• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته ورسېد. د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د خپل سفر پر مهال د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره جلا جلا ليدنې وکړي.

په دغو لیدنو کې به د سیمې تازه بدلونونه، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او د سیمې د سولې او ثبات لپاره روانې هڅې وڅېړل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماخوستن (د غويي ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دې سفر موخه د سیمې پر وضعیت بحث، د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره همغږي او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ده.
عباس عراقچي د خپل سفر په پیل کې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه اسلام‌اباد، مسقط او مسکو ته پر وخت سفر پیلوم».
هغه زیاته کړې، «زما د دې سفرونو موخه دا ده، چې له خپلو شریکانو سره په دوه اړخیزو چارو کې له نږدې همغږي وکړو او د سیمې د پرمختګونو په اړه سلا مشورې وکړو».
عراقچي په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې اسلام‌اباد د واشنګټن او تهران ترمنځ د دويم پړاو خبرو لپاره تابیاوې نیسي.

د یادونې وړ ده، چې عباس عراقچي به تر دې وروسته مسقط او همداراز مسکو ته هم سفرونه وکړي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

پاکستان: د کابل او اسلام اباد د ډیپلوماتیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

•
•
•

نور کیسې

ترکيه له ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنيزو شبکو کارول محدودوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱
ترکيه له ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنيزو شبکو کارول محدودوي
100%

د ترکيې پارلمان يوه داسې لايحه تصويب کړې، چې ټولنیزو شبکو ته له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لاسرسی محدودوي. دا لايحه د دې لپاره چې قانون وګرځي، بايد په ۱۵ ورځو کې دننه د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوا توشېح شي.

د ترکيې دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې دا لايحه ټولنيزې شبکې اړ باسي چې د عمر د تثبيت سيستمونه، د مور او پلار د کنټرول وسايل او د څارنې ميکانيزمونه جوړ کړي.

د دې لايحې له‌مخې، لکه يوټيوب، ټيک‌ټاک، فېسبوک او انسټاګرام په څېر پلاټفورمونه بايد له ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د حساب پرانېستلو اجازه ورنه‌کړي. همدارنګه، دا پلاټفورمونه بايد داسې وسايل برابر کړي، چې مور او پلار وکولای شي خپل ماشومان کنټرول کړي.

د ترکیې اناتولي دولتي اژانس راپور ورکړی، چې ټولنيزې شبکې بايد هغو منځپانګو ته چې زيانمنې بلل کېږي، په چټکۍ سره رسېدنه وکړي.

دا لايحه په داسې حال کې تصويب شوې، چې يوه اونۍ مخکې د ترکيې په سوېل کې د قهرمان‌مرعش ښار په يوه منځني ښوونځي کې يوه ۱۴ کلن هلک وسله‌وال بريد وکړ، چې پکې ۹ زده‌کوونکي او يو ښوونکی ووژل شول او خپله بريدکوونکی هم وژل شوی دی.

د ترکيې پوليس د بريدګر انلاين فعاليتونه څېړي، څو د دې بريد انګېزه روښانه شي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، له دې پېښې وروسته وويل، چې د ماشومانو د امنيت او محرمیت لپاره بايد انلاين خطرونه راکم شي.

اردوغان د دوشنبې په ورځ په يوه تلويزيوني وينا کې وويل: «موږ په داسې پېر کې ژوند کوو چې ځينې ډيجېټلي پروګرامونه زموږ د ماشومانو ذهنونه فاسدوي او ټولنيزې شبکې، په رښتيا سره، په يوه خړ ډنډ بدلې شوې دي».

د ترکيې د دولت اصلي مخالف ګوند جمهوري غوښتونکی خلق ګوند پر دې طرحې نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې ماشومان بايد «د بنديزونو پر ځای، د حقونو پر بنسټ تګلارو» له لارې وساتل شي.

د دې لايحې له‌مخې، د انلاين لوبو شرکتونه هم اړ دي، چې په ترکيه کې استازی وټاکي، څو د نويو مقرراتو پلي کېدل تضمين شي.

