• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سانسور او له طالبانو وېره؛ د هغه پلورنځیو کیسې چې ورځ تر بلې تش شوي دي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړۍواله ورځ ده. یونسکو دغه ورځ د نسلونو او کلتورونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره د کتاب د رول لوبولو فرصت بولي؛ خو په افغانستان کې دغه اړیکه د سانسور او د هغو کتابونو د بندیز تر فشار لاندې ده، چې د طالبانو له عقایدو سره په ټکر کې ګڼل کېږي.

د ښځینه لیکوالانو د کتابونو په ګډون ځینې کتابونه له پوهنتونونو او کتابتونونو ټول شوي دي.

له پوهنتونونو د کتابونو ټولول

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یو له مهمو بدلونونو څخه د ښوونیز نصاب پراخ بدلون دی. د یونسکو او یونېسف د ۲۰۲۵کال راپور وايي، چې ۱۸ مضمونونه حذف شوي او په پوهنتونونو کې د زده‌کړیالانو له‌خوا د ۶۷۹ کتابونو او درسي سرچینو کارول منع کړای شوي دي.

طالبان وایي، دغه کتابونه یې له دې امله ټول کړي چې د کلتوري او مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې وو.

تېر کال د کتابونو په اړه د طالبانو محدودیتونه لازیات شول. طالبانو ډیموکراسي، بشري حقونه او د ښځو د مطالعاتو مضمونونه هم له نصابه لرې کړي دي.

له بازارونو د کتابونو راټولول او بندیز

د طالبانو بندیزونه او تګلارې یوازې تر پوهنتونونو پورې محدوده نه‌دي. د ځینو راپورونو له مخې؛طالبانو لږ تر لږه ۵۰زره کتابونه له کتاب‌پلورنځیو او خپرندویانو څخه په کابل کې ټول کړي دي.

یادې ډلې کتابتونونو ته د سلګونو ممنوعه کتابونو نوملړونه هم سپارلي دي. د دغه محدودیتونو پر دوام د هرات په ګمرک کې د طالبانو چارواکي وارداتي کتابونه هم څېړي او هغه کتابونه چې د دوی د دیني، حکومتي یا ارزښتي لیدلوري سره په ټکر کې وي، هېواد ته د راوړلو اجازه نه ورکوي.

د ځوان نسل د خوښې وړ کتابونه ورک شوي

یو افغان لیکوال داوود عرفان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ځینو کتابونو بندیز او د ځانګړو کتابونو محدود وېش د دې لامل شوی چې ټولنه له مطالعې واټن واخلي. نوموړی وايي، هغه کتابونه چې د ځوان نسل له ذوق سره برابر وو؛ نور په بازار کې نه موندل کېږي.

په داسې حالاتو کې ځینې خلک ډیجیټلي کتابونو ته د بدیل په سترګه ګوري؛ خو دغه لاره هم له جدي محدودیتونو سره مخ ده. نړۍوال بانک وايي، چې په ۲۰۲۴کال کې یوازې ۱۶ سلنه د افغانستان خلکو انټرنېټ ته لاسرسی درلود. همدارنګه د یونسکو او یونېسف راپور ښيي، چې ۷۹ سلنه ښوونځي برېښنا نه‌لري.

سربېره پر دې د ډیجیټلي تادیاتو سیستم ستونزې هم د انلاین کتابونو لاسرسی محدود کړی دی. داوود عرفان وايي، چې ډېری کتابونه په ډیجیټلي بڼه هم نه‌شته او د برېښنا، انټرنېټ او تخنیکي امکاناتو نشتوالی د دې لارې پراخ استعمال مخه نیسي.

وېرې د کتابونو ځینې ویترینونه تش کړي

په هرات کې یو کتاب پلورونکی چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو له امله په افغانستان کې د مطالعې بهیر چې مخکې هم کمزوری و؛ اوس بحراني حالت ته رسېدلی دی.

