• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا جګړې وزارت له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پرېکړې اړوند ارزونه بیاځلي پیل کړې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۵ GMT+۱

د امریکا جګړې وزارت ویلي، چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د وتلو په اړه به نوې ارزونه خپره کړي، چې په‌کې د بایډن ادارې پټ ساتل شوي اسناد او مرکې افشا شي. دا ارزونه به درېیو میاشتو کې خپره شي او په‌کې به د سلګونو لوړپوړو او عادي پوځيانو مرکې، داخلي اسناد او پخوانۍ پلټنې شاملې وي.

د پنټاګون سلاکار سټو شیلر وایي: «موږ پلان لرو چې ټول اسناد او مرکې چې د دې ارزونې لپاره مو کارولي، افشا کړو. خلک باید په‌خپله ارزونه وکړي، چې د بایډن ادارې پخوانۍ پلټنې ولې پټې ساتل شوې وې».

د دې ارزونې پر خلاف، پخوانیو پلټنو یوازې ناکامۍ ښودلې وې، خو د مسوولینو نومونه یې نه‌وو په ډاګه کړي. شیلر وایي، دا ځل به د پرېکړو د اصلي مسوولینو د پېژندلو هڅه وشي. نوموړي ویلي: «موږ له زرګونو سرتېرو او ټولو قوماندانانو سره مرکې کړې دي. هغوی احساس کاوه چې د دوی تجربې جدي نه‌دي ګڼل شوي».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ، څو ځله د جوبایډن پر ادارې د ابې ګېټ د چاودنې او وتلو په تړاو سختې نیوکې کړې دي. د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د ټرامپ ادارې د نوې پلټنې امر وکړ، څو د حساب ورکولو بهیر چټک شي.

سټو شیلر، چې پخوا د امریکا د سمندري ځواک افسر وو او د وتلو پر مهال یې په رسنیو کې د مشرانو د حساب غوښتنه کړې وه، اوس د ارزونې مشري کوي. شیلر د ابې ګېټ واحد ته ځانګړې پاملرنه کړې، چېرته چې د مډالونو کچه هم لوړه شوې ده. د ده په وینا: «اووه مډالونه موږ د رسمي اسنادو له مخې لوړ کړل».

د کانګرس، پنټاګون او فدرالي څارونکو پخوانیو پلټنو د وتلو پلان، د استخباراتي ارزونو نیمګړتیاوې او د امریکايي او افغان متحدینو د اېستلو ځنډونه روښانه کړي وو. یوه جمهوري غوښتونکي ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د کابل د سقوط خبرداریو ته پام نه‌وو کړی او د تخلیې پلان یې نه‌وو جوړ کړی.

راپورونه ښيي، چې د ابې ګېټ چاودنې دمخه، امریکايي چارواکو د ځانمرګي برید ګواښونه تعقیب کړي وو، خو د دروازې عملیات روان ساتل شوي وو. اوس دا موضوعات د پنټاګون په نوې ارزونه کې بیا څېړل کېږي.

د بایډن ادارې له افغانستان څخه له وتلو دفاع کړې او ویلي یې دي، چې دې پرېکړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله او د نورو امریکايانو له تلفاتو یې مخنیوی کړی دی. د بایډن ادارې ویاند په دې تړاو د تازه نظر څرګندولو ته چمتو نه‌شو.

د ابې ګېټ برید ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۵۰ ډېر افغانان ووژل، چې دا له کلونو راهیسې د امریکا لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څار اداره: افغان ښځې په بهر کې هم د طالبانو له محدوديتونو اغېزمنې شوې دي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
د بشري حقونو څار اداره: افغان ښځې په بهر کې هم د طالبانو له محدوديتونو اغېزمنې شوې دي
100%

د بشري حقونو څار ادارې ويلي، چې د طالبانو له خوا پر افغان ښځو لګېدلي محدوديتونه تر هېواده بهر هم غځېدلي دي. دې ادارې زياته کړې، چې په هېواد کې کورنۍ رسنۍ د طالبانو په لارښوونه له هغو ښځو سره چې په بهر کې ژوند کوي او د دې ډلې له غوښتل شوي پوښښ سره برابرې نه‌وي ويډيويي مرکې نه‌کوي.

دې ادارې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) په يوه راپور کې ویلي، چې له فرشتې عباسي، چې د دې ادارې څېړونکې ده، د افغانستان يوې رسنۍ غوښتنه کړې وه، چې د هغې پر ځای دې يو نارينه خبرې وکړي. فرشتې عباسي ويلي، چې وروسته څرګنده شوه دا غوښتنه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لارښوونې پر بنسټ شوې وه.

د هغې په وينا، دې وزارت رسنيو ته امر کړی، چې افغان ښځې، حتی که له هېواده بهر هم وي، بايد د رسنيزو پروګرامونو پر مهال بشپړ پوښښ ولري او مخونه يې پټ وي. د بشري حقونو د څار ادارې دا څېړونکې وايي، دا چاره ښيي چې طالبان هڅه کوي د افغان ښځو غږ حتی له هېواده بهر هم محدود کړي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو له نږدې پنځو کلونو وروسته په دغه هېواد کې د بيان ازادي او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره ډېره محدوده شوې ده.

دې ادارې ويلي، چې په ځينو ولايتونو کې ښځينه خبريالانو ته د کار اجازه نه‌ورکول کېږي او په راډيويي او تلويزيوني خپرونو کې د ښځو د غږ خپرول هم بند شوي دي. د دې بنسټ په اند، دا محدوديتونه د دې لامل شوي، چې افغان ښځې له عام ژوند څخه وشړل شي او په ټولنه کې يې ونډه په جدي توګه کمه شي.

