• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په قطر کې مېشتو افغانانو ته: هېواد کې امنیت دی، کانګو ته مه ځئ بېرته راشئ

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت امریکا ته د تګ په تمه په قطر کې مېشتو افغانانو ته بلنه ورکړې، چې بېرته هېواد ته ستانه شي. طالبانو دا غبرګون تر هغه وروسته ښودلی، چې ګواکې امریکا غواړي دا کډوال افریقايي هېواد کانګو ته استوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د غويي پر ۵مه، په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې هېچا ته امنیتي ګواښ نشته او کډوال باید د امنیتي اندېښنو له امله خپل هېواد پرېنږدي. په اعلامیه کې له ټولو هغو افغانانو چې په قطر کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، غوښتل شوي چې بېرته خپلې خاورې ته راوګرځي.

طالبانو زیاته کړې چې که څوک بل هېواد ته د تګ اراده لري، باید له قانوني او عزتمنو لارو دا کار وکړي.

وزارت ټینګار کړی چې دوی چمتو دي د قونسلي اړیکو او منظم میکانیزم له لارې د افغانانو د حقونو د ساتنې په برخه کې له نورو هېوادونو سره همکاري وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې نیویارک ټایمز د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال له قطر څخه کانګو ته ولېږدوي. په دې ډله کې د امریکا د پوځ پخواني ژباړونکي، کمانډو سرتېري او د هغوی کورنۍ شاملې دي چې له کلونو راهیسې په قطر کې د امریکا د ویزو انتظار باسي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د قبایلو چارو وزیر: مغرضې کړۍ په افغانستان کې قوي نظام زغملای نه‌شي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱
د طالبانو د قبایلو چارو وزیر: مغرضې کړۍ په افغانستان کې قوي نظام زغملای نه‌شي
100%

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وايي، چې مغرضې کړۍ په افغانستان کې قوي «اسلامي نظام» نه شي زغملای او د یادې ډلې پر لاسته راوړنو سترګي پټوي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا نورالله نوري په سمنګان ولایت کې په یوه لويه غونډه کې ګډون کړی.

یادې غونډې ته د وینا پر مهال نورالله نوري زیاته کړې:« مغرضې کړۍ په افغانستان کې مستحکم اسلامي نظام نه شي زغملای او هڅه کوي چې د طالبانو په تر سره کړیو خدمتونو سترګې پټې کړي.»

نوموړي ویلي، چې طالبان د خپلو دښمنانو دسیسو ته ځیر دي او په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ ګامونه اخلي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال له هېواده بهر افغانانو ته هم د افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

که څه هم نوموړي د مغرضې کړۍ په اړه د کوم هېواد یا ډلې نوم نه دی په ډاګه کړی، خو نوموړي تردې وړاندې ویلي، چې پاکستان غواړي ډیورنډ کرښه په سرحد بدله شي، خو داسې به ونه شي. هغه ویلي و، چې دوی له چا سره د جګړې اراده نه لري، خو د هېواد دفاع د سر په بیه کوي.

ملا هبت‌الله خپل یو نږدې کس د بدخشان د کانونو رییس وټاکه

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۱
ملا هبت‌الله خپل یو نږدې کس د بدخشان د کانونو رییس وټاکه
100%

د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د بدخشان د کانونو رییس له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې عبدالمتین رحیمزی نوی رییس ټاکلی دی. افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلي مکتوب له مخې، رحیمزی د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز او د رییس‌الوزرا په تایید په دغه دنده ګومارل شوی دی.

سیمه‌ییزې سرچینې عبدالمتین رحیمزی د کندهار د حلقې او په ځانګړې توګه د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده ته نږدې کس بولي. دا ګمارنه پر داسې مهال کېږي چې د بدخشان د کانونو پخوانی رییس شفیق‌الله حافظي له دندې لرې شوی دی.

حافظي چې د بدخشان د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د طالبانو د لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت له نږدې کسانو څخه و.

100%

بدخشان ولایت د سرو زرو، لاجوردو او نورو قیمتي ډبرو بډایه کانونه لري، خو د استخراج پروسه یې تر ډېره په غیرمنظم ډول روانه ده. په وروستیو کلونو کې له دغه ولایت څخه د کانونو پر سر د خپلمنځي شخړو او غیرقانوني کیندنو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو او د مدني ټولنې فعالانو په ځلونو په بدخشان کې د کانونو د ناقانونه استخراج او د چاپیریال ساتنې په برخه کې د جدي زیانونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

برېتانیا ښايي هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
برېتانیا ښايي هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي
100%

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو احتمال رد نه کړ، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې د دغه هېواد له لوري رد شوي دي. هغې وویل، چې لندن د دې موضوع پر څېړلو بوخت دی او د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ په دې اړه روانې خبرې اترې له نږدې څاري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود څرګنده کړې، چې د برېتانیا په دولتي بنسټونو کې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه «نورې خبرې» هم روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه برېتانیا د طالبانو د ادارې د په رسمیت نه پېژندلو له امله نه ده توانېدلې چې رد شوي پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته واستوي. خو د وزیرې تازه څرګندونې ښيي چې ښايي د لندن په اوسني سیاست کې د پام وړ بدلون راشي.