هغه وايي طالبان د بشري حقونو، مینې کیسو، ځینو ناولونو، د عشقي شعرونو کتابونو او حتی هغو مذهبي کتابونو سره مخالفت لري چې په کې د شیعه مذهب یا د مسیحیت او یهودیت په اړه معلومات ورکړل شوي وي.

د هغه په وینا؛ مخکې تر ټولو ډېر پلور د هغو کتابونو و، چې په پوهنتونونو کې کارېدل، په ځانګړي ډول د حقوقو او سیاسي علومو کتابونه؛ خو اوس د طالبانو د محدودیتونو او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د دغه کتابونو پلور یا بند شوی او یا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

هغه وايي، چې په وروستیو کلونو کې سیاسي کتابونو هم نسبتاً ښه بازار درلود؛ لکه د افغان او بهرنیو سیاست‌والو خاطرات او د سیاسي څېرو په اړه کتابونه لکه د احمدشاه مسعود اړوند اثار.

دغه کتاب پلورونکی وايي، چې دغه کتابونه هېڅکله په ویترینونو کې نه اېښودل کېږي. د هغه په وینا، که څه هم طالبانو په ښکاره څه نه‌دي ویلي؛ خو کتاب پلورونکي پوهېږي چې دغه ډول کتابونه باید په ویترین کې ونه ښودل شي او یوازې د پېرېدونکي د غوښتنې پر مهال پلورل کېږي.

هغه همدارنګه وايي، چې د جمهوریت پرمهال نږدې هرکال د کتاب نندارتونونه جوړېدل او دغه نندارتونونه د کتاب پلور ته وده ورکوله؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېر لږ نندارتونونه جوړ شوي، چې ډېری یې یوازې دیني کتابونه رانغاړي.

د محدودیتونو پر وړاندې چوپه مبارزه

سره له دغه محدودیتونو د مطالعې د فرهنګ ژوندي ساتلو هڅې د کوچنیو ډلو ترمنځ لاهم روانې دي. د ګارډین د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ښځو ځینې ډلې په پټه سره راټولېږي او د کتابونو په اړه خبرې کوي.

د «ورلډ پاپولېشن ریویو» ویب‌پاڼې شمېرې ښيي، چې افغانستان د کتاب لوستلو له پلوه د نړۍ په وروستي کتار کې دی. افغانان په منځنۍ کچه په کال کې ۲.۵۶ کتابونه لولي او ۵۸ ساعته مطالعه کوي.

په دې نوملړ کې امریکا په کال کې د ۱۷ کتابونو په منځنۍ کچې سره لومړی ځای لري. ورپسې هند د ۱۶ کتابونو، برېتانیا د ۱۵، فرانسه د ۱۴ او اېټالیا د ۱۳ کتابونو په لوستلو سره په پرله‌پسې توګه دوی، درېیم، څلورم او پنځم ځایونه خپل کړي دي.

د دغه معلوماتو له مخې؛ د امریکا وګړي په کال کې په منځنۍ توګه ۳۵۷ ساعته مطالعه کوي، په هند کې دغه شمېر ۳۵۲ ساعته، په برېتانیا کې ۳۴۳، په فرانسه کې ۳۰۵ او په اېټالیا کې ۲۷۸ ساعته دي.

راپورونه ښيي، چې د کتاب لوستلو کلتور نه پراختیا او د خلکو اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د مطالعې کچه ټیټه کړې ده. همدارنګه، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو د مطالعې پر وړاندې د علاقې کمېدو لامل شوي دي.

یونسکو وايي، په ۲۰۲۲کال کې د افغانستان د سواد کچه ۳۷.۳ سلنه وه چې د ښځو لپاره ۲۲.۶ سلنه او د نارینه‌و لپاره ۵۲.۱ سلنه ثبت شوې ده. یونېسف هم ویلي، چې ۹۳ سلنه ماشومان د لومړنیو زده‌کړو تر پایه لاهم د لوستلو بنسټیز مهارت ته نه‌دي رسېدلي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحې د امریکايي استازو او مخکښو څېرو غوسه راپارولې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱
کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد طرحې د امریکايي استازو او مخکښو څېرو غوسه راپارولې
100%

په امریکا کې ګڼو سیاسي، پوځي او رسنیزو مخکښو څېرو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحې ته غبرګون ښودلی، چې له مخې یې تر زرو ډېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی؛ له قطر نه کانګو ته لېږدوي.

