• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی په رسمي سفر چین ته لاړ

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رييس سیدکریم هاشمي په مشرۍ یو پلاوی د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته لاړ. د دغه سفر موخه د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا بلل شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه لس کسیز پلاوی به له چینايي سوداګرو سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به همداراز له چینايي چارواکو سره د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د ګډو پانګونو د جلب په تړاو هم خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاد پلاوی به له چینایي سوداګرو سره هم بېلابېلې غونډې ولري.

د یادونې وړ ده، چې افغان سوداګر له پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ له بندېدو وروسته د چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د سوداګریزو چارو لپاره د بدیلو لارو د موندلو او پراخولو په هڅه کې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

په قزاقستان کې افغان محصلینو له فراغت وروسته هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۱
په قزاقستان کې افغان محصلینو له فراغت وروسته هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه وکړه
100%

په قزاقستان کې یو شمېر افغان زده‌کړیالانو د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له رييس سره په کتنه کې په یاد هېواد کې خپلې ستونزې مطرح کړې او پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه. دغه لیدنه په قزاقستان کې د «استانه سیمه‌ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې یو شمېر افغان زده‌کړیالانو د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) په قزاقستان کې د «استانه سیمه‌ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې له رييس مطیع‌الحق خالص سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د اقامت او روزنیزو سرچینو ته د لاسرسي په تړاو خپلې ستونزې مطرح او د حل غوښتنه یې وکړه.

هغوی همداراز له فراغت وروسته په هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص په دې کتنه کې د افغان زده‌کړیالانو له لوري د ملي هویت په ساتنې سره هغوی وهڅول چې له رامنځته شویو ښوونیزو فرصتونو په اغېزناکه توګه استفاده وکړي.

خو په خبرپاڼه کې د یاده زده‌کړیالانو د ستونزو د حل په تړاو هېڅ هم نه‌دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بهر کې پر لوړو زده‌کړو بوخت افغان محصلین د ویزو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یوې نرښځې د حضور له امله د طالبانو د مخالفانو لغوه شوې ناسته بېرته جوړېږي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱
د یوې نرښځې د حضور له امله د طالبانو د مخالفانو لغوه شوې ناسته بېرته جوړېږي
100%

د کاناډین نورث اکاډمۍ اعلان کړی، چې د غويي میاشتې پر ۱۲مه به د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د افغان فعالانو او د طالبانو د مخالفو څېرو ناسته جوړه شي. دغه غونډه تر دې وړاندې د یوې ټرانس‌جنډر د شتون پر سر د ځینو ګډونوالو د اعتراضونو له امله لغوه شوې وه.

د کانادین نورث اکاډمۍ په وینا، دا غونډه د دوی د روانو اکاډمیکو فعالیتونو یوه برخه ده چې د مدني ټولنې، بشري حقونو د فعالانو او اکاډمیکو شخصیتونو په ګډون جوړېږي. یو ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پراخو نیوکو وروسته اکاډمۍ پرېکړه کړې چې د اېل‌جي‌بي‌ټي فعاله «مهره صاغري» بېرته غونډې ته راوبولي، هغه فعاله چې مخکې یې د جنسیتي پېژندنې له امله شتون لغوه شوی و.
د اکاډمۍ نوی نوملړ ښيي چې ۲۱ تنه څېړونکي، فعالان، د پوهنتون استادان او پخواني چارواکي غونډې ته بلل شوي دي. په نوي نوملړ کې ځینې پخواني ویناوال لرې شوي او نوي کسان ورزیات شوي دي، خو اکاډمۍ د دې بدلونونو لامل نه دی روښانه کړی.

په بلل شویو کسانو کې سید اشراق حسیني، میرزا محمد یارمند، عبدالمنان دهزاد، زلمی نشاط، حمیدالله مفید، عباس بصیر، جبار اریایي، لعل محمد دراني، صمد کرمند، فرنګیس سوګند، سحر ایوبي، خدیجه امین او عاطفه وثیق شامل دي.

د کا ناډین نورث اکاډمۍ تر دې وړاندې ویلي وو چې د یوې ټرانس‌جنډر ویناوالې د شتون پر سر نیوکې د دې لامل شوې چې د رغنده علمي بحثونو فضا ګډوډه شي. د دې غونډې د بحث اصلي موضوعات په افغانستان کې سیاسي کړکېچ، د اساسي قانون نشتوالی، د بشري حقونو سرغړونې، د نجونو پر زده کړو بندیز او اقتصادي بحران بلل شوي دي.

