• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په لاهور کې یوه مور د خپلو ۳ ماشومانو د وژنې په تور ونیول شوه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې یوه مور د خپلو درېیو کم عمره ماشومانو د وژنې په تور نیول شوې ده. ځايي محکمې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره پولیسو ته دا واک ورکړی، چې د پنځو ورځو لپاره یاده ښځه په توقیف کې وساتي.

د ځايي پولیسو د معلوماتو له‌مخې، د لاهور په اچهره سیمه کې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په یوه کور کې درې ماشومان، دوه نجونې او یو هلک، چې عمرونه یې له یو نیم کال تر پنځو کلونو پورې وو، د چړې په وسیله وژل شوي دي.

پولیس وايي، د ماشومانو جسدونه په کور دننه په خونړي حالت کې موندل شوي او تورنه مور هم په هماغه کوټه کې وه.
پولیس زیاتوي، د پېښې د پلټنې لپاره تورنه مور د جمعې په ورځ محکمې ته وړاندې شوه او پولیسو د لا ډېرو څېړنو لپاره له محکمې ۱۴ ورځې وخت وغوښت، خو محکمې بیا یوازې ۵ ورځې پولیسو ته دا واک ورکړ، چې تورنه ښځه په توقیف کې وساتي او خپلې پوښتنې ترې وکړي.

د ځايي پولیسو په وینا، یادې ښځې په لومړیو کې د ماشومانو له وژلو انکار کړی وو، خو وروسته یې بیا اعتراف کړی، چې ماشومان دې په‌خپله وژلي دي او ویل کېږي یاده ښځه به د مې پر ۲۸مه بیا ځلي محکمې ته حاضره کړای شي.

لا تر اوسه د یادو ماشومانو د وژنې د لامل په تړاو څه‌ نه‌دي ویل شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

عراقچي له خپلو شریکانو سره د نږدې همغږۍ په موخه اسلام‌اباد، مسقط او مسکو ته سفر پیل کړ

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱
عراقچي له خپلو شریکانو سره د نږدې همغږۍ په موخه اسلام‌اباد، مسقط او مسکو ته سفر پیل کړ
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ، چې د سیمه‌ییزو مشورو او دوه اړخیزو همکاریو په موخه یې پاکستان، عمان او روسیې ته خپل سفرونه پیل کړي دي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه سفر کې به له شریکانو سره د سیمې د وضعیت او دوه اړخیزو مسایلو په اړه نږدې همغږي وکړي.

عباس عراقچي نن ماښام پر خپله رسمي اېکس‌پاڼه ولیکل، چې دا سفر د ګاونډیانو د لومړیتوب په چوکاټ کې ترسره کېږي.هغه دا سفر پر وخت وباله او زیاته یې کړه چې موخه یې د سیمې له شریکانو سره د وروستیو بدلونونو په اړه سلامشورې دي.

دا ډیپلوماټیک سفر پر داسې مهال ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې ګړندۍ شوې دي. عراقچي ټینګار کړی چې ګاونډي هېوادونه د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی لومړیتوب لري او له هغوی سره همغږي د ثبات لپاره اړینه ده.

تمه کېږي چې عراقچي به په لومړي پړاو کې اسلام‌اباد ته ورسېږي، چېرته چې تر دې وړاندې د امریکا او ایران د استازو د احتمالي لیدنو په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو.

په همدې حال کې، راپورونه ورکړل شوي، چې د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د امریکا سره د خبرو اترو د پلاوي له مشرۍ څخه لاس په سر شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله: په غزه کې نسل وژنه شوې ده

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله: په غزه کې نسل وژنه شوې ده
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله ونډي شرمن وایي، د امریکا دواړه سیاسي ګوندونه جمهوري‌پال او ډیموکراټان)د منځني ختیځ د روان کړکېچ د پراخېدو مسوول دي. هغې زیاته کړې، چې له اسراییل سره د واشنګټن ځانګړو سیاستونو په غزه کې د نسل وژنې لپاره لاره هواره کړې ده.

ونډي شرمن د برېتانیا له خبریالې میشل حسین سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې ډیموکراتانو او هم جمهوري‌پالو داسې پالیسۍ نه دده تعقیب کړي چې رښتینې سوله او ثبات رامنځته کړي. د هغې په وینا، د امریکا کورني سیاستونه په کلکه له اسراییل سره تړلي دي او دا چاره واشنګټن په نړیواله کچه له ستونزو سره مخ کوي.

نوموړې د عراق جګړه، له اټومي تړون څخه د امریکا وتل او د پالیسیو پرله‌پسې بدلونونه د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي عوامل وبلل. شرمن زیاته کړه، پخواني ولسمشر بارک اوباما هڅه وکړه چې د ایران اټومي مسله د تړون له لارې حل کړي، خو ډونالډ ټرمپ دغه تړون لغوه کړ او وروسته جو بایډن هم ونه توانېد چې د له منځه تللې باور فضا له امله دغه تړون بېرته راژوندی کړي.

