• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا خبرې لا نه دي پیل شوې خو ښار کې سخت امنیتي تدابیر دوام لري

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد له نږدې یوې اونۍ راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو د کوربه‌توب لپاره په بشپړ ډول چمتو دی، خو سره له دې چې د خبرو هېڅ نښه نه لیدل کېږي، په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او ډېری لارې تړل شوې دي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې دا امنیتي تدابیر ښايي ژر پای ته ونه رسېږي، ځکه دوی ته ویل شوي چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ خبرې اترې «هره ورځ» پیل کېدای شي.

یو چارواکي په دې اړه ویلي: «موږ ته لارښوونه شوې چې هر وخت د امریکایي او ایراني پلاوو هرکلي ته چمتو واوسو.»

تر دې وړاندې د اپرېل په ۱۱مه هم د اسلام‌اباد ټولي برخي د ورته خبرو لپاره تړل شوي وي، خو هغه ناسته بې‌پایلې پای ته ورسېده. اوسني وضعیت د ښار د اوسېدونکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی، ډېری هغه کسان چې د کار لپاره ښار ته راځي، د لارو د بندښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د اسلام‌اباد یو اوسېدونکی وايي: «کله حکومت او رسنۍ وايي خبرې کېږي او کله وايي نه کېږي، هېڅوک په اصلي کیسه نه پوهېږي.»

په ورته وخت کې لسګونه نړیوال خبریالان چې په بېلابېلو هوټلونو کې دېره دي، لا هم د خبرو د پیل په تمه دي، خو تر اوسه د راپور ورکولو لپاره کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.

یو خبریال وايي: «موږ په بې‌برخلیکه حالت کې یو او نه پوهېږو چې راتلونکی څه دی.»

په ټوله کې، اسلام‌اباد د دغو ډيپلوماټیکو هڅو په تمه په یو ډول امنیتي کلابندۍ کې پاتې دی، په داسې حال کې چې نه د خبرو پیل شته او نه هم د لګول شویو بندیزونو د پای کومه نېټه مالومه ده.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

مرستندویه سازمانونه: جګړې، وچکالۍ او د مرستو کمښت په ۲۰۲۶ کال کې لوږه زیاتوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
مرستندویه سازمانونه: جګړې، وچکالۍ او د مرستو کمښت په ۲۰۲۶ کال کې لوږه زیاتوي
100%

د مرستند‍ویه سازمانونو اېتلاف د ۲۰۲۶ کال راپور ښيي، چې جګړې، وچکالۍ او د بشري مرستو کمښت به سږکال په نړۍ کې د لوږې کچه په بې‌ساري ډول لوړه وساتي. د دغه راپور له مخې، په تېره یوه لسیزه کې د شدیدې لوږې کچه دوه برابره شوې ده.

د مرستندویه سازمانونو د اېتلاف له خوا په خپاره شوي وروستي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ۴۷ هېوادونو کې ۲۶۶ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ وو، چې له ډلې یې ۱،۴ میلیونه کسان په هایتي، مالي، غزه، جنوبي سوډان، سوډان او یمن کې له ناوریني حالت سره مخ شوي دي.

راپور زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۳۵،۵ میلیونه ماشومان په نړۍ کې له خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان وو، چې نږدې ۱۰ میلیونه یې له سختې او شدیدې خوارځواکۍ کړېدل.

پر همدغه مهال د کرنې د پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال صندوق مشر الوارو لاریو خبرداری ورکوي چې پر ایران د امریکا او اسراییل د جګړې احتمالي پراختیا به د انرژۍ او سرې پر سوداګرۍ منفي اغېز وکړي. دا چاره به په نړیوالو بازارونو کې د خوړو بیې لوړې کړي او هغه هېوادونه به تر ټولو ډېر وځپي چې پر وارداتو تکیه لري.