که دا شرکتونه له مقرراتو سرغړونه وکړي، نو د انټرنېټ د سرعت کمول او جريمې به د ترکيې د مخابراتو د څار ادارې له خوا پرې ولګول شي.

تر دې مخکې، اسټراليا هم ورته محدوديتونه پلي کړي وو او له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لاسرسی يې ټولنيزو شبکو ته محدود کړی، چې له امله يې د شاوخوا ۴،۷ ميليونو ماشومانو حسابونه بند شول.

اندونيزيا هم تېره مياشت داسې مقررات پيل کړي، چې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لاسرسی هغو ډيجېټلي پلاټفورمونو ته بندوي چې کېدای شي هغوی له ناوړه منځپانګو، انلاين ځورونې، انټرنېټي درغلۍ او روږدي کېدو سره مخ کړي.

همدارنګه، نور هېوادونه لکه هسپانيا، فرانسه او برېتانيا هم يا دا ډول ګامونه عملي کوي او يا يې د عملي کولو په اړه غور کوي، څو ټولنيزو شبکو ته د ماشومانو لاسرسی محدود کړي.

د پاکستان په لاهور کې یوه مور د خپلو ۳ ماشومانو د وژنې په تور ونیول شوه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
د پاکستان په لاهور کې یوه مور د خپلو ۳ ماشومانو د وژنې په تور ونیول شوه
100%

د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې یوه مور د خپلو درېیو کم عمره ماشومانو د وژنې په تور نیول شوې ده. ځايي محکمې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره پولیسو ته دا واک ورکړی، چې د پنځو ورځو لپاره یاده ښځه په توقیف کې وساتي.

د ځايي پولیسو د معلوماتو له‌مخې، د لاهور په اچهره سیمه کې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په یوه کور کې درې ماشومان، دوه نجونې او یو هلک، چې عمرونه یې له یو نیم کال تر پنځو کلونو پورې وو، د چړې په وسیله وژل شوي دي.

پولیس وايي، د ماشومانو جسدونه په کور دننه په خونړي حالت کې موندل شوي او تورنه مور هم په هماغه کوټه کې وه.
پولیس زیاتوي، د پېښې د پلټنې لپاره تورنه مور د جمعې په ورځ محکمې ته وړاندې شوه او پولیسو د لا ډېرو څېړنو لپاره له محکمې ۱۴ ورځې وخت وغوښت، خو محکمې بیا یوازې ۵ ورځې پولیسو ته دا واک ورکړ، چې تورنه ښځه په توقیف کې وساتي او خپلې پوښتنې ترې وکړي.

د ځايي پولیسو په وینا، یادې ښځې په لومړیو کې د ماشومانو له وژلو انکار کړی وو، خو وروسته یې بیا اعتراف کړی، چې ماشومان دې په‌خپله وژلي دي او ویل کېږي یاده ښځه به د مې پر ۲۸مه بیا ځلي محکمې ته حاضره کړای شي.

لا تر اوسه د یادو ماشومانو د وژنې د لامل په تړاو څه‌ نه‌دي ویل شوي دي.

عراقچي له خپلو شریکانو سره د نږدې همغږۍ په موخه اسلام‌اباد، مسقط او مسکو ته سفر پیل کړ

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱
عراقچي له خپلو شریکانو سره د نږدې همغږۍ په موخه اسلام‌اباد، مسقط او مسکو ته سفر پیل کړ
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ، چې د سیمه‌ییزو مشورو او دوه اړخیزو همکاریو په موخه یې پاکستان، عمان او روسیې ته خپل سفرونه پیل کړي دي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه سفر کې به له شریکانو سره د سیمې د وضعیت او دوه اړخیزو مسایلو په اړه نږدې همغږي وکړي.

عباس عراقچي نن ماښام پر خپله رسمي اېکس‌پاڼه ولیکل، چې دا سفر د ګاونډیانو د لومړیتوب په چوکاټ کې ترسره کېږي.هغه دا سفر پر وخت وباله او زیاته یې کړه چې موخه یې د سیمې له شریکانو سره د وروستیو بدلونونو په اړه سلامشورې دي.

