي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، که څه هم طالبانو په کوڅو کې پوستې جوړې کړې، خو دغو پوستو نه یوازې د غلاوو مخه نه ده نیولې، بلکې د خلکو تګ راتګ یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی. ځینې شاهدان ادعا کوي چې غله، په ځانګړې توګه د موبایلونو غله، له طالب پولیسو سره «ملګرتیا» لري.

د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې د سړک غاړې غلاوې او وسله والې غلاوې ډېرې عامې شوي دي، خو د طالبانو د وېرې له امله قربانیان دا پیښې له رسنیو سره نه شریکوي.

په همدې حال کې د طالبانو له خوا پر ښاریانو د فشار سربیره، د افغانستان انټرنشنل لیدونکو په تیره اونۍ کې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د پیغامونو او ویډیوګانو په لیږلو سره د غلا څو پیښې راپور کړې دي.

د کابل د یایمني سیمې یوه اوسیدونکي د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږل شوې وېډیو کې هغه شیبه ښیي چې یو موټرسایکل سپاره کس د یو مسافر تلیفون غلا کړ.

همدارنګه د چهارشنبې په ورځ د پلازمینې د یوه اوسیدونکي لخوا ثبت شوې یوه بله ویډیو هغه شیبه ښیي چې یو بایسکل چلوونکی غل هڅه کوي د یو وګړي تلیفون غلا کړي. د تلیفون مالک له مقاومت وروسته د غلا هڅه ناکامه شوه.
په کابل کې د جنايي پېښو کچه تر دې حده رسېدلې چې د تېرې سې‌شنبې په ورځ ۱۲ وسله‌والو غلو په دشت برچي کې له یوه ورکشاپ څخه یو میلیون افغانۍ لوټ کړې. د سیمې خلک وایي چې دغه غله د طالبانو په شپږمه حوزه کې تر نیول کېدو وروسته، د جنايي مدیر په همکارۍ بېرته خوشې شوي دي.

د وضعیت خرابوالی یوازې تر کابل محدود نه دی؛ په فاریاب کې ټولنیزو فعالانو دا غلاوې د طالبانو د «ظلم نوې بڼه» بللې او وایي چې دا چارې له چارواکو سره په همغږۍ ترسره کېږي.

په هلمند کې هم سرچینې وایي چې وسله‌وال غله په رڼا ورځ له خلکو پیسې اخلي. د تېرې پنجشنبې په شپه په لښکرګاه کې غلو یو ځوان وژلی او بل یې ټپي کړی دی. همدا راز له لښکرګاه څخه یوې امنیتي کامرې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې وسله‌والو غلو یو کس تر وهلو وروسته له موټرسایکل کوز کړی او هغه یې ترې بیولی دی.

ورته شکایتونه له پروان، تخار او بدخشان ولایتونو هم ترلاسه شوي دي. په تالقان ښار کې وسله‌وال غله په نیمه شپه یوه سوپرمارکېټ ته ننوتي او ۵۰ زره افغانۍ یې ترې وړې دي، خو طالب مسوولینو یې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی.

ښاریان زیاتوي چې په هېواد کې وسلو ته یوازې طالب جنګیالي لاسرسی لري او ډېری غله د طالبانو په جامو او ظاهري بڼه کې دا جنایتونه ترسره کوي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سفیر او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر د افغان کډوالو پر ستونزو غږېدلي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
د طالبانو سفیر او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر د افغان کډوالو پر ستونزو غږېدلي
100%

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مشر اسکار مانوېل سانچز سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ثبت، د بېرته ستنېدو پر مهال د شته ننګونو او د خدماتي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې سردار احمد شکیب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له نوي مشر په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د ثبت او راجستر مرکزونو کې باید د خدماتو ظرفیت او کاري ساعتونه زیات شي. نوموړي وړاندیز کړی، چې د شکایتونو د ځانګړې څانګې په فعالېدو سره به د کډوالو د ځورونې، اوږده انتظار او ناسم چلند مخنیوی وشي.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر د کډوالو د ثبت او پلټنې په ټولو مرکزونو کې د بشري اسانتیاوو لکه پاکو اوبو، درملو او مناسبو خوړو د برابرولو غوښتنه کړې، ترڅو افغان کډوال په پوره عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.

