• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بادغیس کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱

بادغیس ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي چې څلور ماشومان هم پکې شامل وو، مړه شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

له دغه کوره اخیستل شوي انځورونو کې ښکاري چې کور په بشپړ ډول نړیدلی دی.

په وروستیو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو سړکونو، کرنیزو ځمکو او کورونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

همدارنګه په همدې موده کې په څو ولایتونو کې د کورونو د نړېدو ورته پېښې هم شوې چې له امله یې ګڼ کسان مړه شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې ډول پېښو د مخنیوي یا په زیانمنو سیمو کې د زړو کورونو د بیا رغونې لپاره کومه عملي طرحه نه ده وړاندې کړې.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

فضلي: ملي یووالی د اساسي قانون پر بنسټ د ګډو اصولو له لارې رامنځته کېږي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۱
فضلي: ملي یووالی د اساسي قانون پر بنسټ د ګډو اصولو له لارې رامنځته کېږي
100%

د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي چې د ملي یووالي بنسټ یوازې هغه وخت ټینګېدای شي چې د اساسي قانون پر بنسټ د ټولنې د ټولو اقشارو ترمنځ منل شوي او عملي قواعد موجود وي، او ټینګار کوي چې له قانوني چوکاټ پرته سیاسي جوړښتونه د ثبات وړتیا نه لري.

فضل محمود فضلي په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې ملي یووالی یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د اساسي قانون یا ملي وثیقې پر بنسټ د ټولنې د ټولو اقشارو ترمنځ د ګډ ژوند او تعامل واضح او منل شوي اصول موجود وي.

هغه زیاته کړې چې ملي یووالی نه د زور له لارې ترلاسه کېږي، نه د شعارونو او تبلیغاتو له لارې، بلکې د یوې منظمې ټولنیزې هوکړې او قانوني چوکاټ نتیجه ده.

فضلي ټینګار کړی چې له اجتماعي قرارداد پرته هېڅ بدیل نشته او هر ډول غیر منظم سیاسي یا اداري جوړښتونه د اوږدمهاله ثبات تضمین نه شي کولی.

نوموړي په غیر مستقیم ډول د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي چې هغه سیسټمونه چې د اساسي قانون پر ځای پر محدودو یا غیر رسمي جوړښتونو ولاړ وي، د ملي یووالي د ټینګښت وړتیا نه لري.

هغه زیاته کړې چې د ټولنې د ثبات لپاره باید ګډ اصول، قانوني چوکاټ او د ټولو اقشارو منل شوي تعاملات بنسټیز رول ولري، نه دا چې د موقتي سیاسي شرایطو پر بنسټ پرېکړې وشي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۸۸۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۶۷۳ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات له اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۸۴ کورنۍد تورخم له لارې، ۱۱۳کورنۍ د وریښموپله له لارې، ۶۲کورنۍد سپین بولدک له لارې، ۲۸ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې او یوه کورنۍ د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغانانو فکري خوځښت د رهبرۍ شورا له نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام ویلي چې افغانستان ته د کډوالو د پراخه څپو پر راستنیدنې د افغانستان ۱۰سلنه نفوس ډیر شوی.

برېتانیا له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر احتمالي خبرو غور کوي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۱
برېتانیا له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو پر احتمالي خبرو غور کوي
100%

د برېتانیا حکومت د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د احتمالي لارو په لټه کې دی چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي. په همدې تړاو له طالبانو سره د خبرو د امکان ارزونه هم روانه ده.

د برېتانیا د کارګر ګوند حکومت په دې غور کوي چې لهطالبانوسره د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې پیل کړي چې په برېتانیا کې یې د پناه غوښتنې رد شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۴۰ زره افغانان د ۲۰۲۱ کال د کابل د سقوط وروسته برېتانیا ته د استوګنې اجازه ترلاسه کړې ده. له دې ډلې زرګونه کسان د ځانګړو انتقالاتي پروګرامونو له لارې راوستل شوي دي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود تایید کړې چې حکومت په دې غور کوي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ستنولو الوتنې بیا پیل کړي.

هغې ویلي چې برېتانیا د اروپايي هېوادونو هڅې له نږدې څاري، کومې چې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه دي.

په همدې تړاو، سویډن اعلان کړی چې د اروپايي ټولنې په استازیتوب به د دغو خبرو مشري کوي، او تمه ده چې د دوبي په موسم کې په بروکسل کې یوه غونډه وشي چې احتمالاً طالبان هم پکې ګډون وکړي.

د کورنیو چارو وزیرې ویلي: «حکومت د نورو هېوادونو اړیکې له طالبانو سره له نږدې څاري، خو تر اوسه یې کومه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.»

د کورنیو چارو وزارت سرچینې وایي چې دا اقدام د هغو هېوادونو د کډوالۍ پالیسیو د بیا ارزونې برخه ده چې مخکې یې افغانستان ته بېرته ستنول ګواښوونکي بلل کېدل.

که دا پلان عملي شي، نو هغه افغانان به هدف وي چې یا یې د پناه غوښتنه رد شوې وي او یا یې د برېتانیا له قوانینو سرغړونې کړې وي.