شرمن همداراز د ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ایران د اټومي تړون لغوه کول او د اوکراین په جګړه کې د ملاتړ کمول ناسمې پرېکړې وې. هغې د «ابراهیم تړون» په اړه وویل چې دا نوښت که څه هم د عربي هېوادونو او اسراییل ترمنځ د اړیکو لپاره مهم و، خو بشپړ عملي نه شو.

شرمن همداراز ویلي، چې فلسطینیان د کور، کرامت او سولې مستحق دي او اسراییل هم د امنیت حق لري. هغې ټینګار وکړ چې د هېڅ ملت یا تمدن له نابودۍ ملاتړ نه کوي، که هغه فلسطینیان وي او که د ایران خلک.

ناپېژاندو وسله‌والو په لنډي کوتل کې دوه ملکي کسان وژلي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
ناپېژاندو وسله‌والو په لنډي کوتل کې دوه ملکي کسان وژلي
100%

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یو موټر ډزې کړي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي. ځايي پولیسو پېښه تایید کړې او وايي، د بریدګرو د نیولو پلټنې یې پیل کړې دي.

د ځايي پولیسو په وینا، دا پېښه نن د جمعې په ورځ د لنډي کوتل په مزرینه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي، چې وسله‌والو پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله یې د موټر دوه سپرلۍ، چې تره او وراره وو، ځای پر ځای وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي چې د وژل شویو کسانو مړي، چې د همدې سیمې اوسېدونکي وو، د لنډي کوتل روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، د پېښې په اړه یې رسمي پلټنې پیل کړي او د بریدګرو د نیولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي. تر اوسه د دې بريد مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

عراقچي له اسحاق ډار او عاصم منیر سره د اوربند په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
عراقچي له اسحاق ډار او عاصم منیر سره د اوربند په اړه ټلیفوني خبرې وکړې
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې د حالاتو، اوربند او د اسلام‌اباد له خوا د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن جمعه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له ایراني سیال سره یې د سیمې د امنیتي وضعیت، د اوربند د دوام او هغو هڅو په اړه مفصلې خبرې کړې چې اسلام‌اباد یې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د رغولو لپاره کوي. اسحاق ډار د ستونزو د هواري لپاره د مثبتو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اختلافاتو د حل لپاره پر وخت اقدامات ضروري دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې خبرو کې د پاکستان رول وستایه او ویې ویل چې اسلام‌اباد تل د سیمې د سولې لپاره رغنده هڅې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دواړو وزیرانو هوکړه کړې ترڅو د سیمې د ثبات لپاره خپل تماسونه او همغږي روانه وساتي.

په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ له مشر مارشال عاصم منیر سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.

دا ډیپلوماټیکې اړیکې پر داسې مهال ټینګېږي چې په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو لپاره چمتووالی نیول شوی او د سیمې هېوادونه هڅه کوي د شخړو په کمولو کې فعال رول ولوبوي.

اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا خبرې لا نه دي پیل شوې خو ښار کې سخت امنیتي تدابیر دوام لري

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱
اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا خبرې لا نه دي پیل شوې خو ښار کې سخت امنیتي تدابیر دوام لري
100%

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد له نږدې یوې اونۍ راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو د کوربه‌توب لپاره په بشپړ ډول چمتو دی، خو سره له دې چې د خبرو هېڅ نښه نه لیدل کېږي، په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او ډېری لارې تړل شوې دي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې دا امنیتي تدابیر ښايي ژر پای ته ونه رسېږي، ځکه دوی ته ویل شوي چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ خبرې اترې «هره ورځ» پیل کېدای شي.

یو چارواکي په دې اړه ویلي: «موږ ته لارښوونه شوې چې هر وخت د امریکایي او ایراني پلاوو هرکلي ته چمتو واوسو.»

تر دې وړاندې د اپرېل په ۱۱مه هم د اسلام‌اباد ټولي برخي د ورته خبرو لپاره تړل شوي وي، خو هغه ناسته بې‌پایلې پای ته ورسېده. اوسني وضعیت د ښار د اوسېدونکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی، ډېری هغه کسان چې د کار لپاره ښار ته راځي، د لارو د بندښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د اسلام‌اباد یو اوسېدونکی وايي: «کله حکومت او رسنۍ وايي خبرې کېږي او کله وايي نه کېږي، هېڅوک په اصلي کیسه نه پوهېږي.»

په ورته وخت کې لسګونه نړیوال خبریالان چې په بېلابېلو هوټلونو کې دېره دي، لا هم د خبرو د پیل په تمه دي، خو تر اوسه د راپور ورکولو لپاره کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.

یو خبریال وايي: «موږ په بې‌برخلیکه حالت کې یو او نه پوهېږو چې راتلونکی څه دی.»

په ټوله کې، اسلام‌اباد د دغو ډيپلوماټیکو هڅو په تمه په یو ډول امنیتي کلابندۍ کې پاتې دی، په داسې حال کې چې نه د خبرو پیل شته او نه هم د لګول شویو بندیزونو د پای کومه نېټه مالومه ده.