ظفر محسن په برلین کې په یوه سخته سیالۍ کې د اېرلنډ ریچي سمولن سره مخ کېږي

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی ظفر محسن به د اکټاګون سیالیو په ۹۰م پړاو کې د اېرلنډ ریچي سمولن سره مخامخ شي. دغه سیالۍ د ۱۴۰۵کال (د غبرګولې ۳۰مه) د جرمني په برلین ښار کې ترسره کېږي.
دغه ۳۱کلن افغان لوبغاړی ظفر محسن چې په اروپا کې ژوند کوي، په خپل مسلکي ژوند کې یې ۱۸ سیالۍ کړې دي. نوموړي له دې ډلې ۱۴ بریاوې او ۴ ماتې لري. هغه په خپلو ډېرو سیالیو کې خپل سیالان ناک اوټ کړي او ۴۳ سلنه بریا یې له همدې لارې او ۳۶ سلنه بریاوې یې بیا د سبمېشن یا د تسلیمۍ له لارې ترلاسه کړې.
بل خوا بیا د اېرلنډ ۳۴ کلن لوبغاړی ریچي سمولن هم پياوړې سیالۍ ترسره کړې، هغه په ۱۹ مسلکي لوبو کې ۱۵ بریاوې او ۴ ماتې لري. یادې سیالۍ کولای شي، چې ظفر محسن لپاره یو مهم فرصت وي؛ څو خپله وړتیا په نړۍواله کچه وښيي او د دغه سیالیو په ډګر کې خپل ځای نور هم پیاوړی کړي.
