د چین د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بېړۍ په اړه د ډونالډ ټرمپ ادعاوې رد کړې

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګواکې د امریکا له خوا نیول شوې ایراني بېړۍ له چین څخه ایران ته یوه «ډالۍ» لېږدوله. د چین حکومت دا ډول خبرې بېبنسټه بللې دي او پر واقعي شواهدو د ټینګار غوښتنه یې کړې ده.