تازه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکوال نیکلاس کرېستوف پر اېکس پاڼه لیکلي دي: «افغان ژباړونکو د امریکايي سرتېرو د ژوندي پاتې کېدو لپاره له ډونالډ ټرمپ څخه ډېر کار کړی دی».

په دغه کسانو کې ژباړونکي، د افغانستان پخواني ځانګړي ځواکونه او د هغو کسانو کورنۍ شاملې دي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و او کلونه یې په قطر کې د امریکا په پوځي اډه کې د ځانګړې کډوالۍ ویزو ترلاسه کولو په تمه تېر کړي دي.

جېمز ستاوریدیس چې په افغانستان کې د ناټو پخوانی قوماندان و، هم په تند غبرګون کې لیکلي: «شرم دې وي پر موږ، موږ باید هغه زړور افغانان هېر نه‌کړو چې زموږ ترڅنګ د طالبانو پر وړاندې ولاړ وو. دا زما لپاره د منلو وړ نه‌ده، چې موږ هغوی امریکا ته انتقال نه‌کړو».

امریکايي سناتور اد مارکي په یوه تنده اعلامیه کې ویلي دي: «د کډوالو د منلو پروګرام له درولو وروسته د ټرمپ حکومت اوس غواړي له زرو ډېر زموږ افغان ملاتړي د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واستوي، هغه هېواد چې له ژور بشري ناورین سره مخ دی. په دغه کسانو کې ماشومان او د هغو کسانو کورنۍ شاملې دي، چې زموږ له ځواکونو سره یې مرسته کړې ده. دا ښکاره خیانت دی».

یو پخواني امریکایي سرتېري ریچارد اوجدا هم په یوه پیغام کې لیکلي دي: «دغه اقدام ما سخت ځوروي. ما کلونه هڅه وکړه، چې خپل ژباړونکي امریکا ته راولم؛ ځکه هغوی زموږ ژوند وژغوره. د هغوی له ډلې یو ۱۵ کلن هلک و، چې له جدي ګواښ سره مخ و؛ خو بیا یې هم زموږ لپاره کار کاوه او خپل هر څه یې له ګواښ سره مخ کړي وو».

د راپورونو له مخې؛ د ټرمپ حکومت وروسته له هغه چې امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام ودراوه، درېیمو هېوادونو لکه کانګو ته د دغه کسانو د لېږد لړۍ ارزوي. د ټرمپ حکومت د افغانستان په څېر هېوادونو څخه د کډوالو د منلو لړۍ درولې او افغان وګړي نور امریکا ته د سفر حق نه‌لري. افغان کډوال په قطر کې د السیلیه په پوځي پنډغالي کې د کډوالۍ تګلارو او پرېکړو تاوان پرې کوي.

یادې ډلې کلونه له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس په ناروښانه حالت کې بندپاتې دي. د کانګو دیموکراتیک جمهوریت هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې له بشري ناورین، پراخې ناامنۍ او وسله‌والو نښتو سره مخ دی.

د امریکا حکومت لاتراوسه دغه طرحه په رسمي ډول نه‌ده تایید کړې؛ خو د کډوالو د حقونو ملاتړو بنسټونو دا «غیراخلاقي او خطرناکه» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه ډول پرېکړه کولای شي د امریکا پر راتلونکو ملاتړ کوونکو اغېز وکړي او د باور کچه په جدي ډول کمه کړي.

د بشري حقونو د حکم خلاف؛ پولنډ ۳ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱
د بشري حقونو د حکم خلاف؛ پولنډ ۳ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي
100%

د پولنډ چارواکو درې افغان وګړي بېرته افغانستان ته استولي، سره له دې چې د بشري حقونو لپاره اروپایي محکمې له لوري د هغوی د ایستلو مخه نیول شوې وه.

