• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور په حسن‌خېلو سیمه کې پر یوه جومات ډرون برید شوی

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د پېښور په حسن‌خېلو سیمه کې پر یوه جومات ډرون برید شوی، چې له امله یې د ځایي اوسېدونکو ترمنځ وېره خپره شوې؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه لا راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د پولیسو د لومړني راپور له مخې؛ یوه ناپېژانده ډرون د حسن‌خېلو په سیمه کې سهار وختي پر سپین جومات برید کړی. ځایي پولیس وایي، چې د یادې پېښې په اړه یې څېړنې او پلټنې پیل کړې دي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژلی دی

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: لبنان ښايي ډېر ژر له اسراییل سره د اړیکو بندیز لرې کړي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۲ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: لبنان ښايي ډېر ژر له اسراییل سره د اړیکو بندیز لرې کړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې لیبنان ښايي ډېر ژر هغه قانون لغوه کړي چې له اسراییل سره اړیکې منع کوي.

ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفیرانو په کچه د خبرو دوهم پړاو مشري یې وکړه. هغه وویل چې تر دې وړاندې د داسې قانون له شتون څخه نه و خبر، خو اوس «نږدې ډاډه» دی چې دا بندیز به ډېر ژر لرې شي.

د نوموړي دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خوا هم تایید شوې دي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو ورځو کې پر لبنان فشار زیات کړی څو دغه قانون لغوه کړي.

ټرمپ: د هرمز تنګي بشپړ کنټرول زموږ په لاس کې دی او له کلابندۍ تېښته ناشونې ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱
ټرمپ: د هرمز تنګي بشپړ کنټرول زموږ په لاس کې دی او له کلابندۍ تېښته ناشونې ده
100%

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران پر وړاندې د سمندري کلابندۍ په اړه وويل، چې متحده ايالات د هُرمز تنګي «بشپړ کنټرول» په لاس کې لري او هېڅ کښتۍ نه شي کولای له دې کلابندۍ تېره شي.

هغه وويل: «هغه څه چې موږ د کلابندۍ له لارې ترسره کړي، حيرانوونکي دي؛ هېڅوک نه شي کولای ترې تېر شي او ان څوک د هڅې جرأت هم نه کوي».

ټرمپ دغه څرګندونې د پنجشنبې په ماښام په سپينه ماڼۍ کې وکړې او زياته يې کړه چې يوازې يوه پېښه وه چې يوې بېړۍ هڅه کړې وه له دې محدوديت څخه تېره شي، خو ودرول شوه، او له هغې وروسته «بل هېچا هڅه نه ده کړې».

هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چې که د ايران حکومت په هرمز تنګي کې د ماینونو اېښودلو هڅه وکړي، دا به «لويه تېروتنه» وي. د هغه په وينا، دا کار به تر دې زيات چې امريکا ته زيان ورسوي، خپله ايران ته تاوان ورسوي او عوايد به يې راکم کړي.

د امريکا ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې د سيمې پر هېوادونو، لکه متحده عربي امارات، سعودي عربستان، کويټ، قطر او بحرين د ایران اسلامي جمهوريت بريدونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې دا کارونه «ناڅاپي» وو او دا يې «لويه تېروتنه» وبلله.

هغه ټينګار وکړ چې که ايران په هرمز تنګي کې د ماین‌اېښودنې ګام واخلي، نو دا پرېکړه به «ډېره ناسمه» وي.

سوات کې ناامني؛ ځايي خلکو، سیاسي مشرانو او د قومي جرګې غړو د ولسي پاڅون خبرداری ورکړی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱
سوات کې ناامني؛ ځايي خلکو، سیاسي مشرانو او د قومي جرګې غړو د ولسي پاڅون خبرداری ورکړی
100%

د خیبرپښتونخوا د سوات قومي جرګې د امنیتي وضعیت خرابېدو له امله حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړی. یادې جرکې خبرداری ورکړی، که وضعیت ښه نه‌شي نو پراخ لاریونونه به وکړي. ځایي مشران وايي، په سوات کې وسله‌والې ډلې یو وار بیا فعاله شوې او دولت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی.

سوات چې تر پراخو پوځي عملیاتو وروسته یو څه امنه سیمه ګڼل کېده، اوس یو ځل بیا د امنیتي اندېښنو سره مخ ده. د سوات ځایي اوسېدونکي، سیاسي مشران او د قومي جرګې غړو د یادې سیمې د خراب امنیتي وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړې.