طالبانو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې نوي مشر اسکار سانچز د دغو وړاندیزونو په ځواب کې ژمنه کړې، چې د خدماتو د ښه والي لپاره به لازم ګامونه پورته کړي. هغه ویلي، چې د کډوالو د ستونزو د مستقیم ثبت لپاره به یو ځانګړی مرکز او موبایل شمېرې فعالې کړي او د محصلینو د اسنادو موضوع به هم له پاکستاني ادارو سره تعقیب کړي.

په دغه لیدنه کې سانچز د طالبانو له سفیر څخه غوښته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد موټرونه چې په پاکستان کې بند پاتې دي باید افغانستان ته د تګ اجازه ورکړل شي.

د تاجکستان ډیپلوماټانو د بدخشان له والي سره د سرحدي امنیت په اړه خبرې کړې دي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
د تاجکستان ډیپلوماټانو د بدخشان له والي سره د سرحدي امنیت په اړه خبرې کړې دي
100%

په افغانستان کې د تاجکستان سفارت نظامي اتشې او لومړي سکرتر په بدخشان کې د طالبانو له والي سره په سرحدي سیمو کې د امنیت د ټینګښت، په دغه ولایت کې د تاجکستان د کونسلګرۍ د بېرته پرانېستلو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.

په بدخشان کې د طالبانو رسنیز دفتر نن جمعه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تاجکستان د سفارت پوځي اتشه خورشید ادینه زاده او لومړي سکرتر نظر علي د دغه ولایت له والي محمد اسماعیل غزنوي سره کتلي. تاجکستاني ډیپلوماټانو په دې ناسته کې د اغېزمن سرحدي مدیریت او پر پوله د امنیت پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دا کتنه پر داسې مهال کېږي چې تاجکستان په وار وار په سرحدي سیمو کې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د تاجکستان چارواکو تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې دوی به د چین په همکارۍ د افغانستان پولې ته څېرمه نوي پوځي تاسیسات جوړ کړي.

دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې په وروستیو میاشتو کې په سرحدي سیمو کې یو شمېر چینايي وګړي ووژل شول او تاجکستاني چارواکي یې سرچینه د افغانستان خاوره بولي.

بلخوا، د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو سازمان د سرحدي ادارو مشرانو هم د چهارشنبې په ورځ په ګلستان ښار کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان د بې‌ثباته سیاسي، پوځي او اقتصادي وضعیت پر ویجاړونکو اغېزو اندېښنه څرګنده کړې. د دوی په وینا، د افغانستان اوسنی وضعیت د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر سرحدي امنیت نېغ په نېغه منفي اغېز کړی دی.

د طالبانو مخالفانو په ترکیه کې پر افغانستان د سیمه‌ییزو تحولاتو د اغېزو په اړه ناسته وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱
د طالبانو مخالفانو په ترکیه کې پر افغانستان د سیمه‌ییزو تحولاتو د اغېزو په اړه ناسته وکړه
100%

یو شمېر افغان سیاسي څېرو، کارپوهانو او مدني فعالانو په انقره کې د یوې غونډې په ترڅ کې پر افغانستان د سیمه‌ییزو تحولاتو د اغېزو په اړه ناسته وکړه. دا غونډه د «راه لاجورد» د څېړنې او پالیسۍ مرکز له لوري جوړه شوې وه.

د غونډې تنظیموونکو د جمعې په ورځ وویل، چې دا ناسته د سیاسي څېرو، څېړونکو او مدني ټولنو استازو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو پلیټ فارم برابروي. د لاجورد یولي مرکز په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ژورو ننګونو سره مخ شوی او د نړیوالو قدرتونو په جوړښتونو کې بدلونونو د هېواد دننه د حکومتدارۍ او مشروعیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو ضد سیاستوال، کارپوهان او د ښځو د حقونو فعالان ګډون لري.

په بیان کې ټینګار شوی چې په نړیوال سیسټم کې د لویو قدرتونو ترمنځ سیالۍ او د سیمه‌ییزو اتحادونو بیا تنظیم د افغانستان پر سیاسي منظر د پام وړ اغېزه کړې ده.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې افغانستان ته باید نور یوازې د امنیتي لیدلوري له لارې ونه کتل شي، بلکې اړتیا ده چې د یوه سیاسي لوبغاړي په توګه وڅېړل شي.

د مدني او سیاسي ټولنو استازو به په دغه ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکو حل لارو اړه د دوو ورځو لپاره خپل بحثونه جاري وساتي.

