د طالبانو سفیر او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر د افغان کډوالو پر ستونزو غږېدلي

په اسلاماباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له مشر اسکار مانوېل سانچز سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ثبت، د بېرته ستنېدو پر مهال د شته ننګونو او د خدماتي ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
