• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د افغان کډوالو یوه خوځښت له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د افغانانو فکري خوځښت د رهبرۍ شورا له نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. خبرپاڼه کې راغلي، افغان کډوال له بېلابېلو بشري ستونزو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید خپل مسوولیت ادا کړي.

یاد خوځښت د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ډېرو ستونزو لکه، شړلو، توقیف او د ژوندانه له سختو شرایطو سره مخ دي. د شورا رهبرۍ ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه او نور د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه باید د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوې د ځورونې مخه ونیسي.

شورا زیاته کړې، چې دا موضوع یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سولې او ثبات لپاره یو نړیوال مسوولیت ګڼل کېږي او باید د هر انسان د حقونو دفاع په منصفانه ډول وشي. د شورا په باور، افغان کډوال باید د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر چوکاټ لاندې وپېژندل شي او د ژوند په ټولو برخو کې د برابرۍ فرصتونه ولري.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزې یوازې پاکستان یا افغانستان پورې محدودې نه‌دي، بلکې دا یوه نړیواله مساله ده، چې باید د نړیوالو ټولنو له خوا په ګډه حل شي. شورا له ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بشرپالنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي او د یوه پایداره حل لارې په لټه کې شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال باید وکولای شي په درناوي سره خپل ژوند پرمخ یوسي او نړیواله ټولنه دې د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي. دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سختو شرایطو، شړلو او ناقانونه نیونو سره مخ دي او د بشري حقونو فعالان هم ورته اندېښمن دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په لاهور کې یوه مور د خپلو ۳ ماشومانو د وژنې په تور ونیول شوه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱
د پاکستان په لاهور کې یوه مور د خپلو ۳ ماشومانو د وژنې په تور ونیول شوه
100%

د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې یوه مور د خپلو درېیو کم عمره ماشومانو د وژنې په تور نیول شوې ده. ځايي محکمې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره پولیسو ته دا واک ورکړی، چې د پنځو ورځو لپاره یاده ښځه په توقیف کې وساتي.

د ځايي پولیسو د معلوماتو له‌مخې، د لاهور په اچهره سیمه کې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په یوه کور کې درې ماشومان، دوه نجونې او یو هلک، چې عمرونه یې له یو نیم کال تر پنځو کلونو پورې وو، د چړې په وسیله وژل شوي دي.

پولیس وايي، د ماشومانو جسدونه په کور دننه په خونړي حالت کې موندل شوي او تورنه مور هم په هماغه کوټه کې وه.
پولیس زیاتوي، د پېښې د پلټنې لپاره تورنه مور د جمعې په ورځ محکمې ته وړاندې شوه او پولیسو د لا ډېرو څېړنو لپاره له محکمې ۱۴ ورځې وخت وغوښت، خو محکمې بیا یوازې ۵ ورځې پولیسو ته دا واک ورکړ، چې تورنه ښځه په توقیف کې وساتي او خپلې پوښتنې ترې وکړي.

د ځايي پولیسو په وینا، یادې ښځې په لومړیو کې د ماشومانو له وژلو انکار کړی وو، خو وروسته یې بیا اعتراف کړی، چې ماشومان دې په‌خپله وژلي دي او ویل کېږي یاده ښځه به د مې پر ۲۸مه بیا ځلي محکمې ته حاضره کړای شي.

لا تر اوسه د یادو ماشومانو د وژنې د لامل په تړاو څه‌ نه‌دي ویل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی په رسمي سفر چین ته لاړ

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۱
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی په رسمي سفر چین ته لاړ
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رييس سیدکریم هاشمي په مشرۍ یو پلاوی د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته لاړ. د دغه سفر موخه د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا بلل شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه لس کسیز پلاوی به له چینايي سوداګرو سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به همداراز له چینايي چارواکو سره د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د ګډو پانګونو د جلب په تړاو هم خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاد پلاوی به له چینایي سوداګرو سره هم بېلابېلې غونډې ولري.

د یادونې وړ ده، چې افغان سوداګر له پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ له بندېدو وروسته د چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د سوداګریزو چارو لپاره د بدیلو لارو د موندلو او پراخولو په هڅه کې دي.

په قزاقستان کې افغان محصلینو له فراغت وروسته هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه وکړه

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۱
په قزاقستان کې افغان محصلینو له فراغت وروسته هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه وکړه
100%

په قزاقستان کې یو شمېر افغان زده‌کړیالانو د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له رييس سره په کتنه کې په یاد هېواد کې خپلې ستونزې مطرح کړې او پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه. دغه لیدنه په قزاقستان کې د «استانه سیمه‌ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې یو شمېر افغان زده‌کړیالانو د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) په قزاقستان کې د «استانه سیمه‌ییزې ایکولوژیکي» غونډې په څنډه کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې له رييس مطیع‌الحق خالص سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د اقامت او روزنیزو سرچینو ته د لاسرسي په تړاو خپلې ستونزې مطرح او د حل غوښتنه یې وکړه.

هغوی همداراز له فراغت وروسته په هېواد کې د کاري زمینې د برابرېدو غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مطیع‌الحق خالص په دې کتنه کې د افغان زده‌کړیالانو له لوري د ملي هویت په ساتنې سره هغوی وهڅول چې له رامنځته شویو ښوونیزو فرصتونو په اغېزناکه توګه استفاده وکړي.

