د پاکستان په پلازمېنه کې د یوې کورنۍ ۴ غړي ووژل شول

د اسلاماباد پولیسو ویلي، چې د ښار په جهنګي سیدان سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري د یوه ماشوم او ښځې په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) رامنځته شوې او ویل شوي چې وژل کسان د سوات دي.