پولنډي رسنیو د پنج‌شنبې په ورځ (د غویي ۳مه) راپور ورکړی چې دغه کسان په داسې حال کې له پولنډ څخه ایستل شوي چې د محکمې او د بهرنیو چارو وزارت دواړو د دې پرېکړې مخالفت کړی و.

د راپور له مخې، له ټولیزو نهو کسانو څخه درې یې کابل ته لېږدول شوي دي. د پولنډ د سرحدي ساتنې ادارې ویلي چې د محکمې پرېکړه دوی ته په وخت نه ده رسېدلې، خو ټینګار یې کړی چې دا درې کسان د «نا مطلوبو اشخاصو» په نوملړ کې شامل وو.

د راپور له مخې، د دغو کسانو وکیلانو ویلي، چې دا اقدام د نړیوالو قوانینو له مخې ستونزمن او جنجالي دی.

همداراز ویل شوي چې د اروپايي بشري حقونو د محکمې د لنډمهالي بندیز پرېکړه مخکې له عملیاتو څخه پولنډي چارواکو ته رسېدلې وه، خو سره له دې بیا هم د ایستلو بهیر دوام کړی دی.

ځینو حقوقي بنسټونو ویلي، چې دا اقدام د محکمې د پرېکړو سرغړونه ده، ځکه دا کسان پرته له کوم جزايي محکومیت څخه ایستل شوي او د پناه غوښتنې له حقه بې‌برخې شوي دي.

دا پېښه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې د اروپايي ټولنې هېوادونه تمه لري په راتلونکو اوونیو کې د طالبانو یو پلاوی مېلمه کړي، څو اروپا ته د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې وکړي چې «مجرم» بلل شوي دي.

پاکستانی خبریال: له ملا عمر سره مې په کندهار کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې لیدلی وو

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۱
پاکستانی خبریال: له ملا عمر سره مې په کندهار کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې لیدلی وو
100%

پاکستاني خبريال سليم جاوېد خان وايي، د اويايمو لمريزو کلونو په لومړيو کې يې ملا محمد عمر په کندهار کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې له نږدې ليدلی و.نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وويل، ملا عمر يو جګ قد لرونکی سړی و، يوه سترګه يې زيانمنه وه او په قونسلګرۍ کې د پاکستان سفیر څنګ ته ناست و.

د هغه په وينا، دا پېښه د ۱۹۹۴ کال ده. هغه وويل چې د يو پاکستاني پلاوي په چوکاټ کې ترکمنستان ته روان و، خو په کندهار کې د مجاهدينو له خوا، چې مشري يې امير لالي کوله، ونيول شو. دا نيونه د طالبانو د راټوکېدو له پيل سره هم‌مهاله وه.

جاوېد وايي، چې کله طالبانو کندهار ونيو، دی او ملګري يې خوشې شول او د پاکستان قونسلګرۍ ته ولېږدول شول. د هغه په وينا، هلته له پاکستاني سفير او له يوه داسې کس سره مخامخ شول چې وروسته معلومه شوه ملا عمر و. هغه وويل: «هغه وخت موږ نه پوهېدو چې دا سړی ملا عمر دی. هغه جګ قد درلود، يوه سترګه يې زيانمنه وه، سپين کالي يې اغوستي وو او لونګی يې پر سر وه، او ډېر دروند او باوقاره ښکاره کېده».

د دې خبريال په وينا، دوی له دغه کس څخه عکسونه اخيستي وو، خو ساتونکو يې پام شو او په قهر شول او له کمرې يې عکسونه پاک کړل. جاوېد زياته کړه: «هغه وخت موږ نه پوهېدو چې دا انځورونه به څومره ارزښت ولري».

نوموړي همدارنګه د هغه وخت د کندهار د خراب امنيتي حالت يادونه وکړه.