خو په خبرپاڼه کې د یاده زده‌کړیالانو د ستونزو د حل په تړاو هېڅ هم نه‌دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر نظام له رانسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بهر کې پر لوړو زده‌کړو بوخت افغان محصلین د ویزو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یوې نرښځې د حضور له امله د طالبانو د مخالفانو لغوه شوې ناسته بېرته جوړېږي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱
د یوې نرښځې د حضور له امله د طالبانو د مخالفانو لغوه شوې ناسته بېرته جوړېږي
100%

د کاناډین نورث اکاډمۍ اعلان کړی، چې د غويي میاشتې پر ۱۲مه به د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د افغان فعالانو او د طالبانو د مخالفو څېرو ناسته جوړه شي. دغه غونډه تر دې وړاندې د یوې ټرانس‌جنډر د شتون پر سر د ځینو ګډونوالو د اعتراضونو له امله لغوه شوې وه.

د کانادین نورث اکاډمۍ په وینا، دا غونډه د دوی د روانو اکاډمیکو فعالیتونو یوه برخه ده چې د مدني ټولنې، بشري حقونو د فعالانو او اکاډمیکو شخصیتونو په ګډون جوړېږي. یو ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پراخو نیوکو وروسته اکاډمۍ پرېکړه کړې چې د اېل‌جي‌بي‌ټي فعاله «مهره صاغري» بېرته غونډې ته راوبولي، هغه فعاله چې مخکې یې د جنسیتي پېژندنې له امله شتون لغوه شوی و.
د اکاډمۍ نوی نوملړ ښيي چې ۲۱ تنه څېړونکي، فعالان، د پوهنتون استادان او پخواني چارواکي غونډې ته بلل شوي دي. په نوي نوملړ کې ځینې پخواني ویناوال لرې شوي او نوي کسان ورزیات شوي دي، خو اکاډمۍ د دې بدلونونو لامل نه دی روښانه کړی.

په بلل شویو کسانو کې سید اشراق حسیني، میرزا محمد یارمند، عبدالمنان دهزاد، زلمی نشاط، حمیدالله مفید، عباس بصیر، جبار اریایي، لعل محمد دراني، صمد کرمند، فرنګیس سوګند، سحر ایوبي، خدیجه امین او عاطفه وثیق شامل دي.

د کا ناډین نورث اکاډمۍ تر دې وړاندې ویلي وو چې د یوې ټرانس‌جنډر ویناوالې د شتون پر سر نیوکې د دې لامل شوې چې د رغنده علمي بحثونو فضا ګډوډه شي. د دې غونډې د بحث اصلي موضوعات په افغانستان کې سیاسي کړکېچ، د اساسي قانون نشتوالی، د بشري حقونو سرغړونې، د نجونو پر زده کړو بندیز او اقتصادي بحران بلل شوي دي.

په فاریاب کې لاریون؛ پخواني چارواکي طالبان «د نفوسو د جوړښت پر بدلولو» تورنوي

۴ غویی ۱۴۰۵ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
په فاریاب کې لاریون؛ پخواني چارواکي طالبان «د نفوسو د جوړښت پر بدلولو» تورنوي
100%

سیمه‌ییزې سرچینې او یو شمېر پخواني افغان چارواکي وایي، چې په فاریاب ولایت په ځانګړې توګه په قرمقول او دولت‌اباد ولسوالیو کې د طالبانو وروستیو اقداماتو د خلکو پراخې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.

پخوانۍ سناتورې او د دوستم بنسټ مشرې راحله دوستم د ترکیې په انقره کې یوې ناستې پر مهال ویلي، چې طالبان له‌خوا په شمال او شمال‌ختیځو سیمو کې د خلکو جبري بې‌ځایه کول او د هغوی د ملکیتونو غصبول یوه تنظیم شوې هڅه ده.

په ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو پخواني وزیر بشیر احمد تینج افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان په فاریاب کې د قومي بې‌ځایه کېدو په لټه کې دي، چې ښايي دا چاره د خلکو او ان د ځینو ځايي طالبانو له توند غبرګون سره مخ شي.

همدارنګه د فاریاب پخواني والي نقیب‌الله فایق ادعا کړې چې طالبانو په قرمقول او دولت‌اباد کې د پېژندپاڼو وېش او د ځمکو د وېش پروګرام پیل کړی، چې پر بنسټ یې نویو کسانو ته له ۵۰ تر ۱۰۰ جریبه ځمکه ورکول کېږي. نوموړی وایي، په دغو سیمو کې د «زرګونو پاکستاني کډوالو» د مېشتولو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د فایق په وینا، طالبان غواړي څړځایونه پر ځانګړو ډلو ووېشي او په شمال کې قومي جوړښت بدل کړي.

د پېژندپاڼو د مدیر نیول کېدل

په اندخوی ولسوالۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د نفوسو د احوالو د ثبت یو ځايي طالب چارواکی وروسته له هغه نیول شوی او میمنې ته لېږدول شوی، چې غیر سیمه‌ییزو کسانو ته یې د پېژندپاڼو له ورکړې ډډه وکړه. همدا راز راپورونه وایي چې د قوش‌تپې کانال په پروژه کې هم هغو کسانو ته ځمکې او تذکرې ورکول کېږي چې ځايي اوسېدونکي یې «پاکستاني کډوال» بولي.

بشیر احمد تینج خبرداری ورکړی چې که دا لړۍ دوام ومومي، په راتلونکو ورځو کې به ولسي اعتراضونه نور هم زیات شي.

که څه هم د جمعې د لمانځه له امله نن لاریون نه دی شوی، خو تمه کېږي چې په نږدې ورځو کې به لویې اعتراضي غونډې وشي. طالبانو تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.