لاریو وایي: «حتی که په منځني ختیځ کې جګړه همدا اوس هم پای ته ورسېږي، موږ پوهېږو چې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او انفلاسیون به په راتلونکو شپږو میاشتو کې خپلې اغېزې وښيي.»

د راپور له‌مخې، په نایجریا کې اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴،۱ میلیونه نور کسان هم د شدیدې لوږې له ګواښ سره مخ شي.

راپور ښيي چې تېر کال د خوړو په برخه کې نړیوالې مرستې ۳۹ سلنه او پراختیایي مرستې ۱۵ سلنه کمې شوې دي، چې دا په خپله د کړکېچ د ژورېدو لامل ګرځي.

کاناډايي سناتوره: د افغانستان راتلونکی یوازې د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱
کاناډايي سناتوره: د افغانستان راتلونکی یوازې د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي
100%

د کاناډا سناتورې ماریلو مک فېډران په اوټاوا کې د افغانستان په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان راتلونکی یوازې د دغه هېواد د خلکو په رېښتیني ګډون جوړېدای شي. هغې ټینګار وکړ: «په افغانستان کې تل‌پاتې سوله له عدالت، پراخ ګډون او د ټولو غږونو له اورېدو پرته ناشونې ده».

مک‌ فېډران د افغانستان د راتلونکي په اړه ویلي، نن تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده چې ښځې، ځوانان، روڼ اندي او د ټولنې مشران په یوه ګډ لیدلوري کې سره راټول شي. دغه ناسته د اوټاوا د مشورتي پروسې په نوښت د اوټاوا پوهنتون د نړۍوالو پالیسیو د مطالعاتو مرکز په همکارۍ ترسره شوه.

د یادې ناستې د اعلامیې له مخې؛ د دغه ناستې اصلي موخه د افغانستان راتلونکي انځورول و.

سیاسي، ټولنیز، اقتصادي وضعیت، بشري او د ښځو حقونه، سیاسي مشروعیت، د کډوالو کړکېچ او د طالبانو له‌خوا پر خلکو لګول شوي محدودیتونه په دغه ناسته کې د بحث وړ موضوعات وو.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر هم په دغه غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره پر ګډ مسوولیت ټینګار وکړ. هغې وویل: «افغانستان د دغه ستونزمن پړاو څخه د وتلو لپاره په خبرو اترو کې زړورتیا او د ګډ مسولویت منلو کې صداقت ته اړتیا لري».

اغلې سمر ټینګار وکړ: «د تېرو تېروتنو د تکرار پر ځای موږ باید د داسې راتلونکي په جوړولو تمرکز وکړو، چې په‌کې انساني وقار، د ښځو او نجونو حقونه او د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو حق د هرې سیاسي پرېکړې اصلي محور اوسي».

ناروې غواړي له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز ولګوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۱
ناروې غواړي له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز ولګوي
100%

د ناروې حکومت غواړي، له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز ولګوي. د ناروې حکومت وایي، چې د ټېکنالوژۍ شرکتونو ته به دنده ورکړل شي؛ څو د کاروونکو عمر څرګند کړي او له دې سره له خواله رسنیو د ماشومانو د کارونې مخه ونیسي.

د ناروې لومړی وزیر یوناس ګار ستوره په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ دغه قانون وړاندې کوو؛ ځکه غواړو ماشومان د ماشومتوب فرصت ولري». هغه وایي: «لوبې، ملګرتیا او ورځنی ژوند باید د الګوریتمونو او سکرینونو تر کنټرول لاندې رانه‌شي».

د ناروې لومړي وزیر ټینګار کړی، چې «دا د ماشومانو د ډیجیټل ژوند د ساتنې لپاره یو مهم ګام دی». د راپورونو له مخې؛ د خواله رسنیو د کارولو په اړه به نوی قانون د ۲۰۲۶کال تر پایه د ناروې پارلمان ته وړاندې شي.

تر دې مخکې ځینو نورو هېوادونو هم ورته محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي؛ اسټرالیا هم تر دې وړاندې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو پر کارولو بندیز لګولی و.