په فاریاب کې لاریون؛ پخواني چارواکي طالبان «د نفوسو د جوړښت پر بدلولو» تورنوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
په فاریاب کې لاریون؛ پخواني چارواکي طالبان «د نفوسو د جوړښت پر بدلولو» تورنوي
100%

سیمه‌ییزې سرچینې او یو شمېر پخواني افغان چارواکي وایي، چې په فاریاب ولایت په ځانګړې توګه په قرمقول او دولت‌اباد ولسوالیو کې د طالبانو وروستیو اقداماتو د خلکو پراخې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

پخوانۍ سناتورې او د دوستم بنسټ مشرې راحله دوستم د ترکیې په انقره کې یوې ناستې پر مهال ویلي، چې طالبان له‌خوا په شمال او شمال‌ختیځو سیمو کې د خلکو جبري بې‌ځایه کول او د هغوی د ملکیتونو غصبول یوه تنظیم شوې هڅه ده.

په ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو پخواني وزیر بشیر احمد تینج افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان په فاریاب کې د قومي بې‌ځایه کېدو په لټه کې دي، چې ښايي دا چاره د خلکو او ان د ځینو ځايي طالبانو له توند غبرګون سره مخ شي.

همدارنګه د فاریاب پخواني والي نقیب‌الله فایق ادعا کړې چې طالبانو په قرمقول او دولت‌اباد کې د پېژندپاڼو وېش او د ځمکو د وېش پروګرام پیل کړی، چې پر بنسټ یې نویو کسانو ته له ۵۰ تر ۱۰۰ جریبه ځمکه ورکول کېږي. نوموړی وایي، په دغو سیمو کې د «زرګونو پاکستاني کډوالو» د مېشتولو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د فایق په وینا، طالبان غواړي څړځایونه پر ځانګړو ډلو ووېشي او په شمال کې قومي جوړښت بدل کړي.

د پېژندپاڼو د مدیر نیول کېدل

په اندخوی ولسوالۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د نفوسو د احوالو د ثبت یو ځايي طالب چارواکی وروسته له هغه نیول شوی او میمنې ته لېږدول شوی، چې غیر سیمه‌ییزو کسانو ته یې د پېژندپاڼو له ورکړې ډډه وکړه. همدا راز راپورونه وایي چې د قوش‌تپې کانال په پروژه کې هم هغو کسانو ته ځمکې او تذکرې ورکول کېږي چې ځايي اوسېدونکي یې «پاکستاني کډوال» بولي.

بشیر احمد تینج خبرداری ورکړی چې که دا لړۍ دوام ومومي، په راتلونکو ورځو کې به ولسي اعتراضونه نور هم زیات شي.

که څه هم د جمعې د لمانځه له امله نن لاریون نه دی شوی، خو تمه کېږي چې په نږدې ورځو کې به لویې اعتراضي غونډې وشي. طالبانو تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د غلاوو زیاتوالی؛ د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي طالبان په بې‌کفایتۍ تورنوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۱
د غلاوو زیاتوالی؛ د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي طالبان په بې‌کفایتۍ تورنوي
100%

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د وسله‌والو غلاوو په اړه شکایتونه کړي. دوی وايي، په کابل او نورو ولایتونو کې د مبایلونو، نغدو پیسو، موټرو او د کورونو د لوټلو پېښو له سختې وېرې سره مخ کړي دي.

د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکي وایي چې دلته هره ورځ د غلا ګڼې پېښې رامنځته کېږي او خلک د ماښام له لوري له کورونو د وتلو جرئت نه کوي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، که څه هم طالبانو په کوڅو کې پوستې جوړې کړې، خو دغو پوستو نه یوازې د غلاوو مخه نه ده نیولې، بلکې د خلکو تګ راتګ یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی. ځینې شاهدان ادعا کوي چې غله، په ځانګړې توګه د موبایلونو غله، له طالب پولیسو سره «ملګرتیا» لري.

د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې د سړک غاړې غلاوې او وسله والې غلاوې ډېرې عامې شوي دي، خو د طالبانو د وېرې له امله قربانیان دا پیښې له رسنیو سره نه شریکوي.