ملګري ملتونه: د کډوالو راستنېدو د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه زیات کړی دی

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۲ GMT+۱
ملګري ملتونه: د کډوالو راستنېدو د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه زیات کړی دی
100%

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د افغانستان څانګې مشره سټیفاني لوس وایي، چې د کډوالو دغه لویه څپه پر بنسټیزو جوړښتونو او عامه خدماتو بې‌ساری فشار راوستی او د افغانستان لپاره یې لویه ننګونه رامنځته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یو اېن‌ هبیتات)د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲،۸ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې له دې سره د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر له درې میلیونو اوړي. ملګري ملتونه وړاندوینه کوي که دا بهیر په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام وکړي، نږدې دوه میلیونه نور کسان به هم بېرته افغانستان ته ستانه شي.

سټیفاني لوس په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه او ۶۰ زره کسان د کورني بې‌ځایه شویو په توګه ثبت شوي دي، چې دا د هېواد د ټول نفوس شاوخوا ۶ سلنه جوړوي. نوموړې ټینګار وکړ چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د بې‌ځایه کېدو اصلي لامل جګړه نه، بلکې د اقلیمي بدلون اغېزې دي، ځکه افغانستان د اقلیم له پلوه د نړۍ د ۱۰ زیانمنو هېوادونو په ډله کې راځي.

د راستنېدونکو د وضعیت په اړه لوس وویل، چې ډېری دا کسان له سختو ستونزو سره مخ دي او که څه هم په لومړي سر کې خپلو پلرنیو سیمو ته ځي، خو د کلونو مسافرۍ له امله یې هلته اړیکې کمزورې شوې وي. همدا لامل دی چې ډېری یې ښارونو ته کډه کېږي ترڅو کاري فرصتونو ته لاسرسی ومومي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال ښايي د افغانستان ۷۰ سلنه ښاري سیمې غیر رسمي او له پلان پرته جوړې شوې وي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې ټینګار کړی چې د دغو کسانو دوامداره مدغم کېدل، د مناسب کور چمتو کول، د ځمکې حق، پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او زده‌کړو ته لاسرسی تر ټولو لویې ننګونې دي چې د هوارولو لپاره یې جدي پاملرنې ته اړتیا شته.

کاناډايي سناتوره: د افغانستان راتلونکی یوازې د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱
کاناډايي سناتوره: د افغانستان راتلونکی یوازې د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي
100%

د کاناډا سناتورې ماریلو مک فېډران په اوټاوا کې د افغانستان په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان راتلونکی یوازې د دغه هېواد د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي. هغې ټینګار وکړ: «په افغانستان کې تل‌پاتې سوله له عدالت، پراخ ګډون او د ټولو غږونو له اورېدو پرته ناشونې ده».

مک‌ فېډران د افغانستان د راتلونکي په اړه ویلي، نن تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده چې ښځې، ځوانان، روڼ اندي او د ټولنې مشران په یوه ګډ لیدلوري کې سره راټول شي. دغه ناسته د اوټاوا د مشورتي پروسې په نوښت د اوټاوا پوهنتون د نړۍوالو پالیسیو د مطالعاتو مرکز په همکارۍ ترسره شوه.

د یادې ناستې د اعلامیې له مخې؛ د دغه ناستې اصلي موخه د افغانستان راتلونکي انځورول و.

سیاسي، ټولنیز، اقتصادي وضعیت، بشري او د ښځو حقونه، سیاسي مشروعیت، د کډوالو کړکېچ او د طالبانو له‌خوا پر خلکو لګول شوي محدودیتونه په دغه ناسته کې د بحث وړ موضوعات وو.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر هم په دغه غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره پر ګډ مسوولیت ټینګار وکړ. هغې وویل: «افغانستان د دغه ستونزمن پړاو څخه د وتلو لپاره په خبرو اترو کې زړورتیا او د ګډ مسولویت منلو کې صداقت ته اړتیا لري».

اغلې سمر ټینګار وکړ: «د تېرو تېروتنو د تکرار پر ځای موږ باید د داسې راتلونکي په جوړولو تمرکز وکړو، چې په‌کې انساني وقار، د ښځو او نجونو حقونه او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو حق د هرې سیاسي پرېکړې اصلي محور اوسي».