دا پرمختګونه پر داسې مهال کېږي چې سوېډن تایید کړې چې د کابل او بروکسل ترمنځ د کډوالو د بېرته ستنېدو پر سر خبرې روانې دي.

د شمېرو له مخې، افغانان د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې پورې تر ټولو لویه ډله وه چې د کوچنیو کښتیو له لارې برېتانیا ته تللي دي. په دې موده کې شاوخوا ۶۳۶۰ افغانان دغه هېواد ته داخل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

له بلې خوا، په برېتانیا کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه په بې‌ساري ډول کمه شوې ده، دا کچه په ۲۰۲۳ کال کې ۹۹ سلنه وه، خو د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې ۳۸ سلنې ته راښکته شوې ده.

د بشري حقونو بنسټونو د دغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان د «بشري حقونو په هدیره» بدل شوی دی. د بشري حقونو فعلانو خبرداری ورکوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو بېرته لېږل، چېرته چې «جنسیتي اپارټایډ»، شکنجه او هدفي وژنې روانې دي، د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کولای شي.

طالبان: په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او جرمونو په تړاو ۸۵ کسان نیول شوي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱
طالبان: په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او جرمونو په تړاو ۸۵ کسان نیول شوي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۸۰ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور او د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې ۵ نور کسان د غلا او نشه‌يي موادو د ساتلو په تړاو نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور پر ضد عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۸۰ تنه نیول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، له نیول شویو کسانو سره له ۸ کیلوګرامو زیات چرس، ۳۶۰۰ د نشه‌يي ګولۍ او یوه اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.

همدارنګه د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي چې د بګرامیو ولسوالۍ په جلا عملیاتو کې ۵ نور کسان د غلا او نشه‌يي ګولیو د ساتلو په تور نیول شوي دي.

د قوماندانۍ په وینا، له دغو کسانو څخه یوه تومانچه، چاقو او ۵۰۰ د نشه‌يي ټابلیټ کا ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.

مسوولین وایي چې نیول شوي کسان د هېواد د بېلابېلو ولایتونو لکه کندهار، کونړ، ننګرهار، کاپیسا، کندز، سمنګان، بامیان، پروان، لغمان، بغلان، جوزجان، فراه او خوست څخه دي، او د قانوني چلند لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

جلال‌اباد کې یوه کورنۍ؛ طالبانو زموږ د کورنۍ یو غړی له محکمې پرته په ډزو وواژه

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۱
جلال‌اباد کې یوه کورنۍ؛ طالبانو زموږ د کورنۍ یو غړی له محکمې پرته په ډزو وواژه
100%

په ننګرهار کې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو تېره شپه د هغوی د کورنۍ یو غړی بشیرخان په جلال‌اباد ښار کې پرته له کومې محکمې په ډزو وژلی دی. دغه کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي او وايي، د پېښې په اړه دې څېړنه وشي.

د وژل شوي ۵۱ کلن بشیرخان کورنۍ نن شنبه، د غويي پر ۵مه وویل، چې د نوموړي وژل کېدو په تړاو د طالبانو د جلال اباد دوهمې حوزې مسوولینو ورته ضد او نقیض معلومات ورکړي دي.

د بشیرخان د کورنۍ د غړو په وینا، طالبانو په پیل کې ورته ویلي وو چې نوموړی امنیتي پوستې ته د نه درېدو له امله ویشتل شوی، خو وروسته یې ادعا وکړه چې هغه پر یوه کور د چاپې پر مهال له دوی سره مقابله کړې وه.

د بشیر خان د کورنۍ یو غړی وایي: «بشیرخان ۱۶ ډزې وېشتل شوی و، که پېښه هر ډول رامنځته شوي وي نو د محکمې پرته د یو بې وسلې کس په دا ډول وژل او بیا ویل چې باید دا پېښه رسنیزه نه شي.»

دغې کورنۍ زیاته کړې چې د بشیر خان پر بدن د ډزو د نښو ترڅنګ د سختې شکنجې نښې هم لیدل کېږي او بدن یې شین شوی و. دوی وایي طالبانو په لومړیو کې د جسد له سپارلو ډډه کوله او فشار یې پرې راوړی و چې موضوع باید رسنیزه نه کړي.

د بشیرخان وژل کېدو وروسته د هغه جسد د جلال اباد ښار دوهمې حوزې ته لېږدول کېږي او بیا وروسته د ځینو شرایطو پر اساس کورنۍ ته سپارل کېږي.

ياده کورنۍ پر طالبانو نیوکه کوي چې په دغه نظام کې قانوني بهیر نشته او هر وسله‌وال طالب په خپله هم قومندان دی او هم قاضي، چې خپله پرېکړه په خپله عملي کوي.

تر اوسه طالب چارواکو د دې پېښې او د وژل شوي کس د کورنۍ د دغو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.