په همدې حال کې د طالبانو له خوا پر ښاریانو د فشار سربیره، د افغانستان انټرنشنل لیدونکو په تیره اونۍ کې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د پیغامونو او ویډیوګانو په لیږلو سره د غلا څو پیښې راپور کړې دي.

د کابل د یایمني سیمې یوه اوسیدونکي د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږل شوې وېډیو کې هغه شیبه ښیي چې یو موټرسایکل سپاره کس د یو مسافر تلیفون غلا کړ.

همدارنګه د چهارشنبې په ورځ د پلازمینې د یوه اوسیدونکي لخوا ثبت شوې یوه بله ویډیو هغه شیبه ښیي چې یو بایسکل چلوونکی غل هڅه کوي د یو وګړي تلیفون غلا کړي. د تلیفون مالک له مقاومت وروسته د غلا هڅه ناکامه شوه.
په کابل کې د جنايي پېښو کچه تر دې حده رسېدلې چې د تېرې سې‌شنبې په ورځ ۱۲ وسله‌والو غلو په دشت برچي کې له یوه ورکشاپ څخه یو میلیون افغانۍ لوټ کړې. د سیمې خلک وایي چې دغه غله د طالبانو په شپږمه حوزه کې تر نیول کېدو وروسته، د جنايي مدیر په همکارۍ بېرته خوشې شوي دي.

د وضعیت خرابوالی یوازې تر کابل محدود نه دی؛ په فاریاب کې ټولنیزو فعالانو دا غلاوې د طالبانو د «ظلم نوې بڼه» بللې او وایي چې دا چارې له چارواکو سره په همغږۍ ترسره کېږي.

په هلمند کې هم سرچینې وایي چې وسله‌وال غله په رڼا ورځ له خلکو پیسې اخلي. د تېرې پنجشنبې په شپه په لښکرګاه کې غلو یو ځوان وژلی او بل یې ټپي کړی دی. همدا راز له لښکرګاه څخه یوې امنیتي کامرې په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې وسله‌والو غلو یو کس تر وهلو وروسته له موټرسایکل کوز کړی او هغه یې ترې بیولی دی.

ورته شکایتونه له پروان، تخار او بدخشان ولایتونو هم ترلاسه شوي دي. په تالقان ښار کې وسله‌وال غله په نیمه شپه یوه سوپرمارکېټ ته ننوتي او ۵۰ زره افغانۍ یې ترې وړې دي، خو طالب مسوولینو یې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی.

ښاریان زیاتوي چې په هېواد کې وسلو ته یوازې طالب جنګیالي لاسرسی لري او ډېری غله د طالبانو په جامو او ظاهري بڼه کې دا جنایتونه ترسره کوي.

د طالبانو سفیر او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر د افغان کډوالو پر ستونزو غږېدلي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
د طالبانو سفیر او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر د افغان کډوالو پر ستونزو غږېدلي
100%

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مشر اسکار مانوېل سانچز سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ثبت، د بېرته ستنېدو پر مهال د شته ننګونو او د خدماتي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې سردار احمد شکیب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له نوي مشر په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د ثبت او راجستر مرکزونو کې باید د خدماتو ظرفیت او کاري ساعتونه زیات شي. نوموړي وړاندیز کړی، چې د شکایتونو د ځانګړې څانګې په فعالېدو سره به د کډوالو د ځورونې، اوږده انتظار او ناسم چلند مخنیوی وشي.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر د کډوالو د ثبت او پلټنې په ټولو مرکزونو کې د بشري اسانتیاوو لکه پاکو اوبو، درملو او مناسبو خوړو د برابرولو غوښتنه کړې، ترڅو افغان کډوال په پوره عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.

طالبانو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې نوي مشر اسکار سانچز د دغو وړاندیزونو په ځواب کې ژمنه کړې، چې د خدماتو د ښه والي لپاره به لازم ګامونه پورته کړي. هغه ویلي، چې د کډوالو د ستونزو د مستقیم ثبت لپاره به یو ځانګړی مرکز او موبایل شمېرې فعالې کړي او د محصلینو د اسنادو موضوع به هم له پاکستاني ادارو سره تعقیب کړي.

په دغه لیدنه کې سانچز د طالبانو له سفیر څخه غوښته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد موټرونه چې په پاکستان کې بند پاتې دي باید افغانستان ته د تګ اجازه ورکړل شي.