• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناپېژاندو وسله‌والو په لنډي کوتل کې دوه ملکي کسان وژلي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یو موټر ډزې کړي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي. ځايي پولیسو پېښه تایید کړې او وايي، د بریدګرو د نیولو پلټنې یې پیل کړې دي.

د ځايي پولیسو په وینا، دا پېښه نن د جمعې په ورځ د لنډي کوتل په مزرینه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي، چې وسله‌والو پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله یې د موټر دوه سپرلۍ، چې تره او وراره وو، ځای پر ځای وژل شوي دي.

پولیس زیاتوي چې د وژل شویو کسانو مړي، چې د همدې سیمې اوسېدونکي وو، د لنډي کوتل روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، د پېښې په اړه یې رسمي پلټنې پیل کړي او د بریدګرو د نیولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي. تر اوسه د دې بريد مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

عراقچي له اسحاق ډار او عاصم منیر سره د اوربند په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
عراقچي له اسحاق ډار او عاصم منیر سره د اوربند په اړه ټلیفوني خبرې وکړې
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې د حالاتو، اوربند او د اسلام‌اباد له خوا د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن جمعه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له ایراني سیال سره یې د سیمې د امنیتي وضعیت، د اوربند د دوام او هغو هڅو په اړه مفصلې خبرې کړې چې اسلام‌اباد یې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د رغولو لپاره کوي. اسحاق ډار د ستونزو د هواري لپاره د مثبتو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اختلافاتو د حل لپاره پر وخت اقدامات ضروري دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې خبرو کې د پاکستان رول وستایه او ویې ویل چې اسلام‌اباد تل د سیمې د سولې لپاره رغنده هڅې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دواړو وزیرانو هوکړه کړې ترڅو د سیمې د ثبات لپاره خپل تماسونه او همغږي روانه وساتي.

په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ له مشر مارشال عاصم منیر سره هم ټیلیفوني خبرې کړې دي.

دا ډیپلوماټیکې اړیکې پر داسې مهال ټینګېږي چې په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو لپاره چمتووالی نیول شوی او د سیمې هېوادونه هڅه کوي د شخړو په کمولو کې فعال رول ولوبوي.

اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا خبرې لا نه دي پیل شوې خو ښار کې سخت امنیتي تدابیر دوام لري

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱
اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا خبرې لا نه دي پیل شوې خو ښار کې سخت امنیتي تدابیر دوام لري
100%

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد له نږدې یوې اونۍ راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو د کوربه‌توب لپاره په بشپړ ډول چمتو دی، خو سره له دې چې د خبرو هېڅ نښه نه لیدل کېږي، په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او ډېری لارې تړل شوې دي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې دا امنیتي تدابیر ښايي ژر پای ته ونه رسېږي، ځکه دوی ته ویل شوي چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ خبرې اترې «هره ورځ» پیل کېدای شي.

یو چارواکي په دې اړه ویلي: «موږ ته لارښوونه شوې چې هر وخت د امریکایي او ایراني پلاوو هرکلي ته چمتو واوسو.»

تر دې وړاندې د اپرېل په ۱۱مه هم د اسلام‌اباد ټولي برخي د ورته خبرو لپاره تړل شوي وي، خو هغه ناسته بې‌پایلې پای ته ورسېده. اوسني وضعیت د ښار د اوسېدونکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی، ډېری هغه کسان چې د کار لپاره ښار ته راځي، د لارو د بندښت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د اسلام‌اباد یو اوسېدونکی وايي: «کله حکومت او رسنۍ وايي خبرې کېږي او کله وايي نه کېږي، هېڅوک په اصلي کیسه نه پوهېږي.»

په ورته وخت کې لسګونه نړیوال خبریالان چې په بېلابېلو هوټلونو کې دېره دي، لا هم د خبرو د پیل په تمه دي، خو تر اوسه د راپور ورکولو لپاره کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.

یو خبریال وايي: «موږ په بې‌برخلیکه حالت کې یو او نه پوهېږو چې راتلونکی څه دی.»

