عراقچي له خپلو شریکانو سره د نږدې همغږۍ په موخه اسلاماباد، مسقط او مسکو ته سفر پیل کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ، چې د سیمهییزو مشورو او دوه اړخیزو همکاریو په موخه یې پاکستان، عمان او روسیې ته خپل سفرونه پیل کړي دي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه سفر کې به له شریکانو سره د سیمې د وضعیت او دوه اړخیزو مسایلو په اړه نږدې همغږي وکړي.