دا ډیپلوماټیک سفر پر داسې مهال ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې ګړندۍ شوې دي. عراقچي ټینګار کړی چې ګاونډي هېوادونه د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی لومړیتوب لري او له هغوی سره همغږي د ثبات لپاره اړینه ده.

تمه کېږي چې عراقچي به په لومړي پړاو کې اسلام‌اباد ته ورسېږي، چېرته چې تر دې وړاندې د امریکا او ایران د استازو د احتمالي لیدنو په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو.

په همدې حال کې، راپورونه ورکړل شوي، چې د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د امریکا سره د خبرو اترو د پلاوي له مشرۍ څخه لاس په سر شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله: په غزه کې نسل وژنه شوې ده

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله: په غزه کې نسل وژنه شوې ده
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله ونډي شرمن وایي، د امریکا دواړه سیاسي ګوندونه جمهوري‌پال او ډیموکراټان)د منځني ختیځ د روان کړکېچ د پراخېدو مسوول دي. هغې زیاته کړې، چې له اسراییل سره د واشنګټن ځانګړو سیاستونو په غزه کې د نسل وژنې لپاره لاره هواره کړې ده.

ونډي شرمن د برېتانیا له خبریالې میشل حسین سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې ډیموکراتانو او هم جمهوري‌پالو داسې پالیسۍ نه دده تعقیب کړي چې رښتینې سوله او ثبات رامنځته کړي. د هغې په وینا، د امریکا کورني سیاستونه په کلکه له اسراییل سره تړلي دي او دا چاره واشنګټن په نړیواله کچه له ستونزو سره مخ کوي.

نوموړې د عراق جګړه، له اټومي تړون څخه د امریکا وتل او د پالیسیو پرله‌پسې بدلونونه د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي عوامل وبلل. شرمن زیاته کړه، پخواني ولسمشر بارک اوباما هڅه وکړه چې د ایران اټومي مسله د تړون له لارې حل کړي، خو ډونالډ ټرمپ دغه تړون لغوه کړ او وروسته جو بایډن هم ونه توانېد چې د له منځه تللې باور فضا له امله دغه تړون بېرته راژوندی کړي.

شرمن همداراز د ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ایران د اټومي تړون لغوه کول او د اوکراین په جګړه کې د ملاتړ کمول ناسمې پرېکړې وې. هغې د «ابراهیم تړون» په اړه وویل چې دا نوښت که څه هم د عربي هېوادونو او اسراییل ترمنځ د اړیکو لپاره مهم و، خو بشپړ عملي نه شو.

شرمن همداراز ویلي، چې فلسطینیان د کور، کرامت او سولې مستحق دي او اسراییل هم د امنیت حق لري. هغې ټینګار وکړ چې د هېڅ ملت یا تمدن له نابودۍ ملاتړ نه کوي، که هغه فلسطینیان وي او که د ایران خلک.

ناپېژاندو وسله‌والو په لنډي کوتل کې دوه ملکي کسان وژلي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
ناپېژاندو وسله‌والو په لنډي کوتل کې دوه ملکي کسان وژلي
100%

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یو موټر ډزې کړي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي. ځايي پولیسو پېښه تایید کړې او وايي، د بریدګرو د نیولو پلټنې یې پیل کړې دي.

د ځايي پولیسو په وینا، دا پېښه نن د جمعې په ورځ د لنډي کوتل په مزرینه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي، چې وسله‌والو پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله یې د موټر دوه سپرلۍ، چې تره او وراره وو، ځای پر ځای وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي چې د وژل شویو کسانو مړي، چې د همدې سیمې اوسېدونکي وو، د لنډي کوتل روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، د پېښې په اړه یې رسمي پلټنې پیل کړي او د بریدګرو د نیولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي. تر اوسه د دې بريد مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.