په ټوله کې، اسلام‌اباد د دغو ډيپلوماټیکو هڅو په تمه په یو ډول امنیتي کلابندۍ کې پاتې دی، په داسې حال کې چې نه د خبرو پیل شته او نه هم د لګول شویو بندیزونو د پای کومه نېټه مالومه ده.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ځوانان تر تښتولو وروسته وژلي دي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۱۵ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا په بنو کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ځوانان تر تښتولو وروسته وژلي دي
100%

د خیبر پښتونخوا په بنو کې پولیسو ویلي، چې په ډومیل سیمه کې ناپېژندانو وسله‌والو د شفیع‌الله او فهیم‌الله په نوم دوه ځوانان تښتولي او وروسته یې وژلي دي. ځایي اوسېدونکو له حکومت څخه د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د اغېزمنو او بېړنیو ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې.

ډان ورځپاڼې د سیمه‌ییزو سرچینو په حواله ویلي، دغه دوه وژل شوي کسان د شپې ناوخته په موټر کې د سفر په حال کې وو چې د پاینده‌خېلو په سیمه کې وسله‌والو ورته د درېدو اشاره کړې. سرچینو ویلي: «کله چې دغه ځوانانو موټر ونه دراوه، وسله والو پرې ډزې وکړې یو ووژل شو او بل سخت ټپي شو؛ خو وروسته وسله‌والو دواړه یو ناڅرګند ځای ته یوړل».

راپور زیاتوي، چې دویم کس د وسله‌والو په بند کې وژل شوی او په دویمه ورځ په بېلابېلو سیمو کې د دغه ځوانانو جسدونه وموندل شول. د سیمې اوسېدونکو له حکومت او اړونده ادارو غوښتنه کړې، چې د سولې او امنیت لپاره دې بېړني اقدامات وکړي.

ډاڼ ورځپاڼې ویلي، چې په خېبر پښتونخوا کې په تېر یو کال کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي دي. د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د ۲۰۲۵کال د کلني امنیتي راپور په خپرولو سره ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی.

دغه راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۴کال کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۶۲۰ کسان وژل شوي چې دغه شمېر په ۲۰۲۵کال کې ۲زره او ۳۳۱ ته لوړ شوی دی.

پاکستانی خبریال: له ملا عمر سره مې په کندهار کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې لیدلی وو

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۱
پاکستانی خبریال: له ملا عمر سره مې په کندهار کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې لیدلی وو
100%

پاکستاني خبريال سليم جاوېد خان وايي، د اويايمو لمريزو کلونو په لومړيو کې يې ملا محمد عمر په کندهار کې د پاکستان په قونسلګرۍ کې له نږدې ليدلی و.نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وويل، ملا عمر يو جګ قد لرونکی سړی و، يوه سترګه يې زيانمنه وه او په قونسلګرۍ کې د پاکستان سفیر څنګ ته ناست و.

د هغه په وينا، دا پېښه د ۱۹۹۴ کال ده. هغه وويل چې د يو پاکستاني پلاوي په چوکاټ کې ترکمنستان ته روان و، خو په کندهار کې د مجاهدينو له خوا، چې مشري يې امير لالي کوله، ونيول شو. دا نيونه د طالبانو د راټوکېدو له پيل سره هم‌مهاله وه.

جاوېد وايي، چې کله طالبانو کندهار ونيو، دی او ملګري يې خوشې شول او د پاکستان قونسلګرۍ ته ولېږدول شول. د هغه په وينا، هلته له پاکستاني سفير او له يوه داسې کس سره مخامخ شول چې وروسته معلومه شوه ملا عمر و. هغه وويل: «هغه وخت موږ نه پوهېدو چې دا سړی ملا عمر دی. هغه جګ قد درلود، يوه سترګه يې زيانمنه وه، سپين کالي يې اغوستي وو او لونګی يې پر سر وه، او ډېر دروند او باوقاره ښکاره کېده».