طالبانو له قزاقستاني چارواکو سره د چاپیریال ساتنې په برخه کې د همکاریو په تړاو خبرې کړي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۱
طالبانو له قزاقستاني چارواکو سره د چاپیریال ساتنې په برخه کې د همکاریو په تړاو خبرې کړي
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع‌الحق خالص په قزاقستان کې د «استانه سیمه‌ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال منصور اوشوربایف او د زرغون بهیر له مشر امیرتای سره جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص د قزاقستان د زرغون بهیر له مشر امیرتای سره په لیدنه کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې پر شته ننګونو او فرصتونو، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلونونو پر زیاتېدونکو اغېزو خبرې کړې دي.

مطیع‌الحق خالص زیاته کړې، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له جدي ګواښونو سره مخ دی، چې وچکالي، د اوبو د سرچینو کمښت او د ځنګلونو تخریب یې مهمې بېلګې دي.

په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د تخنیکي تجربو تبادله او د نویو چاپېریالي ټکنالوژیو کارونې ته هم اشاره شوې ده. دواړو لورو د پاکو انرژیو پراختیا، د هوا د کیفیت د څار سیستمونو پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ګډه مبارزه خپل مهم لومړیتوبونه وبلل.

د قزاقستان د زرغون بهیر مشر امیرتای د ګډو همکاریو هرکلی وکړ او د خپلې ادارې له خوا یې د تخنیکي ملاتړ، د تجربو شریکولو او په افغانستان کې د بنسټیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره چمتووالی څرګند کړ.

مطیع‌الحق خالص د قزاقستان د ایکالوژۍ او طبیعي سرچینو وزارت له مرستیال منصور اوشوربایف سره په جلا کتنه کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه یوه بیړنۍ اړتیا وبلله.

دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د معلوماتو او تخنیکي تجربو تبادله او د چاپېریالي ننګونو پر وړاندې پر اغېزناکې مبارزې ټینګار وکړ.

پاکستان کې د افغان کډوالو یوه خوځښت له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۱
پاکستان کې د افغان کډوالو یوه خوځښت له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه
100%

د افغانانو فکري خوځښت د رهبرۍ شورا له نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. خبرپاڼه کې راغلي، افغان کډوال له بېلابېلو بشري ستونزو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید خپل مسوولیت ادا کړي.

یاد خوځښت د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ډېرو ستونزو لکه، شړلو، توقیف او د ژوندانه له سختو شرایطو سره مخ دي. د شورا رهبرۍ ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه او نور د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه باید د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوې د ځورونې مخه ونیسي.

شورا زیاته کړې، چې دا موضوع یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سولې او ثبات لپاره یو نړیوال مسوولیت ګڼل کېږي او باید د هر انسان د حقونو دفاع په منصفانه ډول وشي. د شورا په باور، افغان کډوال باید د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر چوکاټ لاندې وپېژندل شي او د ژوند په ټولو برخو کې د برابرۍ فرصتونه ولري.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزې یوازې پاکستان یا افغانستان پورې محدودې نه‌دي، بلکې دا یوه نړیواله مساله ده، چې باید د نړیوالو ټولنو له خوا په ګډه حل شي. شورا له ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بشرپالنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي او د یوه پایداره حل لارې په لټه کې شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال باید وکولای شي په درناوي سره خپل ژوند پرمخ یوسي او نړیواله ټولنه دې د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي. دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سختو شرایطو، شړلو او ناقانونه نیونو سره مخ دي او د بشري حقونو فعالان هم ورته اندېښمن دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی په رسمي سفر چین ته لاړ

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۱
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی په رسمي سفر چین ته لاړ
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رييس سیدکریم هاشمي په مشرۍ یو پلاوی د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته لاړ. د دغه سفر موخه د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا بلل شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه لس کسیز پلاوی به له چینايي سوداګرو سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به همداراز له چینايي چارواکو سره د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د ګډو پانګونو د جلب په تړاو هم خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاد پلاوی به له چینایي سوداګرو سره هم بېلابېلې غونډې ولري.

د یادونې وړ ده، چې افغان سوداګر له پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ له بندېدو وروسته د چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د سوداګریزو چارو لپاره د بدیلو لارو د موندلو او پراخولو په هڅه کې دي.

په قزاقستان کې افغان محصلینو له فراغت وروسته هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۱
په قزاقستان کې افغان محصلینو له فراغت وروسته هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه وکړه
100%

په قزاقستان کې یو شمېر افغان زده‌کړیالانو د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له رييس سره په کتنه کې په یاد هېواد کې خپلې ستونزې مطرح کړې او پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه. دغه لیدنه په قزاقستان کې د «استانه سیمه‌ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې یو شمېر افغان زده‌کړیالانو د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) په قزاقستان کې د «استانه سیمه‌ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې له رييس مطیع‌الحق خالص سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د اقامت او روزنیزو سرچینو ته د لاسرسي په تړاو خپلې ستونزې مطرح او د حل غوښتنه یې وکړه.

هغوی همداراز له فراغت وروسته په هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص په دې کتنه کې د افغان زده‌کړیالانو له لوري د ملي هویت په ساتنې سره هغوی وهڅول چې له رامنځته شویو ښوونیزو فرصتونو په اغېزناکه توګه استفاده وکړي.

خو په خبرپاڼه کې د یاده زده‌کړیالانو د ستونزو د حل په تړاو هېڅ هم نه‌دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بهر کې پر لوړو زده‌کړو بوخت افغان محصلین د ویزو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.