د راپورونو له مخې؛ په سوات کې د تحریک طالبان پاکستان پورې تړلو وسله‌والو ډلو یو وار بیا خپل فعالیتونو پيل کړي او د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د پاکستاني طالبانو حضور تایید کړی.

د یادونې وړ ده، چې په سوات کې په وروستیو څو میاشتو کې د هدفي بریدونه او د سړک غاړې چاودنې پېښې یو وار بیا زیاتې شوې دي. ځايي خلک وايي، چې وسله‌وال د تېر په څېر په سیمو کې ګزمې کوي. له بل پلوه د سوات قومي جرګه وايي، چې دوی به د وسله‌والو د فعالیتونو پرضد یو ځل بیا ولسي پاڅونونو پيل کړي.

میا افتخار حسین: له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۱
میا افتخار حسین: له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي
100%

پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند له پاکستان حکومت څخه غوښتی چې له افغانستان سره شته ستونزې د خبرو او له ډيپلوماټيکو لارو چارو حل کړي. دغه ګوند له ټولو ګاونډیو سره د برابرۍ پر بنسټ پر اړیکو له ټينګار سربېره په سمدستي توګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر میا افتخار حسین په خپله ګوندي غونډه کې له نورو مسایلو سربېره د افغانستان په تړاو هم څرګندونې کړې دي.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین په دې غونډه کې ویلي، له افغانستان سره شخړې د دواړو هېوادونو پر خلکو او اقتصاد ناوړه اغېز کړی او زیاتوي: «له افغانستان سره شته مسایل باید د خبرو اترو او له ډیپلوماټیکو لارو حل شي. د برابرۍ پر بنسټ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې اړینې دي».

میا افتخار حسین د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیتي لارو د تړل کېدو پر دوام د اندېښنې له څرګندولو سربېره ویلي: «د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو پښتنو روزي له سوداګرۍ سره تړلې ده. له باجوړ څخه تر وزیرستان او چمن پورې ټولې سوداګریزې لارې باید سمدستي پرانېستل شي».

هغه پر خپلو ګوندي غړو شوي بریدونه وغندل او ښکېلو کسانو ته پر سزا ورکړې له ټينګار سربېره د خیبرپښتونخوا حکومت یې د امنیتي پېښو په راکابو کول کې ناکام وباله.

نوموړي وویل: «د خېبر پښتونخوا حکومت د سولې په ټینګښت او ښې حکومتولۍ کې په بشپړ ډول ناکام شوی دی. په ټول ولایت کې د ترهګرۍ او ناامنۍ زیاتوالی د ولایتي حکومت د بې کفایتۍ پایله ده. ولایتي حکومت باید د ولسي ستونزو په حل کې جديت وښيي».

د خیبرپښتونخوا حکومت لا تر اوسه د عوامي نشنل ګوند د دغو ادعاو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي علي وزیر دې سملاسي خوشې شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۲ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان وايي علي وزیر دې سملاسي خوشې شي
100%

د بښنې نړیوال سازمان د پي ټي ایم د جګپوړي مشر او پاکستان د ملي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر پر خپلسرې او دوامداره بندي کېدا اندېښنه ښودلې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې نوموړی سملاسي خوشې شي.

علي وزیر د مارچ میاشتې پر ۱۶مه نېټه په حیدراباد کې وروسته له هغه بېرته ونیول شو، چې د سېند عالي محکمې یې په یوه بله قضیه کې د خوشې کېدو حکم کړی و.

نوموړی اوس هم بندي دی او پر هغه تور دی چې د دولتي بنسټونو پر وړاندې یې خلک «کرکې او پاڅون» ته هڅولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د سېند د اعلی وزیر په ادرس په یوه لیک کې ویلي، چې د علي وزیر پر ضد له ۲۰۲۰ کال راهیسې لسګونه جعلي قضیې ثبت شوې او نوموړی باید سملاسي خوشې شي.

یاد سازمان ویلي، چې دا کړنې د پښتنو د حقونو، په ځانګړې توګه د جبري لادرکه کېدو او تبعیض پر وړاندې د علي وزیر د غږ د خاموشه کولو لپاره کېږي.

یاد سازمان په زندان کې د علي وزیر د ناسم روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او د نوموړي د وکیلانو له قوله یې ویلي، چې د شکرې او د زړه ناروغۍ له امله د هغه د سترګو لید په کمېدو دی.

یاد سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې علي وزیر سملاسي خوشې کړي او پر هغه لګول شوي ټول تورونه دې لغوه کړي او همدارنګه نوموړي ته په زندان کې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ له کورنۍ او خپلوانو سره د لیدنې اجازه ورکړل شي.