د دې خبريال په وينا، دوی له دغه کس څخه عکسونه اخيستي وو، خو ساتونکو يې پام شو او په قهر شول او له کمرې يې عکسونه پاک کړل. جاوېد زياته کړه: «هغه وخت موږ نه پوهېدو چې دا انځورونه به څومره ارزښت ولري».

نوموړي همدارنګه د هغه وخت د کندهار د خراب امنيتي حالت يادونه وکړه.

د طالبانو په جوړېدو کې د پاکستان رول

په همدې حال کې، هغه د طالبانو په رامنځته کېدو کې د پاکستان رول ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د بې‌نظير بوټو د صدارت پر مهال، اسلام‌اباد په افغانستان کې د يو اسلامي نظام د جوړېدو ملاتړ کاوه او په دې لاره کې يې له طالبانو سره مرسته کړې وه.

جاوېد دا هم وويل چې که ملا عمر ژوندی وای، ښايي د طالبانو او پاکستان اړيکې بل ډول وای، ځکه د هغه په وينا «طالبانو به د هغه خبرو ته غوږ نيولی وای».

ملا عمر د ۱۳۹۲ کال د غويي په درېيمه وفات شوی و، خو د هغه د مړينې خبر تر دوو کلونو پورې پټ ساتل شوی و.

د طالبانو او پاکستان تر منځ کړکېچنې اړيکې

د طالبانو د دويم ځل واکمنۍ په موده کې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې له جدي تاوتريخوالي سره مخ شوې دي. دواړه لوريو څو ځله د پولې په اوږدو کې سره نښتي او دې نښتو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

پاکستان طالبان تورنوي چې د «تحريک طالبان پاکستان» ملاتړ کوي او په دې هېواد کې ناامني رامنځته کوي.

د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره، د پاکستان امنيتي وضعيت هم بدل شوی دی. دا بدلون د ډېرو شنونکو لپاره د اټکل خلاف و، ځکه مخکې داسې انګېرل کېده چې اسلام‌اباد به د طالبانو سره د خپلو نږدې اړيکو او د دې ډلې په جوړېدو کې د خپل رول له امله په افغانستان کې «ستراتيژيک ژوروالی» ترلاسه کړی وي.

خو اوس، د ځينو شنونکو په اند، طالبان پخپله د پاکستان لپاره يو ستراتيژيک سرخوږی ګرځېدلي دي.

فضل محمود فضلي: د افغان کډوالو جبري ستنول د پاکستان د کمزورۍ نښه ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۱
فضل محمود فضلي: د افغان کډوالو جبري ستنول د پاکستان د کمزورۍ نښه ده
100%

د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي، پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو پر وړاندې د چاپو، نیونو او جبري ایستلو له لارې «د بې‌وزلو افغانانو پر ضد ظلم» کوي او ټینګار یې کړی چې افغانان باید د یوه واقعي افغان مخکښ سیاسي بهیر په شاوخوا کې سره متحد شي.

فضل محمود فضلي پر ایکس خواله رسنۍ کې د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو اقداماتو لړۍ یو ځل بیا د دې هېواد «کمزوري او وېرېدونکی چلند» ښکاره کوي.

نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې چاپې وهل، نیول او جبري ایستل د پاکستان د اوسني چلند یوه تکراري بڼه ګرځېدلې ده.

فضلي لیکلي: «د پاکستان رژیم یو ځل بیا خپله وېره څرګندوي، چې د بې‌وسه افغانانو پر وړاندې د چاپو، نیونو او جبري ستنولو له لارې عمل کوي. د انساني کړاوونو څخه ناوړه استفاده یې عادت ګرځېدلی دی.»

هغه زیاته کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان باید د یوه داسې سیاسي بهیر په شاوخوا کې راټول شي چې په بشپړه توګه د افغانانو له لوري رهبري کېږي، څو د خلکو د عزتمند ستنېدو زمینه برابره شي.

فضلي ټینګار کړی، چې د افغانانو د ستونزو د حل یوازینۍ لاره ملي یووالی او د خپلواکه سیاسي بهیر جوړېدل دي، څو د کډوالو د راتګ او راتلونکي لپاره باعزته حل لارې رامنځته شي.