د طالبانو په جوړېدو کې د پاکستان رول

په همدې حال کې، هغه د طالبانو په رامنځته کېدو کې د پاکستان رول ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د بې‌نظير بوټو د صدارت پر مهال، اسلام‌اباد په افغانستان کې د يو اسلامي نظام د جوړېدو ملاتړ کاوه او په دې لاره کې يې له طالبانو سره مرسته کړې وه.

جاوېد دا هم وويل چې که ملا عمر ژوندی وای، ښايي د طالبانو او پاکستان اړيکې بل ډول وای، ځکه د هغه په وينا «طالبانو به د هغه خبرو ته غوږ نيولی وای».

ملا عمر د ۱۳۹۲ کال د غويي په درېيمه وفات شوی و، خو د هغه د مړينې خبر تر دوو کلونو پورې پټ ساتل شوی و.

د طالبانو او پاکستان تر منځ کړکېچنې اړيکې

د طالبانو د دويم ځل واکمنۍ په موده کې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې له جدي تاوتريخوالي سره مخ شوې دي. دواړه لوريو څو ځله د پولې په اوږدو کې سره نښتي او دې نښتو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

پاکستان طالبان تورنوي چې د «تحريک طالبان پاکستان» ملاتړ کوي او په دې هېواد کې ناامني رامنځته کوي.

د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره، د پاکستان امنيتي وضعيت هم بدل شوی دی. دا بدلون د ډېرو شنونکو لپاره د اټکل خلاف و، ځکه مخکې داسې انګېرل کېده چې اسلام‌اباد به د طالبانو سره د خپلو نږدې اړيکو او د دې ډلې په جوړېدو کې د خپل رول له امله په افغانستان کې «ستراتيژيک ژوروالی» ترلاسه کړی وي.

خو اوس، د ځينو شنونکو په اند، طالبان پخپله د پاکستان لپاره يو ستراتيژيک سرخوږی ګرځېدلي دي.

د امریکا همکار افغانان؛ یا کانګو ته لېږد یا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنېدل

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۵ GMT+۱
د امریکا همکار افغانان؛ یا کانګو ته لېږد یا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنېدل
100%

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، هغه افغانان چې د امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او کلونه د قطر په یوه پخواني امریکايي پوځي کمپ کې بند پاتې دي، اوس د داسې انتخاب سره مخ دي چې یا به کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي او یا به بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، سلګونه هغه افغان کډوال چې د امریکايي ځواکونو سره یې د جګړې پر مهال همکاري کړې وه او له کلونو راهیسې د قطر په کمپ «اس سیلیه» کې بند پاتې دي، وایي چې د ناڅرګند راتلونکي له امله له سخت فشار سره مخ دي.

د راپور په وینا، دا افغانان چې پکې د امریکايي پوځ پخواني ژباړونکي، د ځانګړو ځواکونو غړي او د امریکایي سرتېرو خپلوان شامل دي، اوس له دوو سختو انتخابونو سره مخ دي: یا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنېدل او یا د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته لېږدول کېدل، چې ځینو یې حتا نوم هم نه دی اورېدلی.

یو کمپ مېشت افغان اراش وایي: «اوس موږ د بد او تر بدتر انتخابونو ترمنځ بند پاتې یو.»

د کمپ ځینو اوسېدونکو ویلي چې د کمپ چارواکو هغوی ته د بېرته ستنېدو لپاره د وړیا ټکټونو او مالي مرستو وړاندیز هم کړی دی. خو د کمپ چارواکو ویلي چې تر اوسه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

په یوه پیغام کې چې د کمپ چارواکو د واټس‌اپ ډلې له لارې لېږلی، ویل شوي: «تر اوسه هېڅ دریم هېواد د بیا مېشتېدو لپاره په رسمي ډول نه دی تایید شوی. د امریکا حکومت د رضاکارانه بیا مېشتېدو د فرصتونو د موندلو لپاره خبرې روانې ساتلي دي.»

په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې افغان حکومت د دغو کسانو بېرته ستنېدو ته هرکلی وایي. هغه ویلي: «اوس دوی پوه شوي چې امریکایان هغو کسانو ته څومره اهمیت ورکوي چې له هغوی سره یې کار کړی و.»

