طالبان: په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهيي توکو د قاچاق او جرمونو په تړاو ۸۵ کسان نیول شوي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۸۰ کسان د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور او د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې ۵ نور کسان د غلا او نشهيي موادو د ساتلو په تړاو نیول شوي دي.
