عراقچي د پاکستان د پوځ مشر ته د مذاکراتو په اړه د تهران ځوابي وړاندیزونه سپارلي دي

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په اسلاماباد کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره د لیدنې پرمهال له امریکا سره د مذاکراتو په اړه د تهران ځوابي وړاندیزونه ورسپارلي دي.