تر کرونا وبا وروسته؛ په دوبۍ کې د لومړي ځل لپاره د کورونو بیې راټیټې شوې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱
تر کرونا وبا وروسته؛ په دوبۍ کې د لومړي ځل لپاره د کورونو بیې راټیټې شوې
100%

د دوبۍ د استوګنې تود بازار چې د اوږدې مودې لپاره د نړۍ تر ټولو پیاوړو بازارونو څخه شمېرل کېده، اوس په‌کې د فشار او ماتې نښې ښکاري. د بلومبرګ خبري شبکې په یوه راپور کې په دوبۍ کې د کورونو بیو راټیټېدو په اړه څېړنه کړې ده.

د راپور له مخې؛ په دوبۍ کې د کورونو بیې تر کرونا وبا وروسته د لومړي ځل لپاره راکمې شوې دي. کارپوهان باور لري، چې د بیو دغه کمښت د امریکا او اسراییل له لوري له ایران سره د جګړې او د پانګه‌والو د باور کمېدو مستقیمه پایله ده.

د کورونو د بیو د شاخص له مخې چې د ولیواسترت (ValuStrat ) د ملکیتونو مشورتي ادارې له‌خوا جوړ شوی، بیې په مارچ میاشت کې د تېرې میاشتې پرتله ۵.۹ سلنه راکمې شوې دي. دا د ۲۰۲۰کال راهیسې لومړی ځل دی، چې بیې د کمېدو په لور روانې دي. که څه هم له دغه کمښت سره، سره بیې لاهم په هغه کچه کې دي، چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې وې.

پر بازار د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو اغېز

په وروستیو کلونو کې د دوبۍ د ملکیتونو بې‌سارې وده د بهرنیو پانګونو او د شتمنو کسانو د کډوالۍ پایله وه او بیې له ۲۰۲۰کال راهیسې تر ۷۰ سلنې لوړې شوې وې؛ خو اوس د دغه بازار وده او ثبات د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د جګړې تر اغېز لاندې راغلی دی.

د ریدین(REIDIN) ادارې شمېرې ښيي، چې په مارچ میاشت کې د استوګنې د معاملاتو ارزښت نږدې ۲۰ سلنه راکم شوی او شاوخوا ۳۷.۲ مېلیارد درهمو (۱۰.۱ میلیارد ډالر) ته رسېدلی دی.

همدارنګه د معاملاتو شمېر هم راکم شوی، چې له شاوخوا ۱۶زرو څخه په تېره میاشت کې ۱۳زرو ته راټیټ شوی. د بیټر هومز Betterhomes شرکت اجراییه مشر لوېس هارډینګ په دې اړه ویلي: «بازار به ژر خپلې پخوانۍ لوړې کچې ته ونه رسېږي او ښایي دغه بیې نورې هم راکمې شي. د دې په پام کې نیولو سره چې د نفوس وده ښايي د پخوا په څېر نه‌وي او ډېر نوي استوګنیز واحدونه بازار ته وړاندې کېږي، موږ به د تقاضا له کمښت سره مخ شو».

ډونالډ ټرمپ: لبنان ښايي ډېر ژر له اسراییل سره د اړیکو بندیز لرې کړي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۲ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: لبنان ښايي ډېر ژر له اسراییل سره د اړیکو بندیز لرې کړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې لیبنان ښايي ډېر ژر هغه قانون لغوه کړي چې له اسراییل سره اړیکې منع کوي.

ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفیرانو په کچه د خبرو دوهم پړاو مشري یې وکړه. هغه وویل چې تر دې وړاندې د داسې قانون له شتون څخه نه و خبر، خو اوس «نږدې ډاډه» دی چې دا بندیز به ډېر ژر لرې شي.

د نوموړي دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خوا هم تایید شوې دي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو ورځو کې پر لبنان فشار زیات کړی څو دغه قانون لغوه کړي.