د برېتانیا حکومت تر ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان ته ټول بېرته ستنول درولي وو او د طالبانو حکومت یې تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

له هغه راهیسې، نږدې ۴۰ زره افغانان برېتانیا ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې انتقال شوي دي، چې شاوخوا ۱۵ زره یې له برېتانوي ځواکونو سره همکاران وو او له ۲۰ زرو ډېر نور د امنیتي خطرونو له امله راوستل شوي دي.

نږدې ۳۶ زره افغانانو له ۲۰۲۰ کال وروسته په برېتانیا کې د پناه غوښتنه کړې، چې ډېری یې د کوچنیو کښتیو له لارې دغه هېواد ته رسېدلي دي.

خو د رسمي معلوماتو له مخې، د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۹۸ سلنې څخه ۳۸ سلنې ته راټیټه شوې ده.

حکومت وایي هغه کسان چې غوښتنې یې رد شوي، په قانوني ډول د کار اجازه نه لري او ډېری یې په نامعلوم وضعیت کې ژوند کوي.

په همدې حال کې، د برېتانیا حکومت د “رضاکارانه ستنېدو” پروګرام هم پیل کړی چې له مخې یې هر کس ته تر ۱۰ زره پونډه او کورنیو ته تر ۴۰ زره پونډه پورې مالي مرسته ورکول کېږي، څو هغوی بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

ځینو سیاسي څېرو لکه نايجل فراج وړاندیز کړی چې د مهاجرو د ستونزې د حل لپاره حتی له طالبانو سره معامله کېدای شي، او د کابل له ځینو سرچینو هم راپورونه شته چې وایي طالبان د داسې کسانو منلو ته چمتو دي.

په لومړي ځل یو افغان په اسټرالیا کې د جګړې قربانیانو د یاد ورځې په پوځي پرېډ کې برخه اخلي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
په لومړي ځل یو افغان په اسټرالیا کې د جګړې قربانیانو د یاد ورځې په پوځي پرېډ کې برخه اخلي
100%

افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو پخوانی افغان ژباړن شیراز احمدي، د جګړې د قربانیانو یاد ورځ، د «انزاک ورځې»په نوم مراسمو کې دسفير په توګه ټاکل شوی دی. دا لومړی ځل دی چې يو افغان، غيرنظامي او هغه کس چې د اسټراليا د ځواکونو غړی نه دی دې مقام ته رسېږي.

احمدي به په دې مراسمو کې په رسمي پرېډ کې برخه واخلي او د افغان ژباړونکو د استازي په توګه به په مخکښ قطار کې حضور ولري.

هغه وايي دا ورځ ورته هغه ژباړونکي او سر تیري ملګري ور په يادوي چې په جګړه کې یې له لاسه ورکړي.

احمدي همدارنګه ټینګار کړي چې ډېر افغان ژباړونکو د بهرنيو ځواکونو سره د کار کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو تر اوسه یې سمه یادونه نه ده شوې.

احمدي چې اوس په اسټراليا کې ژوند کوي، کلونه یې د اسټراليايي ځواکونو سره د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار کړی او له نږدې د جګړې له خطرونو سره مخامخ شوی دی.

هغه کابل کې د کار پر مهال له جدي ګواښونو، بريدونو، چاودنو او حتی د وژنې له ګواښ سره مخ شوی و. احمدي همداراز ویلي د هغه ورور هم په افغانستان کې د ده د دندې له امله وژل شوی دی.

د انزاک ورځ (Anzac day) اسټراليا او نيوزيلنډ کې د جګړې د قربانیانو د یادونې یوه رسمي ورځ ده چې هر کال د اپرېل په ۲۵مه لمانځل کېږي. په دې ورځ د هغو سرتېرو ياد تازه کېږي چې په جګړو کې وژل شوي دي. د دې ورځې د لمانځلو لامل د لومړۍ نړيوالې جګړې هغه پېښې دي چې په ګاليپولي کې ډېر سرتېري ووژل شول، او اوس د ټولو جګړو د قربانيانو د درناوي لپاره دا ورځ نمانځل کېږي.

طالبان وایي، پکتیکا کې یې په لویه کچه د غاټول ګل د طبعي بوټو د قاچاق مخه نیولی

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۸ GMT+۱
طالبان وایي، پکتیکا کې یې په لویه کچه د غاټول ګل د طبعي بوټو د قاچاق مخه نیولی
100%

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د کرنې ریاست او امنیه قومندانۍ په ګډو عملیاتو کې د غاټولي ګل (لیونۍ بنګه) د ناقانونه راټولولو او قاچاق مخه نیول شوې ده.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په سیمه کې د کرنې ریاست او ځايي امنیه قومندانۍ ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۷۷ کیلوګرامه د غاټولي ګل (لیونۍ بنګه) په نوم طبیعي بوټی کشف او ضبط کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد بوټی د ناقانونه راټولولو او قاچاق لپاره چمتو شوی و.

مسوولین ټینګار کوي چې د طبیعي سرچینو د غیرقانوني راټولولو او قاچاق پر وړاندې به جدي قانوني اقدامات دوام ولري او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې له طبیعي شتمنیو ناسمه ګټه پورته کړي.

یاد وزارت ندي ویلي چې ددغه بوټو توخم کوم هېواد ته قاچاق کیده او تړاو یې څوک نیول شوي او کنه.