نوموړي د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه له څرګندونې ډډه کړې، چې پکې د پخوانیو افغان چارواکو او د امریکايي ځواکونو د همکارانو د وژنو، بندي کولو او شکنجې راپورونه شامل دي.

د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې له وړاندې هڅې کړې چې د افغان کډوالو د امریکا ته د داخلېدو مخه ونیسي، او د بیا مېشتېدو پروګرامونه یې هم ځنډولي دي. یوازې په وروستیو میاشتو کې سلګونه کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کمپ یو شمېر اوسېدونکي وایي، که د کانګو انتخاب یوازینۍ لاره وي، نو ځینې به بېرته افغانستان ته ستنېدل هم ومني، خو ځینې نور بیا وایي چې هېڅ یو انتخاب د منلو وړ نه دی.

۱۵کلنه زهره چې په کمپ کې ده، ویلي: «افغانستان زما وطن دی، زه یې درناوی کوم، خو زه د بېرته ستنېدو لپاره چمتو نه یم.»

د بشري مرستو بنسټونه او ځینې امریکایي سیاستوال وایي چې دا ډول پلانونه د افغان کډوالو لپاره «اجباري انتخابونه» دي او د خوندي راتلونکي تضمین نه لري.

د ایرلنډ پارلمان: د افغان ښځو پر وړاندې چلند دې د جنسیتي توپیر په توګه په رسمیت وپېژندل شي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
د ایرلنډ پارلمان: د افغان ښځو پر وړاندې چلند دې د جنسیتي توپیر په توګه په رسمیت وپېژندل شي
100%

د ایرلنډ پارلمان د «بهرنیو او سوداګرۍ چارو ګډې کمېټې» په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د وضعیت په رسمیت د پېژندلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغان ښځو پر وړاندې چلند د جنسیتي توپیر یوه روښانه بېلګه ده.

دغه ناسته تېره ورځ د بشري او ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون، د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، چې پکې په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو او نجونو سره د چلند موضوعات وڅېړل شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په دې ناسته کې وویل، چې د ۲۰۲۱کال د اګست له میاشتې راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په څرګند ډول خراب شوی دی.

د هغه په وینا، د بشري حقونو سرغړونې نه یوازې افغانان له خپلو اساسي حقونو محروموي، بلکې پر نړیوالې سولې او امنیت هم منفي اغېز کوي.

بینېټ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د پراخو محدودیتونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دې ډلې قوانین او فرمانونه دغه ځپنې ته رسمیت ورکوي او بنسټیزه کوي. نوموړي زیاته کړه چې طالبانو د قانون پلي کوونکو بنسټونو بشپړه ولکه ترلاسه کړې او هغه قوانین او ادارې یې له منځه وړي چې د ښځو ملاتړ یې کاوه، په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په برخه کې.

هغه همداراز وویل چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ ښځینه قاضي یا څارنواله نشته او هېڅ ښځینه وکیله په رسمي ډول ثبت شوې نه ده. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم منحل شوی دی.

بینېټ ټینګار وکړ چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د «امر بالمعروف» قانون د دې ډلې ډېر سیاستونه سره یو ځای کړي دي. د هغه په وینا، د طالبانو د محکمو جزايي اصولو د دې ډلې ایډیولوژي نوره هم ټینګه کړې او د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي، ځکه چې دا اصول د عادلانه محاکمې تضمینونه نه لري او د خپل‌سري تفسیر لپاره پراخه زمینه برابروي.

نوموړي وویل، د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې پراخې، منظمې او سختې سرغړونې د بشریت پر وړاندې د جرمونو بېلګې ګڼل کېدای شي او دا وضعیت کېدای شي د جنسیتي توپیر په توګه تعبیر شي.

هغه دا هم زیاته کړه، چې د مدني فضا محدودېدل، پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه، خپل‌سري نیونې، شکنجه، هدفي وژنې، جبري ورکېدل او د لږکیو او زیان‌منونکو ډلو ځپل لا هم دوام لري.